نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۳۱ برخه)

us prisoner torture1 ځینو ملګرو به ځورولو، یوه ورځ ټول ملګري، څوک پراته وو، چا مطالعه کوله، چا مجلس سره کولو، عبد المناف هم پروت و، یو په یو یې را خېز کړل، او په اطاق کې یې په یو ملګري پسې منډه کړه، هغه د اطاق ښکته سر ته تر وتښتېد، اطاق ډېر اوږد و، تقریبا پنځه لس مېتره به و، هلته یې را ټینګ کړ، وايي اوس دې چېرته پرېژدم! کسم ده که دې پرېژدم! چې وزیر دفاع شې هم که خو دې پرېژدم! هغه ورته خندل او دی سخت ورته په غوسه و، دی ډېر لوی، او هغه بل ملګری په جسمي لحاظ وړوکی و، مونږ فکر وکړ چې په عبد المناف څه حمله راغله! پوښتنه مو ترې کوله چې څه خبره ده؟ ولې عبد المنافه! ولې؟ ده هېڅ نه ویل لګیا وو، هغه بل کس یې تر سر ټینګ رانیولی و!

  لنډه ده چې کیسه سره خلاصه شوه، او هغه داسې چې هغه کس توبه ورته واېسته چې بیا داسې نه کوم، دا ځل مې ایله کړه، بیا به داسې نه کوم، له هغه بل کس نه مو پوښتنه وکړه چې سړیه څه کيسه وه؟ ولې؟ هغه خندل وايي دی پروت و، ما و ځورولو! ما ویل سړیه دا غریب ولې ځوروئ، وايي نه له ما سره یې انډيوالي ده، داسې یې نه ځوروم چې خپه شي، هسې خوشطبعي مې ور سره وکړه!

   څه وخت وروسته یې له همدې لويې خونې نه، یوه ډله بندیان بل دهلیز ته انتقال کړل، یوه ورځ وروسته یې بله ډله له پاسني دهلیز نه راښکته کړه، په خونه کې پاتې څو بندیانو، خونې ته له بل دهلیز نه راغلیو بندیانو ته ښه راغلاست وویلو، ستړي مشي مو ور سره وکړه، په دې خونه کې زما ځای لومړی د خونې په منځ کې و، کله یې چې هغه یوه ډله را نه بوتله، کسان کم شول، ما دروازې ته په مخامخ کونج کې ځان ته ځای برابر کړ.

   خونې ته راغلیو بندیانو د خونې په نورو ځایونو کې هر چا ځان ته ځایونه برابر  کړل، یوه شېبه وروسته یو دنګ مټور او پنډ ځوان زما خوا ته راغی، فکر کوم، کوم ملګري ورته وویل چې دا کس ستاسو وطندار دی، له ما سره یې چې څنګه خبرې پیل کړې، و مې پېژانده چې وطندار دی، د ځای او کلي پوښتنه مې ترې وکړه، خپل ځای او ځان مې هم ور وښود، له دې مخکې نه ما پېژانده او نه ده پېژندم، بس د وطندارۍ مېنه وه مجلس مو سره اوږد شو.

   که ګورم یو تقریبا د دیرشو پنځه دیرشو شاوخوا کلونو په عمر یو پوخ ځوان  زمونږ خوا ته راغی، چې په همدې نویو کسانو کې راغلی و، له څنګ سره مو کېناست، کلک کلک لاسونه یې وو، داسې ښکارېدو لکه پوخ دهقان چې وي، بیا وروسته یې چې کیسې وکړې، ښه په خوند دهقان او کلیوالي سړی و، لوی بریتونه یې پرېښي وو، ددې بل ملګري له رویې او چلن نه داسې پوه شوم چې د ده ملګری دی، مونږ هم کوم خاص مجلس نه درلود، خپلې خبرې مو پیل کړې! د خبرو په ترڅ کې وطندار راته وویل چې دا ملګری له مونږ سره په پاس دهلیز کې و، تکړه مجاهد دی، ما ویل الله دې ټولو ته اجر ور کړي.

په دې منځ کې په عمر پاخه ځوان وطندار ته وکتل، او بیا یې زه ورته وښودم چې ورته ووایه! څه خبره نه ده، زه یو څه اندېښمن غوندې شوم چې څه خبره ده؟ خو ځان مې پوه نه کړ، وطندار ورته ویل چې ورته ووایم؟ ده ویل هو، هو ورته ووایه! وطندار راته ویل چې دا ملګری د پلاني قاري صیب ورور دی! چې په پلاني قوماندان مشهور و! ته خو به یې پېژنې؟ ما ویل شخصي خو مې نه ور سره پېژندل خو نوم مې یې اورېدلی و، هغه خو ډېر تکړه مجاهد و، الله جل جلاله یې د شهادت قبول کړي!

