شعـــــرونه

خويندو/ محمد عمر حماس

محمد عمر حماس

خدای به د وخت يو محمد بن قاسم پيدا کړي
ستاسو لاسونو, نه به خلاص کړي ځنځيرونه ,خويندو

هر يو ظلم ته به د خپلې توري زور وښايي
لکه خالد به ترينه ووهې سرونه ,خويندو

د اسويلو طوفان مو دومره پارولی جهان
ستاسو په کريغو به را ويښ شي بلا زړونه ,خويندو

ستاسو له سترګو انقلاب څاڅي له اوښكو پر ځای
ستاسو له اوښكو به شي جوړ انقلابونه ,خويندو

بيا دي د وخت ځوانان لاسونو ته بنګړي واچوي
چې را بيدار يې نه کړي ستاسو فريادونه ,خويندو

ستاسو دفت او د عزت به خدای ساتنه کوي
چې خپه نه شئ رب ته کړي مو سوالونه ,خويندو

خدای به قبول کړي د عمر د سوي زړه سوالونه
څښتن به مات کړي دا وحشي تور زندانونه ,خويندو

محمد عمر حماس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x