
غزل/ نوراحمد صدیقي
نوراحمد صدیقي
څومره دردمن ومه ژړا به چې راتله دردیدم
د وجود وینه به مې رګ رګ کې چې تله دردیدم
په خوب ویده جانان کافر راته په بم ویشتلی
اوښکې له سترګو مې راتللې ټوله شپه دردیدم
په سپین وجود د هر یو زخم یې تازه وې وینې
هره کیسه د شهادت یې چې کیده دردیدم
زما په سپرلي کې ټوکیدلیه، ریژېدلیه ګله
د شهید مور چې مې تر مخه ژړیده دردیدم
زه صدیقي په خپل قلم کله خپل ځان دردوم
د قلم څوکه په هر بیت چې خوځیده دردیدم
۱۳۹۶-۲-۷