افغانستان

طالبانو «منصوري» عمليات اعلان کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ غویی، ۱۳۹۶): طالبانو د پخوا په څېر يو ځل بيا د پسرلنيو عملياتو اعلان وکړ او دغه عمليات يې د خپل دويم پخواني مشر ملا اختر محمد منصور نوم ته منسوب کړي دي.

د طالبانو له رسمي ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د دوی د مخکيني مشر ملا اختر محمد منصور د مشرۍ پر مهال ګڼو بهرنيو او کورنيو عسکرو مرګ ژوبله اوښتې، د ده تر مشرۍ لاندې په لږه موده کې د طالبانو د واک سيمې پراخې شوې شوې او له همدې امله يې دغه عمليات «منصوري» نومولي دي.

طالبان وايي، چې دغه عمليات به له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو او اسلامي نظام د راتلو لامل شي.

اعلاميه زياتوي، چې د تېرو څو کلونو پر مهال د طالبانو او افغان ولس د قربانۍ او جهاد پر مټ زرګونه بهرني عسکر افغانستان کې وژل شوي، په خپله ماتې يې اعتراف کړی او ډېری امريکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه وتلو ته اړ شوي، نو دوی اوس هم هوډ لري، چې د منصوري جهادي عملياتو له لارې هېواد کې شته بهرني عسکر وتلو ته اړ کړي او په ټول هېواد کې اسلامي نظام حاکم شي.

طالبانو ويلي، چې د پخوا پر خلاف به خپلو عملياتي تکتيکونو کې بدلون راولي او د پوځي عملياتو سربېره به د ملکي خدماتو هڅې هم فعالوي.

طالبانو خپل نوي عمليات په څو برخو ويشلي او وايي، کومې سيمې چې د دوی تر واک لاندې دي، د عامه خدمتونو او د ولس د سوکالۍ لپاره رغنده کارونه پيلوي. همدارنګه به د دعوت او ارشاد او جلب او جذب د کميسيونونو له لارې د افغان حکومت او امنيتي ځواکونو له ليکو د حکومتي چارواکو د راويستو لړۍ تېزه کړي.

د اعلاميې په دويمه برخه کې راغلي، کومې سيمې، چې د طالبانو له واکه بهر دي، يا په بشپړه توګه د دوی په واک کې نه دي، طالبانو خپلو جنګيالو ته امر کړی، چې خپل پوځي ځواک او بريدونه د بهرنيو عسکرو او افغان حکومت امنيتي ليکو ته متوجه کړي او د لا نورو پرمختګونو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

طالبانو خپلو جنګياليو ته سپارښتنه کړې، چې عملياتو کې د ولسي خلکو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي او د عملياتو لپاره داسې ځايونه په نښه کړي، چې د ولسي خلکو خونديتوب په کې يقيني وي.

طالبانو ډاډ ورکړی، چې د ملي شتمنيو به هر ډول خيال ساتي او د حکومت له ليکو د ورتلونکو کسانو به هر ډول امنيت به د طالبانو پر غاړه وي.

له تېرو څو کلونو راهيسې هر کال طالبان په يوه ځانګړي نوم پسرلني عمليات پيلوي.

د تېر کال پسرلني عمليات يې د خپل خوځښت د بنسټګر او لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد نوم ته منسوب «عمري» عمليات نومولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دل بدست آور که حج اکبراست……ازهزان کعبه يک دل بهتر است….دالله ریاضیت دعوامو دزړوپه حاصلولوکی دۍ او کامیابی اوناکامی دالله په لاس موږ په امنت باالله کی هم وایو:والقدرخیره وشره من الله تعالی والبعث بعدالموت معنی: اوپرتقدیرښه اوبدچه دالله تعلی دطرفه دی اوپرژوندی کیدو وروسته ترمرګ ،په هره اندازه چه تقوااوپرهیز ګاری وکۍ ستاسوکامیابی ژرده ،الله مومؤفق اوکامیابه لره دملت نمایندګانو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x