نظــر

کرزی ټيلګراف ته په مرکه کې:د امریکایانو په شتون کې ما هېڅ ښه ونه لیدل

نن ټکی آسیا: ولسمشر کرزي له ټیلګراف ورځپاڼې سره په یوې تازه او وروستۍمرکه کې د کابل-واشنګټن ترمنځ د اړیکو له خړ-پړتیا خبرې کړې او د ده له قوله، چې د تېر کال له جون میاشتې راهیسې یې له امریکايي سیال بارک اوباما سره خبرې نه دې کړې.

د کرزي او اوباما ترمنځ ناندرۍ په داسې حال کې زور نیسي، چې د اپریل په میاشت کې به بل نوی ولسمشر ټاکل کېږي. کرزی به که څه هم بیا د هېواد واګې په لاس کې نه اخلي؛خو له واک تر غورځېدو وړاندې به له امریکا سره اختلافات لا پسې وغځوي.
د کرزی په وینا، چې دا دولس کاله مې امریکا ته ویلي، چې زموږ د ملکیانو ژوند د نورو وګړو په څېر وژغوره.
نوموړي له بارک اوباما سره د تماس په اړه وویل، چې ما او ده که څه هم په جنوبي افریقا کې د نیلسن منډیلا په جنازه کې سره ولیدل، خو خبرې مو سره ونکړې.
ولسمشر کرزی وايي، چې په خپل هېواد کې د امریکایانو په شتون کې ما هېڅ “ښه” ونه لیدل او زیاتوي چې دوی (امریکایانو) زما لپاره نه،بلکې زما په خلاف کار وکړ.
ښاغلی کرزي یو ځل بیا ټیلګراف ته په مرکه کې، امریکایانو ته د حریفانو او طالبانو ته د وروڼو خطاب وکړ.  
امریکا په افغان جګړه کې ۶۴۸ بلیونه ډالر لګولي او ۲۲۱۱ تنه تلفات یې ورکړي. خو تېره اونۍ کانګرس له افغانستان سره د پرمختیايي چارو لپاره مرستې نیمايي ته را کمې کړې.
کرزی له افغانستان سره د امریکا پر کړیو مرستو پښېمانه نه دی خو وايي: «دوی د دې پر ځای چې دا پیسې زموږ پر پولیسو لګولې وای، په خصوصي امنیتي شرکتونو،ملیشو او خپلسریو وسلوالو يې ولګولې،چې هغوی همېشه په فساد، غیر قانوني کړنو او د لویو-لارو په شوکو او لوټ کې لاس لري.»
د کرزي په وینا، امریکا زموږ له خلکو سره د رواني(روحي) جګړې له پیلولو وروسته زموږ پانګې وهڅولې،څو بهرنیو هیوادونو ته لاړې شي.
د ورځپاڼې په اند، نوموړی له انګلستان څخه د امریکا په نسبت په خپل برداشت کې له سخاوته کار اخلي او وایي، هغوی له یوې متمدنې لارې د دوی او پاکستان ترمنځ د اړیکو په رغونه کې توانېدلي.
د کرزي په خبره د ناټو په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان او ځانګړې توګه هلمند کې د امنیت په را وستلو کې پاته راغلي.
د کابل-واشنګټن ترمنځ جنجالې او له ناندریو ډکه مسأله د دواړو هېوادونو ترمنځ دامنیتي تړون ده، چې په ترڅ کې به یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ۸ او ۱۲ زرو ترمنځ پوځيان باته شي.
کرزی چې له مقابل لوري د خپلو شرطونو په عملي کولو کلک ولاړ دی، وايي چې تاریخ ښودلې، چې افغانستان باید په تړونونو قمار ونکړي او زیاتوي چې زموږ پاچاهانو چې د فشارونو لاندې کومې معاهدې او تړونونه لاسلیک کړي،هېواد ته یې فاجعه راوړي. نن که زه هم د فشارونو له کبله داسې کوم، نو پایلې يې راته معلومې دي.
نوموړي د خپلې یوولس کلنې واکمنۍ لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې دی پرې ویاړي او په خبره یې چې د ده د واکمنۍ له برکته اوس افغانستان د ټولو افغانانو کور شوی. او وویل،چې په دې یوولسو کلونو کې اوس دا دی موږ پارلمان لرو، را روانو ټولټاکنو ته د هیواد د مختلفو اقوامو په استازیتوب ۱۱ کاندیدان لرو.
نوموړي د امریکا د کانګرس د مرستو د ګرځولو پریکړې ته غبرګون کې وویل، چې د اقتصادي مرستو نه ورکړه ، به پر دوی کومه خاصه اغېزه ونلري.
کرزي په پای کې وویل: «پیسې هر څه نه دي! که له ما څخه د یوه عادي وګړي په څېر پوښتنه کېږي، نو له ناډاډمنه ژونده په فقر کې ژوند ډېر زیات خوښوم. »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x