
اچین: دوه امریکايي عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ غویی، ۱۳۹۶): د تیرې چهار شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي دي.
د پنټاګان ویاند «جیف ډاویس» د یوه خبري کانفرانس پر مهال دغه نوي وژنې منلي او د پيښې ځای یې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د مومند سیمه یاده کړی، نوموړي ویلي چې په دغه سیمه کې د افغاني ځواکونو تر څنګ د داعش پر ضد جګړه کې دوه امریکايي عسکر په ډزو ټپيان او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ او یو بل عسکر سرسري ټپي شو.
د پنټاګان ویاند د وژل شویو عسکرو هویت او په اړه یې د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې.
باید وویل شي چې د روانې میلادي میاشتې اپریل پر ۱۴مه نېټه امریکايي عسکرو د اچین په ولسوالۍ کې د اتومي بم وروسته تر ټولو ستر بم وکاروی چې د افغانستان دفاع وزارت د داعش پر ضد جګړه کې ستره لاسته راوړنه وبلله او وې ویل چې سل تنه ته نیژدې داعشیان په دغه بمبار کې وژل شوي دي.