نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۳۲ برخه)

په همدې اوږده خونه کې یو بل د پنځه ویشتو شپږ ویشتو کلونو په عمر سور رنګی، د منځنۍ ونې مټور صوفي  ځوان طالب هم را سره و، ځان یې د پکتیا ولایت ښودلو، د ریاست نود تودې او سړې یې هم تېرې کړې وې، د کندهار په پوهنتون کې استاذ و، ده ویل زه یې د کندهار له پوهنتون څخه راوستلی یم، ریاست نود ته یې چې کله بوتلم، هلته یې د وهلو پیل را باندې وکړ، یو کمونیست څارنوال و، هغه راته ویل چې ستا ږېرې ته ګوره او په پوهنتون کې استاذي کولو ته وګوره! زه به له پوهنتون څخه ږیرې ورکوم!

ویې وهلم ویې وهلم، کوم څه یې چې غوښتل تر لاسه یې نشوای کړای، ډېر زیات یې ووهلم، په سر سر به یې وهلم، آخر به مې تر پزو وینې راغلې، بیا به یې پرېښودم، او دا له پزې نه وینو راتلو ډېره ګټه را ته وکړه، هغه دا چې کله به دوی یو دوه درې واره په سر یا مخ را باندې وکړل، زما به پزه وینه شوه، بیا به یې پرېښودم، څو به مې چې د پزې وینه بندیده، ډېر وخت به تېر شو! په دې سره به د یو څه وخت له پاره له وهلو نه بېغمه شوم!

کمونیست څارنوال راته ویل چې زه دې لیونی کوم، ته په پوهنتون کې څه کوې! یوه شپه یې ډېر تکلیف کړم، قضا ماسپښین یې چې د وهلو شروع را باندې وکړه، د شپې تر یوې بجې را سره لګیا وو، کله به یې پښې راباندې وتړلې، په ځمکه به یې واچولم، دوه کسانو به مې پښې نیولې وې، ده به په پیپ وهلم! په دې ډول به یې چې مطلب پوره نشو، بیا به یې په پنجرو کې وځړولم، هلته به هم چې څه په لاس ور نغلل، بیا به یې په سوکانو او لغتو وهلم، کنځلې، سپکې سپورې خو څه کوې!!! لنډه دا چې د شپې یوولس دولس بجې به وې، ډېر زیات یې تنګ کړم، آخر مې ورته ویل چې او مدیر صیب! ده ته به خپلو ملګرو مدیر صیب ویلو، کوم څه چې ته له ما نه غواړې هغه له ما سره نشته، او نه زه په دې اړه معلومات لرم، ده ویل در باندې وایم یې! در باندې را پیدا کوم یې! ووايييييه! ووایييييه! ما ویل ګوره څارنوال صیب یوه خبره درته کوم، که ستا مطلب دا وي چې په ما قید راشي، زیات په بند کې پاتې شم، نو همدا اوس دلته لاسلیک درته کوم چې زه دې شل کاله قید شم! خو نور وهل مه کوه! او که دې په دې هم زړه نه یخېږي، نو راشه ټوپک را واخله ومې وله،او په الله باور وکړه چې زه خپل خون در بښم، دا مې در سره وعده ده چې دقیامت په ورځ زه دالله جل جلاله په حضور کې تا ته بښنه کوم، او اوس هم درته وایم چې که مې ووژنې، ما بښلی یې! خو دا وهل مه کوه! نور بس دي، ده راته ویل: وژنم دې نه! لیونی کوم دې! بیا به یې په سر سر په پيپ ووهلم، لیونی کوم دې، داسې دې کوم چې اولادونه دې په لارو کوڅو کې پلاستیکونه ټول کړي! د خپل اولاد له سرپرستۍ نه دې غورځوم! په وژلو خو له غم نه خلاصېږې! وژنم دې نه!! لیونی کوم دې!

یقینا چې کمونیستانو له طالب او ملا سره سخته کینه درلوده، همدې کمونیست څارنوال ما ته ویل چې دا دیرش کاله کېږي چې ما له الله سره عهد کړی چې ملا به له افغانستان څخه ورکوم! تر څو چې په افغانستان کې ملا او طالب وي، افغانستان نه جوړېږي!!

