ادبي لیکني

دوې زاندني زابلي پیغلی امت ته څه واېې

حیاء صنم
که څه هم قلم می ددی ځواک نه لري چی په زابل کي دیرغلګرو امریکایانو له لوري دزابلي معصومو ښځو دعفت او عصمت دزخم او شهادت، دزندان او مظلومیت درد ترجماني وکړي خو دسترګو دبهانده اوښکو او دستوني لویو ،لویو سلګیو په ملتیا دځان او زنداني خویندو دبیوسي او عزت د خیرات دمرستې کچکول ستاسو په وړاندي ږدم.

ای ځوانانو!

موږ خپله ووژني یو داسي وحشي دوښمن ته مو مو خوشی کوي چي موږ نه ورسره په ژبه پوهیږو او نه په خبرو!!
یو ځل درته بیا وایم.

دخدای په خاطر موږ ژوندۍ په خاورو کي ښخي کړي خو وحشیی امریکا ته مو مه پریدي.

هغوي زموږ عصمت په سپیانو رالوټوي.
هغوي دشرابو په نښه کي زموږ حیاء لټوي.

هغوي په ډلیزه توګه زموږ هغه مخونه بربنډوي چی تر اوسه پردي نارینه خو څه لمر هم نه لیدلي.

هغوی دشرابو به په نشه کي زموږ په ببرو ویشتانو او بربنډو وجود باندی کړس کړس خندا ګاني کوي

ای ځوانانو موږ له وحشیانو وژغورئ!!

ایا موږ ستاسي میندي نه یو؟

ایا موږ ستاسي خویندی نه یو؟

ایا موږ ستا مېرمني نه یو؟

ایا موږ ستاسو داولادو پالونکي نه یو

ایا موږ ستاسی دکور ستاتونکی نه یو

ایا موږ ستاسي مینه کوونکی نه یو

ای ځوانانو موږ وژغوري

دلته په زندان کی توره شپه ده

دلته په زندان کي وحشی امریکایانو نا ویلی ظلمونه دي

دلته په زندان کي زموږ دعزت جنازي دي!

دلته په زندان کي زموږ دبربنډ وجود بربنډی عکاسۍ دي

موږ دکفرو په زندان کي زخمی بدنونه پراته یو تاسي بستر دارام خوب کوي

زموږ دکفر په زندان کي عفت لوټیږي تاسی په دنیا کي ژوندي ګرځي

اخر زموږ ګناه څه ده؟

اخر زموږ جرم څه ده؟

ای ځوانانو موږ وژغوري موږ ستاسي شرف یو

تاسی په ژوند کي په څه ځان قربانوي؟

ستاسو په ژوند کي له اسلام وروسته تر شرف او ناموس تر زوال بله غټه فاجعه شته؟

تاسي په ژوند کي له اسلامه وروسته په څه جنګیږي ؟

ځوانانو خپل ناموس وژغوري

لکه څنګه چي په اسلام کي زموږ نفقه ستاسو په ده همداسي زموږ دعفت او عصمت څخه ننګه ستاسو انساني او ديني وجیبه ده!

ځوانانو خپل ناموس وژغورئ

دپیغلو په او بوډاګانو په موټو کي دومره ځواک نشته چي ددغو وحشی امریکایانو کږي خولي په سوک ورسمي کړي نه پوهیږم اخر زموږ له غچ څخه تاسي څه منع کوي اسلامي ماضي ګواه ده چي اسلام هیڅکله هم په فزیکی قوت او دلښکر په شمیر فتحه او بري نه ده موندلی بلکي تل ېې دایمان په معنوي ځواک او دشهادت په تنده ستر ستر قوتونه په کونډو کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x