
کابل تر ټولو خونړی ولایت؟
نن ټکی اسیا – سرلیکنه:
د بشري تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) د وروستي راپور له مخې پلازمینه کابل د هیواد په کچه تر ټولو خونړی ځای بلل شوی چې ډیره مرګ ژوبله ورکې شوې.
په یاد راپور کې د ولسي خلګو ډیره مرګ ژوبله لومړی په کابل او تر هغه وروسته په هلمند، روزګان، ننګرهار او کندهار کې رامنځته شوې.
د هلمند په څیر نا آرمه ولایتونه خو په هر صورت چې د جګړو له امله به ورکې مرګ ژوبله زیاته وي، خو پوښتنه دا ده چې کابل د هیواد د پلازمینې په توګه ولي تر ټولو خونړی دی؟
که د امنیتي ترتیباتو او بهرنیو او کورنیو ځواکونو د زیات شتون ته وکتل شي نو هغه خو تر بل هر ځای په همدې کابل کې زیات دی.
همدا راز که د دولتي حاکمیت خبره وي هغه هم د نور هیواد په کچه په کابل کې ډیر مسلط دی خو نا امني ، بي ثباتي او د مرګ ژوبلې اندازه هم خپله د بهرنیانو په اعتراف په همدې کابل کې ورسره زیاته ده.
له دې څخه ښکاري چې اصلا په افغانستان کې د نا امنۍ او بي ثباتي عامل همدا بهرنیان دي چې څومره یې دلته شتون او شمیر زیاتیږي په هماغه اندازه ورسره نا امني او ګډوډی زیاتیږي.
د مثال په توګه له نن نه ۱۶ کاله وړاندې چې امریکایان دلته د امن راوستلو په پلمه راغلل او پوره یو نیمه لسیزه یې دلته پوځي فعالیت وکړ نتیجه یې دا شوه چې نن تر بل هر ځای وړاندې د دوي د تر ټولو لوي مرکز ساحه تر ټولو نا امنه ساحه ده .
او همدا راز په اصطلاح د یوې تروریستي ډلې په ځای نن د دوی د ادعاء له مخې دلته شل تروریستې ډلې شتون لري.
یوناما چې نن په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه خپروي او له جنګي لوریو څخه غواړي چې د ولسي خلګو خوندیتوب ته پام وکړي له هغو لوریو څخه چې شتون یې دلته دومره بي ثباتي رامنځته کړې ولي پوښتنه نه کوي چې دلته ستاسي موجودیت د څه لپاره دی؟
خپله یوناما چې وخت ناوخته په افغانستان کې د ولسي تلفاتو په اړه ارقام او راپورونه خپروي مستقیما د دغو ولسي کسانو د مرګ ژوبلې مسؤل او په هغو کې دخیل دی.
ځکه همدا یوناما دی چې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون په رسمیت پیژني او په رسمي لحاظ د هغوي د ماموریت موده د همدې یوناما لخوا تمدید او غځول کیږي.
که واقعا هم له دوي سره په افغانستان کې د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې د مخنیوي احساس وي نو لومړی باید دلته د هغه چا د شتون مخنیوی وکړي کوم چې د افغانانو د ټولو ویرونو او مصیبتونو لامل دي.