افغانستان

د پاکستان جګپوړي پوځي پلاوي کابل ته سفر کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ غویی، ۱۳۹۶): د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان د پوځ یو جګپوړی پلاوی کابل ته رسیدلی او هلته یې د نوي ټاکل شوي سرپرست دفاع وزیر او لوی درستیز سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې سره سم پاکستاني پلاوي په بلخ ولایت کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو د قربانیانو په اړه د افغانستان لوري سره غمرازي شریکه کړې او د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه له لوري يې هم د تسلیت مراتب ورته وړاندي کړي دي.

د شاهین قول اردو له پيښې وروسته دفاع وزیر او لوی درستیز استعفا ورکړه چې پر ځای یې د سرپرست دفاع وزیر په توګه طارق شاه بهرامي او د لوی درستیز په توګه جنرال محمد شریف یفتلي وټاکل شول.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر «ای ایس پي آر» د خبرپاڼې سره سم د پاکستان لوري د افغان پوځ سره پر ډیورنډ کرښې د پولې پر ساتلو او په دغه سیمه کې د ګډي همکارۍ په اړه خبرې اتري کړي دي. او افغان اړخ ته یې ویلي چې د پاکستان اړخ ته پر پوله پوځ پوره کنټرول لري او هیڅ «تروریستي» ګروپ ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان لوري ته عملیات وکړي. «تروریستان ګډ دښمنان دي، په ګډه باید ماته ورکړو» خبرپاڼه.

د پاکستان د ډان نیوز خبري اژانس په وینا د پاکستان پلاوی وروسته تر هغه افغانستان ته سفر کوي چې د پاکستاني طالبانو پخواني مشر او ویاند احسان الله احسان پوځ ته تسلیمېدو وروسته په یوه مرکه کې منلي چې د افغانستان اړخ ته پاکستاني طالبانو سره د هندوستان او افغانستان استخبارات مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پټانانو په هند کی د خپلواکی غوشتونکو په جهادی کړنو کی مخکښی لرله ، چه له امله یی د هغه انګریزانو استعماری ټغر یا لمن ورټوله کړه چه په مستعمرو کی یی لمر ډوبیدو یا نه ډوبیدلو . د همدغه غچ اخستنی او د انګریزانو د استعماری طوفان په مقابل کی د جهادی مقاومت د ځپلو د پاره یی لمړی د پښتونخوا سیمی له افغانستان څخه لمړی اچاره او بیا قباله او وروستی جوړ شوی غلام پاکستان چارواکو ته وسپارلی. اوس د پاتی پشتنو د غلامولو او مهارولو پسی راغلی دی، دا منو چه زمونږ هیواد اشغال شوی مګر تر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x