  نوموړي د خپل زنداني کېدو کیسه پیل وکړه: په خوست کې یې ونیولم، لوی لوی ویښتان مې وو، بریتونه مې له اوس نه هم لوی وو، تحقیقاتو ته یې چې بوتلم، سخت یې ووهلم، هره ورځ به یې وهلم، چې اعتراف وکړم، مګر ما وچ انکار وکړ، چې زه هغه کس نه یم کوم چې تاسو ور پسې ګرځئ!  دوی نه منله!

   په تحقیقاتو کې ما هم یو څه زور ور سره وکړ، یو کمونیست څارنوال و، تفنګچه یې هم اچولې وه، زما یې لاسونه کلک ولچک کړي وو، ما ورته ویل چې که ته په رښتیا نر وې! دا زما لاسونه یو ځل خلاص کړه، بیا تحقیق را نه وکړه، چې زه دې سابه په مالګې کړم! یوه ورځ داسې راغله چې زه په چوکۍ کې لاس ولچک ناست وم، دی له تفنګچې سره د میز بلې غاړې ته په چوکۍ ناست وو، خبره مو سره غبرګه را غبرګه کړه، په همدې کې مې پرې ور خېز کړل! ده له چوکۍ نه منډه کړه! اخوا ودرېد! ما ورته ویل بې غیرته تفنګچه هم در سره ده اودومره بېرېږې! نور یې را ونیولم! یو څو کسان یې نور هم راوستل! ویې وهلم ویې وهلم! داسې یې ووهلم چې مخ او څټ مې نه معلومېدل! کله یې چې خونې ته راوستم! د اطاق ملګري په چیغو شول! ټولو را ته ژړل؟ وايي دا یې په څه حال کړی یې؟!! زه د و درېدو نه وم!

  له دې کمونیست سره به مې هره ورځ سره جنجال و، نور وهل ټکول خو یې خیر، خو کافر، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کنځلې کولې! حضرت ام المومنین عائشه رضی الله عنها ته یې کنځلې کولې! ما ته یې ویل ستا د محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ…. ستا د عائشې رضی الله عنها او ارضاها… ما ته یې سخت زور را کړ، لاس مې تړلي وو څه مې نشوای کولی، بس ما ده ته کنځلې وکړې، هېڅوک مې ور پرې نښودل، ټول مې ور وستایل! څه مې چې په خوله راتلل ورته ومې ویل! بیا یې را ونیولم! داسې یې ووهلم چې له اخه توخه یې وغورځولم!

  په آخري ورځ یې چې کله کابل ته را لېږلم، د کابل له لوري تلیفون ورته راغی، چې څنګه دی سړی؟ ده ورته ویل اعتراف نه کوي؟ خپل ټول زور مو پرې و آزمویلو، نه کېږي! وايي را ویې لېږه دلته! لږ وروسته که ګورم طیاره راغله، طیارې ته یې چې خېژولم، همدا کمونیست څارنوال هم را سره و، طیارې ته د ختلو په حال کې یې بیا کنځلې را ته وکړې، ما هم خوله پرې ور خلاصه کړه، هېڅوک مې ور پرې نه ښودل! څه مې چې په خوله راتلل هغه مې ورته وویل! ټول مې ور و ستایل!

  کابل ته چې کله را ورسېدو، له طیارې یې ښکته کړم، ریاست کابل ته یې بوتلم، هلته چې هغوی ولیدم، وايي اوس به اعتراف وکړې، اوس به دې سم کړو، ما څه نه ویل، سمدستي یې یو لوی ډبل سوټی را واخیست، زه خو هسې هم له اخه توخه لوېدلی وم، په خوست کې یې چې ډېر ووهلم، آخر مې په بولو کې وینې راتلې، ډېر زیات تکلیف وم، رنګ او حالات مې ډېر خراب وو، یو دوه درې یې چې ووهلم، نه پوهېږم چې زه به څنګه شوی وم، هغه بل ورته ویل چې سړی ختم دی، څه نه دي پکې پاتې، نور یې مه وهه! هسې نه چې را باندې تاوان نه شي! 

  وروسته یې بیا د کابل نظامي روغتون ته یې بوتلم، هلته چې هغوی وکتلم، وايي دا سړی ختم دی، ګوردې يې ختمې دي، نور د کار نه دی! یو څه دوا یې را ته ولیکله، همغه دوا مې پیل کړه، یو څه پیچکارۍ یې راته ولیکلې، په دوه هفتو کې به مې یوه پېچکاري کوله، اوس یې هم کوم، دلته هغه پیچکارۍ له دوی سره دي، په هرو دوه هفتو کې یوه یوه را کوي، هغه چې ونه کړم، ګوزاره نشم کولی! له ژوند نه لوېدلی یم!