  نوموړي طالب به ویل چې ځان مې پرې عیبې کړ، مګر حال مې ورته ونه ویلو، شاعر هم و، کله کله به یې ترانې ویلې، یو څو نور ملګري به هم ور سره یو ځای شول، په دې دهلیز کې نسبت نورو دهلیزونو ته یو څه آساني وه، یو شعر یې هم جوړ کړی و، هره ورځ به یې یو دوه بیتونه ور اضافه کول! فکر کوم اختر ته یو څو ورځې پاتې وې چې خلاص شو.

په همدې خونه کې یو بل کس هم را سره و، تقریبا د دیرشو او څلويښتونو کلونو تر منځ به و، نوموړي هم د ریاست نود خوږې او ترخې تېرې کړې وې، خو د  ده د ربړولو کیسې له نورو ټولو بندیانو نه توپیر درلود، یو لاس یې په مړوند کې غوڅ و، ښی لاس یې و، ملګرو ویل چې نوموړی د طالبانو د حکومت پر مهال د ملا داد الله آخوند له ملګرو څخه و، خپله ما ته یې د ریاست نود کیسه داسې وکړه: ریاست نود ته یې چې بوتلم، په وهلو ټکولو یې څه تر لاسه نه کړل، نور یې په پنجرو کې وتړلم، خو زما تړل له نورو بندیانو سره توپیر درلود، ځکه نور بندیان به یې له دواړو لاسونو پاس راځوړندول، زما خو دا یو لاس په مړوند کې نشته، نو زه یې که په یو لاس را ځوړندلی دوی ته یې ډېره ګټه او ما ته يې ډېر تاون نه کولو! ځکه خو یې زه له یوې پښې او یو لاس نه را ځوړندولم، او هغه داسې چې دا یو لاس به مې یې پاس وتړلو، بل لاس خو مې خلاص و، نو دلاس په ځای به مې یې پښه د پنجرو په نیمايي ور پورته کړه هلته به یې وتړله، که څه هم چې ډېر به تکلیف وم، خو صبر مې کولو!

 له دې سره هم دوی چې څه غوښتل هغه یې تر لاسه نه کړل، په سوکانو او لغتو وهلو خو ګټه نه کوله، آخر یې یو ورځ آمبور راوړ، زما دا دپنډۍ غوښې یې پکې ونیولې، ډېر زورونه یې پرې وکړل، سخت درد یې کولو، خو بیا هم ما ځان ټینګ کړی و! له دې خبرې سره یې پاینڅه پورته کړه، او په پښه کې یې د آمبور د خولې نښې راوښودې، تر اوسه پورې چې تقریبا درې میاشتې به کېدلې، لا یې په پښو کې د آمبور د خولې نښې پاتې وې!

زه خپله حیران پاتې شوم، ما ویل دا څومره وحشت دی؟ دا حکومت! دا نظام او دا دولت د انسانیت او قانونیت خبرې کوي!

 نوموړي ویل چې ډېر زیات یې تکلیف کړم، خو څه یې رانه تر لاسه نه کړل، یوه ورځ چې ډېر زیات یې تکلیف کړم، څارنوال راته په ژړا شو! وهلم هم ده! تړلم هم ده! او ژړل هم ده راته! څارنوال راته ویل چې ولې له ځان سره دومره ظلم کوې! دا ځان دې په څه حال شو! حال ووایه چې له دې تکلیفونو نه خلاص شې! ما ورته ویل چې څه درته ووایم؟ څه چې تاسو غواړئ هغه له ما سره نشته!

 ما پوښتنه ترې وکړه چې ولې یې دومره زیات کړولې؟ څه ثبوت یې در باندې لرلو؟ ده ویل عکسونه یې راوړي وو چې دا ستا عکسونه دي، دا دي ته پکې لګیا یې ماینونه ښخوي! ما ورته ویل چې دا زما عکسونه نه دي، وايي دا دي ته ورته وګوره! ما ویل عکس به زما وي خو ماینونه ما نه دي ښخ کړي، وايي دا عکس درواغ وايي؟ مونږ درواغ وایو؟ ما ویل عکسونه به چا جوړ کړي وي، اوس خو په کمپیوټرو هر څه جوړېدای شی! ما نه دا کار کړی او نه ترې خبر یم! دوی له دې وجې زیات وکړلوم!

