شعـــــرونه

وایه خبر یې او کنه کابله؟

شاعر: مستغني

چي سره اورونه دي شوه مړه د لمن
لیږ سوکالي لیږ ارامي جوړه شوه
بیا د جهاد په نوم یوڅه کابله!
چا درته بېرته د اور سوکی کیشود

یوه ځوان به ستا دخپلوۍ لاپي ویشتې
درکي وحشت او ګډوډي جوړه شوه
وایه خبر یې اوکنه کابله!
هغوۍ جهاد ته د پای ټکی کېشود

چي د کعبي قدر یې نه پېژندل
او د تقوی په نوم یې وران کړلې ته

دخپل قسم خپلي وعدي مخالف
چي خاص او عام ته یې نیران کړلې ته

هره کوڅه دي د لمبو کوڅه وه
په سر دي سطحه د لوګي جوړه شوه
وایه خبر یې او کنه کابله
هغوۍ جهاد ته د پای ټکی کېشود
؛؛
خود به دي یاد وي څه پردۍ خونه وې
چي په ژوندون ورځني تي وشکېدل

چي پېغلو ځان له بلډینګه اچول
د زلمو ږیري او پټکي وشکېدل

چي دحکمت خاوندان مست شو درکي
چي په مرګونو یې سیالي جوړه شوه
وایه خبر یې او کنه کابله
هغوۍ جهاد ته د پای ټکی کېشود
؛؛
چي په سرونو کي یوبل ته په ژوند
کومو ناترسو به مېخونه وهل

د خوندو مخکي به یې ورور ونیول
د مور ترمخ یې په شارټونه وهل

چي یو انسان به یې داړل په انسان
له انسانیت نه سګواني جوړه شوه
وایه خبر یې او کنه کابله
هغوۍ جهاد ته د پای ټکی کېشود
؛؛
چي حامله مېرمن بې را وستله
په عام محضر یې پرې بچیان زېږول

رقص مرده خو څه خبره نه وه
که چا به چېرته افغانان ګډول

په هر پولچک یې یو پاټک وتړل
د ټانګ پوسته په هر تنګي جوړه شوه
وایه خبر یې او کنه کابله
هغوۍ جهاد ته د پای ټکی کېشود
؛؛
ځکه ورو ورو در ته قیصې کومه
یم وېرولی نامتو مجاهد

بیا له زرګونو وسلوالو سره
دی را روان د شمشتو مجاهد

چیرته که څوک مي  واوري دا خبري
بس بهانه مي د مرګي جوړه شوه
وایه خبر یې او کنه کابله
هغوۍ جهاد ته د پای ټکی کېشود
؛؛
خیر که ټکور دي پرهرونه نه دي
خو له لوېدلي حاله ښه ښکارېږې

یو ځل لا اومنه مرګونې سیالۍ
ځکه اوس جوړ یې لیږ دمه ښکارېږې

بیا دي کوڅي په خلقو ډکي شولي
بیا زمینه د تالاشي جوړه شوه
وایه خبر یې اوکنه کابله
هغوۍ جهاد ته د پای ټکی کېشود
؛؛
کابله خپل د مظلومیت په مهال
د خدای په درکي یوه دعا وکوه

ګوره تر منځ مو فرده نده پاته
د مظلومیت فریاد ژړا وکوه

د (مستغني) د هیلو ګل کابله!
که درته بېر ته خپلواکي جوړه شوه
وایه خبر یې او کنه کابله
هغوۍ جهاد ته د پای ټکی کېشود.

۱۴۳۸/۰۷/۲۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

:: د ټرمب نوي مرتزقه :: ــــــــــــــــــــــــــ غازي لالیه ته خبریی کنه له ایمان فروشه سوداګرلښکره ټرمب نوي نورمرتزقه واخستل له لسزریزه فساد ګرلښکره ————————– هغه چې ستا سره ووستا لباس کښې، اوس ئې بربنډ کړل له نقاب مخونه په ټرمب ئې وپلوره تاریخ د جهاد، یرغل ته ئې ښکته کړل مغرورسرونه ایمان ئې خرڅ کړد ژوندون په تمه له بې ضمیره خیانتګرلښکره، ————————— پرون ئې جنګ له یر غلګرسره وو، واکمن ئې هم پردی غلام بللو، ځان ئې أ تل د ازاد ي ګڼلو، جها د ئې تل د ژوند مرام بللو، نن له جها داوجها د یا نو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x