د نن سرلیکنه

ایا کاندیدان به یواځې د ټاکنیزکمپاین په وسیله بریالي کیږي او که…؟ -سرمقاله

تیره ورځ په کابل کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو لخوا ټاکنیزکمپاين پيل او تر دوو مياشتو پوري به جریان ولري.

د ځینو رسنیو د ورکړل شویو رپوټونوپه اساس د ټاکنیزوکمپاینونوکارکوونکو د تبلیغاتي کمپاین لومړۍ ورځ د انتخاباتي کميسيون له لوائحو او مقرراتو څخه په سر غړاوي سره پیل کړه.

تر ټاکنیز کمپاین له مخه د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو دفترونو او نشراتي چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ژمنه کړې وه،چې د انتخاباتي کميسيون له لايحې سره سم به خپله تبليغاتي مبارزه پر مخ وړي او د کاندیدانو تبليغاتي پوسټرونه به په مجازځايونو کې لګوي، خو د انتخاباتي کمپاینونو په پیلیدو سره هغوئ د خپلو اړونده کاندیدانو تبلیغاتي پوسټرونه په داسې ممنوعه ځایونوکې لګولي چې خلګ یې په بیرته لیري کولو او د هغو په پاکولوکې له ستونزو سر مخ دي او د پوسټرونو له لګولو سره سمدستي یې د هغوئ په بیرته لیري کولو پیل کړی.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ۱۱ کاندیدانو ترمنځ د ټاکنیزو سیالیوزور یواځې په پلازمینه کابل او هلته هم د دې ښار په مجللو هوټلونو کې دی چیرته چې هریو په خپل نوبت ورکې خلګ را بولي او خپلې شعاري ویناوې ور اوروي.

د ټاکنیزو سیالیو له پیلدیو سره سم د کابل ښار په تر ټولو مشهور او پر مصرفه هوټلونو (ستاره شهر ، ممتاز محل او اورانوس) باندې د خلګو ګڼه ګونه ډیره شوې ؛ځکه د ولسمشرۍ کاندیدانو دغه هوټلونه د خپلو تبلیغاتي ویناوو لپاره غوره کړي .

سره له دې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون لخوا هر کاندید ته د انتخاباتي سیالیو د پرمخبیولو لپاره لس ملیونه افغانۍ لګښت ټاکل شوی ، خو د ۱۱ نوماندانو له جملې څخه یواځې دری تنه (ډاکټر اشرف غني احمدزي، ګل اغا شېرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله) په دې توانیدلي چې خپلې تبلیغاتي سیالۍ له همدغو مشهورو او پرمصرفه هو ټلونو څخه پیل کړي.

اوس پوښتنه داده چې ایا دکاندیدانو د بریالیتوب لپاره به یواځې همدغه تبلیغاتي کمپاینونه کافي وي اوکه به هغه یواځې د خلګود تیر ایستلو لپاره یو بهانه وي اود کاندید د بریالیتوب اصلي تار به بیاهم د واشنګټن او لندن په حمایت پوري تړلی وی ؟

ترکومه ځایه چې د افغانستان نا آرام وضعیت ته کتل کیږي نو له هغه څخه خو دوهم احتمال ډیر ارجح ښکاري؛ ځکه خپله د کابل د امنیتي چارواکو په وینا د پلازمینې کابل په څو کیلو متري دلوګر په ولایت کې انتخاباتي مرکزونه تر داسې امنیتي ګواښ لاندې دي چې د رايه ورکوونکو د ورتلو جوګه نه دي ، نو په لیرې پرتو ناآمنه ولایتونو کې به د کاندیدانو د تبلیغاتي سیالیو لپاره څه ډول امکانات میسر وي ؟

له مرکز کابل پرته د هرولایت ولسوالیو ته د هماغو ولایتونو والیان د امنیتي ځواکونو ترحمایت لاندې د ځمکې له لارې د ورتګ زړه نه ښه کوي او نه ورتللای شي ، نو چیرته چې والي له خپل ټول امنیتي ځواک سره دورتللو توان نه لري هلته به د کاندیدانو د کمپاین تبلغاتي ټیمونه یواځې له کاغذي پوسټرونو سره څرنګه دورتلو جرآت وکړي او یابه رایه ورکوونکي څه ډول له دومره سختو امنیتي ګواښونو سره د خپلې خوښې کاندید په ګټه رأیه وکاروي؟

دغه پورتني حقائق یواځې تبلغاتي وهمیات نه ، بلکې ملموس واقعیتونه دي چې خپله امریکایان او د ا فغانستان د دولت ټول امنیتي چارواکي هم پري اعتراف لري ، نو د دغسي نا أمنه شرائطو په موجودیت کې به څه ډول د شفافو ټاکنو تر سره کیدل ممکن وي ؟

لکه څرنګه چې تیر ولسمشریز انتخابات له درغلیو او تخلفاتو ډک ول همداسې به راتلونکي انتخابات په حتمي او قطعي ډول له درغلیو،اجنبي مداخلاتو او سرغړونو څخه ډک وي او په نتیجه کې به یواځې هغه څوک د بریالیتوب چانس لري چې د واشنګټن او لندن په معیار او تول پوره وي له دې پرته په دغو نمایشي کمپاینونو د کاندیدانو بریالیتوب : خیالست ومحالست وجنون.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x