Jama Masjid of Herat

دفلکي علومو لارښود (40) دعصر حنفي او شافعي دوخت لپاره دزاويې معلومولو دفارمولې تفصیل

مفتي احسان اللّه

دماذدیګر دلمانځ دوخت لپاره دلمر دزاويې معلومولو کلیه:

چونکي دماذدیګر دلمانځه زاویه هر ورځ بدلیږي را بدلیږي، نو دلمر دزاويې دمعلومولو لپاره يې پوهانو مستقیله کلیه وضع کړي ده، چې تفصیل يې په لاندي ډول دی.

A = tan−1(1+tan(B-D)) دمثل اول لپاره:

A = tan−1 (2+tan(B-D)) دمثل ثاني لپاره:

په کلیه کې له B نه عرض البلد او له D نه میل شمس مراد دی.

دکليې حاصل دا دي، چې عرض البلد به له میل شمس نه منفي کړو، پر جواب به يې tan داخل کړو، دهغه له حاصل سره به دمثل اول لپاره یو (1) او دمثل ثاني لپاره دوه (2) جمعه کړو، دجواب به يې tan−1 انورس ټین را وباسو.

ددې حاصل به ددغې ورځي دمثل اول او یا مثل ثاني دلمر زاویه وي، چې په A سره تعبیر ځیني کو.

مثلا:

دلسم جنوري به دهرات دښار لپاره دمثل ثاني زاویه معلومه کړو.

کلیه:

((A = tan−1 (2+tan(B-D

معلومات:

دهرات دښار عرض البلد 34.352

دلسم دجنوري میل شمس: 22.1-

په کلیه کې دمتغیراتو استعمال: ((A = tan−1 (2+tan(34.352-(-)22.1

کله مو چې B له D نه منفي کړه نو:

((A = tan−1 (2+tan(56.452

او د 56.452 باندي د tan ددخول نه وروسته:

(A = tan−1 (2+1.508088

د 2 دعدد وسره دجمع کولو نه بعد:

(A = tan−1 (3.508088

او له tan−1 نه وروسته:

A=74.089503

یعني په لسم دجنوري دهرات په ښار کې مثل ثاني یا عصر ثاني په وخت کې لمر له سمت الرأس نه 74.089503 درجې ليري دی، چې دا دعصر ثاني زاویه هم ده.

ددې کليې دحل سره اوس په اسانۍ سره کولای شو، چې دمثل اول یا عصر شافعي زاویه هم معلومه کړو، فرق یواځي دا دی، چې د 2 پر ځای به 1 ورسره جمعه کړو.

فایده:

ددې کليې حقیقت څه دی، چې په لنډ وخت کې مو دماذدیګر زاویه معلومه کړه؟

کله چې موږ مخکنۍ کليې نه سایه اصلي معلومه کړه، نو موږ ته دمثلث درې شیان معلوم شول، کله چې موږ له اصلي سايې سره چې ورته فئ الزوال هم وايې دوه متره سایه نوره جمعه کړه، نو دیاد مثلث شکل هغه نه پاتيکیږي، بلکې داسي به جوړ شي:

زموږ په مثال کې سایه اصلي 1.508088 متره ده، له دې سره چې مو دوه مثله نور جمعه کړو، نو د مخکني مثلث CH ضلع چې یو متر دی، خو CG ضلعي اندازه بیا 3.508088 متره شوه، دقانون مطابق کله چې د CG اندازه زیاتیږي، نو لازما به د F زاویه دپخوا په شان نه پاته کیږي، بلکي هغه به هم ورسره زیاتیږي، البته دا مقدار مجهول دی، ددې لپاره دtan کلیه بیا استعماله و: .

متقابه 3.508088 ده، او متصله یو (متر عمود) دی.

اوس نو دکلیې حل داسي کیږي:

دتقسیم دقانون سره سم کله چې مخرج یو وي، هغه لره اعتبار نشته، نو لهذا داسي به شي:

tanθ=3.508088

θ=tan-1 3.508088

θ = 74.089503

او نو معلومه شوه چې د F زاويې مقدار 74.089503 درجې دی، کله چې د F دزاويې اندازه 74.089503 شوه، نو دهغې رأسي زاویه A هم دمساوات دقانون پر اساس همدومره 74.089503 درجې کیږي، کله چې د A زاویه 74.089503 درجې شوه، نو د BD قوس هم دغونه کیږي، او د BD قوس له سمت الرأس نه دلمر فاصله ده.

الحاصل:

کله چې په لسم دجنوري دهرات په ښار کې دمثل ثاني وخت وي، نو لمر به له سمت الرأس نه 74.089503 درجې ليري وي.
دغو درجاتو ته دمثلین دوخت زاویه ویل کیږي، او دعصر ثاني یا عصر حنفي دوخت دمعلومولو لپاره به يې په کلیه کې د A پر ځای استعماله و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بخت الرحمن شرافت
میلمه

په عنوان کې فارموله په فاموله لیکل شوې