 زما خپله بلکې د نورو ملګرو هم ډېره سودا وه چې دا لاس یې ولې نشته؟ خو تر پایه چا پوښتنه ترې ونه کړه! له څېرې ډېر مظلوم ښکارېدو، خو له مظلومیت سره سره د زړورتوب او ساده توب څلی و، په همدې خونه کې د خوست یو ملګری را سره و، قاري صیب به یې ورته ویل، د ده او دهغه به هر وخت سره ټوکې وې، یوه ورځ مونږ ټول ناست وو، فکر کوم د ماسپښین او مازدیګر تر منځ وخت و، که ګورو چې دا لاس غوڅی ځوان په بېړه دروازې ته ورغی، یو ځل یې دا مونډی لاس دروازې ته بند کړ، و یې دربوله، ویې دربوله! دروازه هم د اوسپنې وه، دربه! دربه! ویې وهله ویې وهله! ټول یې حیران کړل چې دا لیونی شو؟ که څه خبره ده؟

 ټول ورته متوجه شول! دی ولاړ و، رنګ یې سور اوښتی و! لکه ښه په خوند چې په غوسه وي! دروازه یې وهله، وايي باشي چېرته دی و؟وایه کارمند ته چې راشي!! یو دوه ملګري ور جګ شول، وايي څه خبره ده، که ګورو له همغه خوستي قاري صیب سره یې  خبره وه، او هغه داسې چې هغه ورته ویلي وو چې که ته په رښتیا نر یې، کارمند ته به کنځلې وکړې! که دې دا کار وکړ بیا دې منم، او که نه، نه دې منم، له دې سره دی را پورته شوی و، دروازه یې ډبوله چې کارمند راشي او دی کنځلې ورته وکړي، تر څو خوستی قاري صیب یې ومني چې دا دی دا  خو نر دی!

ساده توب هم یوه اندازه لري، ښه وو، هغه باشي رانغی لکه چې چېرته مصروف و، د کارمندانو دهلیز هم ښه لنډ و، هغوی هم لکه چې په ځای نه وو، اخوا چېرته تللي وو، ځکه هېڅوک رانغلل، که باشیان او یا کارمندان موجود وای، ، خامخا به راتلل، بیا به نو دې پهلوان کنځلې ورته کولې، تر څو خپل نرتوب ثابت کړي!

دا خو یې لا څه چې بله تر دې نادره یې وکړه، کله چې ملګرو له دروازې نه را وګرځولو، چې راځه سړیه، ټول دې مني ته نر یې، پرېږده څه ځان او نورو ته جنجال جوړوې، خپل ځای ته چې لاړو، هلته هغه خوستي ځوان بیا لکه چې څه ورته وویل، هغه هم ساده و، له دې سره سړي یو په یو پرتوګ وایست! او مخ یې هغه خوستي ځوان ته او په هغه لوري کې چې څوک ناست وو ور واړولو؟ موږ دېخوا ته د خونې په بر سر کې ناست وو، دا حالت ټولو ولیدو، چا ورته خندل او ځينې حیران پاتې شول چې دا څه لوبه ده؟ خو هېچا هم څه ونه ویل!

 ما ته غوسه راغله، ما ویل دا څه مرداریو ته بډې وهلې دي؟ دا کوم انسانیت دی؟ دا کوم سړیتوب دی؟ دا څه ډول مجاهد او جهاد دی؟ دا څه شی دی، کافر هم داسې نه کوي چې د خلکو په مخ کې پرتوګ وباسي! وار خو د مسلمان بیا چې ځانته مجاهد وايي هغه څه ډول داسې کار کولی شي؟ آخر لږ شرم او حیا په کار ده! دا څه لوبه ده؟ دی هم ډېر خجالت شو، هغه بل خوستي ځوان هم خجالت شو، هغه ته مې ویل چې سړیه ته خو د قرآن کریم حافظ یې! دا خو ساده آمي سړی دی، تا ته دې خیر شي چې ځان ور سره برابروې، وايي نه ما هسې ټوکه ور سره کوله، په ما ډېر ګران دی، ځکه ډېر تکړه مجاهد دی!  ماویل دا څه ډول ټوکه وه! ټوکې هم اندازه او حد لري! مجاهد داسې وي! غلی کينه، څه کار ور سره لرې! له هغه وروسته بیا سره کرار شول!

 تر دې دمه زه بلکې ډېر ملګري لا په جریان نه وو خبر، چې کیسه څه وه، وروسته مو چې بیا پوښتنه وکړه چې دې لیوني ولې داسې لوبه وکړه، وايي هغه خوستي ورته ویل چې ته نر نه یې، ده سمدستي ورته ثابته کړه چې دا دي نر یم!!!

نور بیا….

عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني د نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x