بدخشان: د زیباک ولسوالۍ سقوط کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ غویی، ۱۳۹۶): د بدخشان ولایت څخه راپورونه وایي چې ددغه ولایت زیباک ولسوالي طالبانو نیولي او هلته شته ټولو حکومتي تأسیساتو سقوط کړی دی.

زیباک د وردوج ولسوالۍ سره په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده کومه چې د تېرو دوو کلنو راهیسي د طالبانو په واک کې ده، د زیباک امنیه قومندان وایي چې ددغه ولسوالۍ څخه ډیرو نورو ولسوالیو ته اکمالات کیدل چې اوس هغه لاره بنده سوه او طالبانو خپله تر واک لاندي ساحه پراخه کړه.

ځایي اوسیدونکي وایي چې طالبانو سهار مهال اوه بجې پر زیباک ولسوالۍ برید وکړ چې ماسپښين مهال شاوخوا دوه بجې یې سقوط وکړ، دوی زیاتوي چې طالبانو په زیباک کې د حکومت ټول مراکز نیولي او خپل سپین بیرغونه یې ورباندي رپاند کړي دي.

د بدخشان مرستیال والي ډاکتر ګل محمد بیدار رسنیو ته د ولسوالۍ د سقوط پخلی وکړ او زیاتوي چې د خرابي هوا له امله هلته زموږ تازه دمه ځواکونه نه دي لیږل سوي او د ځمکي له لاري هلته د شته ځواکونو سره مرسته نسي کیدلی ځکه چې لاري ټولي په واورو پوښلي دي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د زیباک ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپل لیږل سوي پیغام کې ویلي چې د زیباک ولسوالۍ یې د «منصوري» عملیاتو په ترڅ کې نیولي او لاهم ددوی پرمختګ دوام کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

د حکومتیار پښه چه هر چیری ننوځی د هغه اړخ د ذلت شپی رانزدی شوی ، زما په باور چه د متفکر غنی د نجیب په شان اخری شپی ورځی دی د هوا مرغان او د ځنګل لیوان یی د غوښو په هیله انتظار باسی . همدا چه حکومتیار صاحب په لغمان کی ښکاره شو طالبانو ته د زیباک د ولسوالی نیولو پیاوړتیا او ویاړنه ترلاسه شوه . تر کابله چه رسیږی طالبانو به بدخشان یا بغلان هم نیولی وی یا به د هلمند ، ارزګان او داسی نورو ولایتو وار وی یعنی د حکومتیار په راتګ به له دی… نور لوستل »