شعـــــرونه

غزل/ سعادت کليوال

سعادت کليوال

خوښي لړلې په غمو دلته سرور بدل دی
ښکلی جهان دی خو بس مونږ ته په تنور بدل دی

تورې یې پورته دي د خپل کلي په خوار او غریب
ظالم ته ټیټ دی قهرمان او هم باتور بدل دی

عاصي یم غږ مې تر اسمانه پورې نه رسیږي
موسی هم نشته خدایه هاغه کوه طور بدل دی

چه یې دیدار ناقرار زړونو ته سکون ورکاوو
هغه مرهم اوس مرهم ندی په ناسور بدل دی

تعریف د حسن شو محدود تر اداګانو پورې
بې کیفه ښکي دي د سپینو مخو نور بدل دی

دا کلی ندی سعادته! دا یو بل جهان دی
د معنویت شمعه ده مړه، دلته دستور بدل دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x