نړۍ

ترکیه: د روسیې یوه پوځي څارګره کښتۍ غرقه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ غویی، ۱۳۹۶): د ترکیې د سمندري ځواکونو چارواکو ویلي چې د روسیې یوه پوځي څارګره کښتۍ د ترکیې ساحل ته نیژدې وروسته تر هغه غرقه شوه کله چې د یوې بار وړونکې کښتې سره وجنګېدله.

دغه چارواکو ویلي چې د کښتۍ عمله ژغورل شوې خو کښتۍ د سمندر تل ته غورځېدلې.

بل لوري ته د روسیې چارواکو هم د پيښې په تړاو ویلي چې د ټکر له امله کښتې زیانمنه شوله او ژغورنه یې ناممکنه وه، خو دوی به یې د سمندر له تله را وباسي.

تر اوسه د پيښې علت نه دی مالوم شوی خو ددې تر مخه راپورونو کې راغلي چې سختو ګردونو له امله د لیدلوري د کمښت له امله دواړي کښتۍ یو له بلې سره جنګېدلي.

د روسیې پوځي کښتۍ د ترکیې د سواحلو سره په مکرر ډول د سوریې «طرطوس» پوځي اډې ته تګ راتګ کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x