هره ورځ ۱۵ دقیقي قدم وهل انسان ته دري کاله نورعمرورکوي

sport_and_and_walk(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۷) په ټایوان کي علمی څیړنو ښودلي ده چي هره ورځ ۱۵ دقیقی قدم وهل انسان ته دري کاله نور عمر وربخښي، اوکیداي شي په روزمره قدم وهلو سره دانسان دمرګ خطر ۱۴په سلو کي کم شي، دلانسیت په روغتیایی مجله کي پوهانو لیکلي دي دا ډیر لږوخت ده خو ډیري فائدي لري اوخلګ باید ددغو ۱۵ دقیقو له ګټو څخه غافله نه شي. مجله زیاتوي داهغه خبره ده چي دبرطانیی ډاکټران یی په وار وار خپلو وګړوته یاده وي چي ورباندي عمل وکړي، له بله  لوري یوي برطانوي ورځپاڼي خبرنشرکړی دي، وایی هره ورځ له ۵ څخه بیا ترشبږو ساعتونو پوري په چوکي کښیناستل اویا هم دومره وخت ټلویزیون کتل دانسان عمر کم وزیات ۵ کاله کمه وي، دبرطانیی حکومت خپلو وګړو ته خبرورکړي دي که غواړي چي روغتیا اوښه صحت ولري نوباید په اوني کي ۱۵۰ ساعته ورزشت وکړي یعني هره ورځ کم وزیات ۱۰ دقیقي اویا  ۳۰ دقیقی په هفته کي ۵ واره قدم ووهي. پوهان وایی دهغو خلګو لپاره چي هیڅ ورزشت یی نه وي کړي په ورځ کي ۱۵ قدم وهل ډیر ښه پیل دي، اوباید شروع یی کړي اوورباندي عمل وکړي. په تایوان کي دروغتیایی چارو اداری پرڅلورلکو خلګو باندی د۱۳ کلونولپاره تجربه کړي ده روغتیایی اداره وایی په دغو څلورو لکو خلګو کي هغه خلګ چي په ورځ کی به ۱۵ دقیقي قدم واهه اویا به یی کوم بل ډول ورزشت کاوه دښه روغتیا خاوندان وو، اونسبت وهغو خلګوته چي روزمره به یی قدم نه واهه دژوند کولو چانس ۳ کاله زیات وو. اداره زیاته وي هغه کسان چي روزمره ۱۵ دقیقي قدم وهي ۱۴ په سلوکي له ناڅاپه مرګ څخه نجات مومي. اوهمدارنګه دټایوان دروغتیایی اداري یوه کارکونکي (تشی بانج ون) وویل هغه کسان چی روزمره څه ناڅه بدني روزنه (سپورټ) کوی نسبت نوروهغو خلګو ته چي سپورت نه کوي ډیر کم دسرطان په ناروغی اخته کیږي، اوهمدارنګه نوموړي زیاته کړه هغه کسان چی ډیرناست وي نسبت هغو خلګو ته ډیرژر په رنځ اخته کیږي کوم خلګ چي کم کښیني.
بخت الرحمن بخت……. نن ټکی اسی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.