نظــر

حکمتیار له پلچرخي څخه بیرته را وګرځېد

عبدالغفار داعي

د حقې مبارزې لار په اغزو پوښل شوې، ستړیاوې، تکلیفونه، بې کوري، هجرتونه، زندانونه، زخمونه او شهادتونه ورسره تړلي دي. په دې لار کې یوازې له متجاوز کافر سره مبارزه شامله نه ده، بلکې تر متجاوز کافر وړاندې په کې له نفس او خواهشاتو سره مقابله اساسي شرط تشکیلوي. همدا لامل دی چې د نبوت له وخته تر اوسه پورې ډیرو مخکښو لارویانو په رنګارنګ دلایلو په نیمايي کې پریښې، یا د دنیا خواهشاتو غولولي او یا د دښمن شان او شوکت ډارولي، خو بالآخره یې د ثبات او استقامت کاسه ډکه شوې او له نیمايي لارې بیرته راګرځیدلي دي.

په اسلامي تاریخ کې ډیرې داسې څېرې تر سترګو کیږي چې یو وخت د مبارزې په ډګر کې ځلیدونکي ستوري وي خو څه موده وروسته یې ځلا تته او په یوه نه یوه شکل له میدان څخه واوځي.

د جهاد په ډګر کې ستومانه شوې دغه څېرې ځینې داسې دي چې جهاد یې پريښی خو دین یې ساتلی، ځینو بیا دین او جهاد دواړه پريښي، ځینو نورو بیا د دین او جهاد نعره اوچته ساتلې خو د مسلمانانو له واحد صف څخه وتلي، یا یې جلا صف جوړ کړی او یا هم په بل صف کې مدغم شوي.

د تاریخ په اوږدو کې د نیمايي لارې له دغو لارویانو څخه ګوتشمېر کسانو په چوپه خوله او پرته له دې چې څوک یې غیاب محسوس کړي، ځانونه ګوښه کړي او په معاصره اصطلاح ملکي ژوند یې غوره کړی، خو غوڅ اکثریت یې د خپل موقف د توجیه لپاره په داسې حال کې د مبارزې له صف څخه ټغر راغونډ کړی، چې په خپلو مصنوعي دلایلو یې شور، غالمغال، دوړې او ګردونه جوړ کړي ترڅو د خلکو توجه یې له خپلې ناکامۍ او عقب نشینۍ څخه بل خوا اړولې.

خبره مو دا کوله چې د ازادۍ او استقلال مبارزه او د اشغال پر ضد جهاد هر څوک تر پایه نه شي رسولی. حکمتیار هم کومه پرښته نه ده چې له ګناه څخه معصوم وبلل شي، که نوموړی په دې لار کې په ګونډو کیږي، او د ۱۱۸ کتابونو له بار سره د سولې په پوښ کې د امریکا ګوډاګۍ رژیم ته تسلیمیږي، کومه د تعجب او حیرانتیا وړ خبره نه ده. ځکه چې د ده په څیر داسې خلک ډیر تېر شوي چې یو وخت یې له نامه پرته د جهاد او مبارزې تاریخ نیمګړی و، خو یو وخت بیا داسې راغی چې دا لار یې په نیمايي پريښي وه او بیرته په شا راګرځیدلي و، خو جهادي کاروان د دوی په شتون او عدم دواړو کې هماغسې مخ په وړاندې روان پاتې شوی.

دا د الله تعالی توفیق دی چې په چا یې پیرزو کوي او له چا څخه یې اخلي. په فارسي کې متل دی چې: «هر کس تا کابل رفته نمي تواند، اگر میرود هم تا پلچرخي». د نفسي خواهشاتو زور او د قدرت هوس ته ځان ټینګول او د جهاد او وسلوال مقاومت اغزنه لار تر پایه تعقیبول د هر چا د توان خبره نه ده، بلکې ایمان، اخلاص، صداقت او تر هر څه وړاندې د الله تعالی توفیق او مرسته غواړي.

الله تعالی دې مونږ له خپل توفیق څخه نه محروموي او که نه نو خدای مکړه د حکمتیار په څېر به له داسې بې څوکۍ سره مخ شو چې له خپلو زامنو، حقپال او مولوي سلیم پرته یې بل څوک پاڼه هم نه اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

خدای ج دې یې قدم د ګډ حکومت لپاره له شره ډک او سپېره لري.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x