دیني، سیرت او تاریخ

یو څو اهم اسلامي آداب ـــــــ دوهمه برخه: پر اسلامي آدابو دعمل کولو اهمیت او ضرورت

لیکنه: عبد الفتاح ابو غده

ژباړه: مفتي احسان اللّه

اسلام دین ډیر آداب او فضایل لري، چې دژوندانه دهرې څانګي لپاره يې ځانګړي اداب او فضایل شته، هم دا شان ددې آدابو تعلق له نر او ښځي، واړه او زاړه سره یو شان ته دی، لکه نبي کریم صلی اللّه علیه وسلم چې فرمايي:
إنّ النساء شقائقُ الرجال.

یعني: ښځي دنرو جز دي.

له‍ذا! دکومو اسلامي آدابو غوښتنه چې له نر نه کیږي، دهغو مطالبه له ښځو نه هم کیږي؛ ځکه له دوی دواړو نه مسلمانه معاشره جوړه ده، او اسلام دواړو ته خطاب کوي.

دا هغه آداب دي، دکومو چې اسلام يې تلقین کړی دی، او دهغو دخپلولو او پر هغو دعمل کولو يې ترغیب او تاید کړی دی، ددې لپاره چې ددې په برکت سره دیو مؤمن سړي شخصیت دکمال درجې ته ورسیږي، او په خلکو کې اتفاق او محبت پیدا شي، له شکه پرته مسلمان چې دا آداب او فضایل غوره کړي، په حسن معاشرت کې زیاتوالی راځي، او دهغه محاسنو ته قوت ور په برخه کیږي، او ددې سړي شخصيت په معاشره کې محبوب جوړيږي، دنورو په زړونو کې ځانته ځای پیدا کوي.

دا آداب کوم چې مو دلته ذکر کړي دي، دا دشریعت روح او دهغه له مقاصدو نه يې دي، له دغو نه دادب په نامه سره دتعبیر هیڅکله دا معنا نه ده، چې ګواکي دهغوی تعلق دژوندانه دمعمولاتو له هغي برخي سره دی، دکومي چي انسان په کې اختیارمن دی، او یا پر هغو عمل کول یوازي بهتر او غوره کار دی.

امام قرافي رحمه اللّه په خپل کتاب (الفروق) [3/96-4/22] کې د ادب او عمل په منځ کې دنسبت بیانولو په بیان کې، دادب فوقیت پر عمل باندي داسي بیان کړی دی:

پوی شه! لږ ادب تر ډیر عمل غوره دی.

نو ځکه لوی بزرګ رویم، چې یو ښه عالم او نیک و صالح شخصیت تېر شوی دی، هغه خپل زوی ته داسي نصیحت کړی:
زما خواږه زوی کیه! خپل عمل مالګه جوړ کړه، او ادب ورته اووړه کړه.

یعني پر ادب دوني ډیر علم کوه، چې دډیر والي په اعتبار سره دهغه حیثیت داسی شي، لکه لامده اووړه چې دمالګي په مقابله کي وي. هغه کم نیک عمل، چې له ادب سره تر سره شي، تر هغه ډیر عمل غوره دی، په کوم کې چې دادب کمي وي.

زه وایم: چې په دغو ادابو کې که کومه سادګي یا عمومیت درته ښکاره شي، نو پر هغه ادب وتنبیه کولو ته په تعجب سره مه ګوره، ځکه په موږ کې ډیر داسي کسان شته، چې ددغو آدابو په باره کې غلط شوي دي، او په دغو آدابو کې دبې پروايې له امله د یو مسلمان شخصیت بدنما ښکاریږي، له دې سره چې دمسلمان نه دا تمه کیږي، چې همیشه دخپل جمال، کمال او علامو له امله ممتاز ښکاره شي، لکه درسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم له دې قول نه چې ورته اشاره معلومیږي، په کوم کې چې ده صلی اللّه علیه وسلم صحابه کرام رضي اللّه عنهم ته خطاب کړی:

إنكم قادمون على إخوانكم، فأحسنوا لباسكم، وأصلحوا رحالكم، حتى تكونوا كأنكم شامّة في الناس، فإن اللّه لا يحب الفحش والتفحش.

ژباړه: تاسو به خپلو ورڼو ته ورځئ، نو ځکه خپل ښه لباس په تن کړئ، او دخپلې سوارلۍ مو ښه برابري کړي، داسي چې تاسو په مجلس کې ممتاز ښکاره شئ، ځکه اللّه بد زباني او بې حیايې نه خوښه وي.
له‍ذا دیو مسلمان لپاره په کار ده، چې هغه ښه لباس واغوندي، په ظاهري حالت او ښه هیئت سره مسلمان ته ځان ښکاره کړي، یوازي اللّه تعالی سېده لاره ښونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x