  کور مو هېڅوک داسې نه شته چې زما پوښتنه وکړي، یو اویا کلن بوډا پلار لرم، هغه کله کله پایوازۍ ته را ته راشي، نور وروڼه مې واړه دي، ورور مې چې ژوندی و، هغه به جهاد کولو، د کور سرپرستي ما کوله، مشران وروڼه مو شته خو هغوی له مونږ نه جلا دي، کله چې هغه شهید شو، ما جهاد ته ملا وتړله، هغه ورځ مې پلار پایوازۍ ته راغلی و، راته ویل یې چې ورته ټینګ شه، اعتراف ونه کړې، بې غیرتي ونه کړې! ما ویل بې غمه اوسه پلاره! ځان مې پرې ختم کړی، تر اوسه مې اعتراف نه دی کړی، له دې وروسته هم الله ته امید لرم!

 وطندار راته ویل چې دلته نور هېڅوک نه دي خبر، یوازې تا ته مو دا خبره وکړه، ما ورته چې احتیاط کوئ، دا خبرې چا ته مه کوئ، په چا باور نه دی په کار، دوی ویل نه، مونږ هر چا ته دا خبره نه کوو، هسې تا ته مو وویل، ما ویل خیر یوسئ، ستاسو نیک ګومان دی، خو ما ته مو هم باید دا خبره نه وای کړې، تاسو ما څه پېژنئ چې زه څوک یم؟ دوی ویل هسې په تا مو باور راغی، که نه بل چا ته دا خبره نه کوو.

 یوه ورځ د ماښام مخه وه، ټولو ملګرو روژه ماتي ته تیاری نیولو، په دې وخت کې دغه کس چې کمونیستانو ډېر وهلی و، د خونې په هغه بل کونج کې یې ځای و، یو په یو یې آواز و کړ چې ښه نه یم، ملګري په منډه سره پرې را ټول شول، دروازې ته یې را ووست، سمدستي یې دروازه و ډبوله، باشي راغی، ملګرو ورته ویل چې دا ملګری په تکلیف دی، دروازه خلاصه کړه، هغه ویل زه به کارمند ته ووایم، دهغه له اجازې پرته خو یې نشم خلاصولولی، تر څو چې هغه کارمند ته ورتلو، دلته د ده کیسه نوره هم پسې خرابه شوه، دواړه لاسونه یې ګوردو ته ټینګ نیولي وو، د خونې په هغه بل کونج کې پر مخ را وغورځېد! د خوځېدو او جګېدو نه وو، مونږ ویل څه خبره ده؟ څه در باندې وشول؟ وايي ګوردې مې غوڅې شوې!  ملګري سره پرې راټول وو، له یو څه ځنډ وروسته کارمندان راغلل، پوښتنه یې ترې وکړه، ده حال ورته وویلو، نور یې له ځان سره روان کړ، او هغه هم داسې چې درې څلورو ملګرو له یوې او بلې خوا نیولی و، ځکه په خپله یوازې نشوای تللی، دواړه لاسونه یې ټینګ ګوردو ته نیولي وو.

 له ښایسته ځنډ وروسته د خونې دروازه خلاصه شوه، که ګورو دا دی په خپلو پښو خونې ته راغی، پوښتنه مو تر وکړه چې څه در باندې وشول، څه کیسه وه؟ وايي دا خو زه د ګوردو تکلیف لرم، او هغه د همغو خوست د وهلو له وجې، باید په دوه هفتو کې یوه پیچکاري وکړم، اوس ځکه داسې شوم چې هغه پېچکاري مې یو څه و ځنډېده، اوس یې پېچکاري را کړه بېرته ښه شوم، له دې پرته ژوند نشم کولی!

ما ویل دا اوس کوم انسانیت دی؟ اسلامیت خو پرېږده! چې ته یو کس تر دې اندازې ووهې چې له ژوند نه لاس ووینځي! آخر دا خو انسان دی، کور لري، اولادونه لري، حکومت داري خو په دې ډول نه کېږي، دا سمه ده چې دا کس به د کابل ادارې په وړاندې مجرم و، مګر آخر یو قانون خو شته، باید د قانون په رڼا کې چلن ور سره وشي، که قانون داعدام مستحق ګڼلو، که یې برائت ور کولو!  خو دا چې تر هغه یې وهه چې ژوندی مړی تر جوړ شي! دا داشغالګرو او دهغوی د مزدورانو له قانون پرته په بل قانون کې نشته!

د کابل ادارې په اساسي قانون کې راغلي چې هېڅوک نشي کولی له بندي نه په زور معلومات تر لاسه کړي، خو عمل ته یې چې ګورې، دا یې حال دی!

نور بیا….

 عبد الحنان مجاهد

———-

ددې لیکني د نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x