نړۍ

پيښور: يوې سيمنا کې دوه چاودنو پنځه تنه مړه او ۳۰ ټپيان کړل

پيښور ښار کيسه خوانۍ يو سيمنا کې پرله پسې دوو چاودنو له امله پنځه تنه مړه او دېرش کساڼ ټپيان شول. مړي او ټپيان د پيښور لوی “ليډي ريډينګ”روغتون ته وړل شوي دي. د پيښور ښار د پوليسو مشر فيصل مختار وايي چې دواړه چاودنې د لاسي بمونو په واسطه شوي دي. سيمه پوليسو کلا بنده کړې او څوک سيمنا ته نه ورپريږدي. د پوليسو په وينا د چاودنې پر مهال په سيمنا کې تر سلو پورې کسان موجود وو. د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شاه فرمان وايي چې په چاودنه کې د درېيم قوت لاس دی او غواړي چې زموږ د هيواد امن خراب کړي

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x