
د یمن سره پر پوله دوه سعودي عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ غویی، ۱۳۹۶): د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند نن د پنجشنبې په ورځ د خپلو دوو تنو عسکرو وژل کېدو اعلان وکړ او وې ویل چې د یمن سره پر پوله د سعودي سرحدي ځواکونو دوه تنه عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل شول.
د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» د نوموړي له قوله لیکلي چې د جازان په سیمه کې نن د پنجشنبې په ورځ سهار مهال د سرحدي ځواکونو دوه تنه عسکر د ماین چاودنې او د یمن له لوري د هاوان په مرمیو ووژل شول.
باید وویل شي چې د جګړې له پيله تر اوسه د یمن سره پر پوله سعودي عسکر وخت نا وخته وژل کیږي چې اکثره یې د حوثي ملیشو په هاوانونو او توغندوي بریدونو هدف ګرځي.