
اسرائیلي الوتکو د دمشق هوايي ډګر بمبار کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ غویی، ۱۳۹۶): د اسرائیل الوتکو د سوریې په پلازمینه کې د دمشق پر هوايي ډګر بمبار کړی چې له امله یې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو ویل کیږي چې په هوايي ډګر کې د وسلو هغه زېرمتون په نښه شوی چې شیعه سخت دریځه ډله «حزب الله» یې اداره کوي.
یوې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د وسلو دغه زېرمتون کې د ایران له لوري سوریې ته لیږل شوي زیاتي وسلې ساتل کېدلی.
د سوریې نظام ته نیژدې خبري سرچینو ویلي چې پر هوايي ډګر تر بمبار وروسته د غټو چاودونو غږونه اوریدل شوي دي.
د حزب الله ډلې اړوند تلویزون «المنار» په خبرونو کې ویلي چې اسرائیلي الوتکو د دمشق هوايي ډګر په نښه کړی چې له امله یې ځاني تلفات نه دي اوښتي.
د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د اسرائیلو د استخباراتي چارو وزیر «یسرائیل کاتس» ویلي چې د حزب الله ډله له سوریې څخه لبنان ته درنې وسلې انتقالوي چې دوی ته هیڅ د منلو نه دي او دا ورته «سره کرښه» ده.
نوموړي ویلي چې هر هغه وخت به د حزب الله شیعه ډلې په ضد باندي بمبار کوي کله چې پوهه شي دغه ډله له سوریې څخه لبنان ته وسلې انتقالوي.
د کتونکو په باور د سوریې نظامي ځواکونه که څه هم د هوايي دفاع لپاره پرمختللي روسي وسایل لري او روسیه هم په دغه هیواد کې پراخ حضوري لري خو د اسرائیلي الوتکو پر ضد باندي د هر نوعه اقدام څخه ډډه کوي.
د الجزیره تلویزون د راپور سره سم پنځه ورځې تر مخه د «القنیطره» په سیمه کې هم اسرائیلي الوتکو بمبار وکړ چې له امله یې ۳ سوري عسکرو ووژل شول او همداسي د اسرائیلي پوځ ټانګونه دغه سیمې کې د سوریې خاورې ته ور ننوتلي وو.