نظــر

د اسلامی هیوادونو طبیعي شتمنۍ د نړیوال استکبار ستر هدف

استاد دلاور خان سېلاب

د ګران هیواد افغانستان نږدی ټولی طبیعی شتمنی او زیرمی
د نړیوال استکبار ستر هدف ګرځیدلی دی چه یو شمیر یی په لاندی ډول د ګرانو لوستونکو مخی ته ږدو:
1. ليتيم Li جي ديورانيم سره سم داتوم بم په جوړولو او هم دارنګه دهائيدروجن بم په جوړولو كي كارول كيږي، ياده دي وي چه نوموړی عنصر به تر 2020 زيږيز كاله پوري يوازي په افغانستان كي شتون ولري او بس.
2. تيتانيم Ti جي دميزائيلو په جوړولو كي كارول كيږي، دغه عنصر دهيواد په شمال كي ديو غره لاندي په ټنونو ټنونو موجود دي.
3. سره زر Au چه تقریبا په اکثره ممالکو کی رابهر او ناپید شوی دی یوازی په افغانستان او قزاقستان کی په زیاته پیمانه شتون لری،
4. مس Cu د افغانستان په ۴۰ غرونو کی په پراخه پیمانه شتون لری
5- اوسپنه ( Fe) افغانستان کی ۱۷ مخفی کانونه لری6
6 – د ډبرو سكاره،
7. طبيعي غاز،
8. پټرول،
پورته یادی ملغلری او بی بها طبیعی شتمنی اوس مهال د غربی دیموکراتانو او د هغوی د داخلی مزدورانو د سرقت نهب او غارت ښکار شوی دی.
کله یی چه دغه موخی ترسره شی نو دوی به بیا ځی او مونږ ته به د ایرو په څیر سپیری خاوری پریږدی
همدارنګه د افریقا لویی وچی مسلمان هستوګن هم له ورته چلند سرټکوی او وایی
AFRICA: HOW THE REST OF THE WORLD IS STEALING ALL THE GOODS IN THE NAME OF ,DEMOCRACY
ژباړه : ” نړیوالو ته وایم بډای دنیا د دیموکراسی په نوم طبیعی شتمنی لوټوی ” ( یاده دی وی چه بله پلمه یی تروریزم هم دی ) .
چه له مودو راهیسی په افغانستان کی د څه باندی دری لسیزو په دوران کی د راټوکیدلو اسلامی خوځښتونوپه څیر په افریقایی لویه وچه کی هم د الشباب او بوکوحرام غوندی نهضتونه د تروریزم د شتون او همدارنګه د دیموکراسی د نه پلی کیدو له تورونو سره مخ دی .
په نړی کی افریقا یواځینی لویه وچه ده چه مسلمان براعظم ورته ویل کیږی دا ځکه چه اکثره هیوادونه یی مسلمانان او وګړی یی د اسلام اصیل فرزندان دی .
د تروریزم د شتون او ددیموکراسی د نه پلی کیدو په پلمه د اسلامی نړی په طول او عرض کی روانه صلیبی جګړه یواځی اقتصادی موخی تعقیبوی چه اوس مهال خلیج ته هم اوږده شویده او د هغه ځای د توری طلا ( نفتو او پټرولو) سربیره په ټوله اسلامی نړی کی د مسلمانانو قیمتی معادن او طبیعی زیرمی له تاراج کولو څخه عبارت دی .
د یادونی وړ ده چه د یو اټکل تر مخه د افغانستان طبیعی املاک کولای شی دولس ځله دغه هیواد د استرالیا په څیر تعمیر او ودان کړی مګر متاسفانه د ایساف او ناټو لوټماران یی مونږ ته نه پریږدی او همدا اوس یی پرته له کوم قانونی چلند د خپلو اجیرو نوکرانو ( ع ، غ آو آذناب یی ) د جعلی او غولوونکو پروتوکولونو په پلمه ، هره ورځ د ټنونو په حساب را اوباسی او خپلو هیوادونو ته یی لیږدوی .
په نړی کی د مسلمانو پرګنو د شتمنیو د لوټولو لپاره کله د تروریزم شتون او کله هم ددیموکراسی نه پلی کیدل ، پلمه کوی ، او په دی وسیله مسلمانان له خپلو حقه حقوقو بی برخی کوی ،
په حقیقت کی نن اوپرون همدوی دی چه نوری نړی ته تره ګری صادروی او ددنیا په هرګوټ کی یی دجګړی لمبی بلی ساتلی دی
لاندی انځورونه د افغانستان او افریقا په طول او عرض کی طبیعی زیرمی ښی چه د پردیو له لوری پری لوټ او تالان روان دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x