afghanistan-candidates-for-presidential-election

تحمیلي انتخابات او سیاسي انفجارات

ټاکل شوی ده چي 16 د حمل  1393 هـ ش د افغانستان د ریاست جمهوري لپاره انتخابات تر سره شي، دا په داسي حال کښي ده چي ددې تر مخه هم دوه ځله د خارجي اشغالګرو په موجودیت کښي د ریاست جمهوري انتخابات تر سره شوي، او د امریکایانو د تصمیم سره سم د انتخاباتو نتیجه او په اصطلاح د رئیس جمهور انتخاب په عمل کښي راغلي چي د دلیل په توګه ئې د تیر شوي انتخاباتو په اړه د کرزي اعترافات او د آئنده انتخاباتو په اړه د نوموړي انديښنې وړاندي کولی شو.

او دغه حقیقت اوس یو راز هم ندی پاتې چي د روانو او تیرو انتخاباتو جریان او کمپائن په افغانستان کښي خو انتخاب ئې په امریکا کښي ترسره کیږي.

دې ځل هم د انتخاب لپاره ډیرو ګیرورو، شملورو، مخورو او بلډوزرو ځانونه وړاندي کړي دي، او په دې لړ کښي د انټرویو ګانو او ملاقاتونو سلسلې جریان لري. هر یو به خپله سابقه، موجوده او آینده اخلاص او وفاداري ثابتوي تر څو د غربي ښکیلاک او خارجي اشغالګرو ډاډ او حمایت تر لاسه کړي.

تیره ورځ 13 د دلو 1392 د انتخاباتي کمپائن پیل او لومړی ورځ وه، اکثرو نوماندانو په مختلفو ځایونو کښي جلسې، مجلسونه او کنفرانسونه منعقد کړي وو، تر څو د ملت د موجوده رنځونو او مشکلاتو د حل او د ولس د سوکالي لپاره خپل پروګرام او تګلاره اعلان کړي، خو په ډیر تعجب سره هیڅ کوم نوماند هم د افغانستان د ټولو بدبختیو او روان جنګ بنیادي سبب د اشغال د ختمولو په اړه ولس سره کومه وعده ونه کړه، هغه اشغال چي د دولس کاله ئې افغانان په وینو ولړل، په زندانو کښي ئې وتړل، او په خاورو ئې ومنډل. په زرهاو افغانان ئې شهیدان کړل، په زرګونو کونډي او یتیمان ئې را وکړل، آیا دا مسئله دومره بی ارزښته او وړه ده چي ددوی په موضوعاتو کښي ځای ونه نیسي، او که دا دوی ته مسئله نه ښکاري، دغه ملت چي اوس د خارجي اشغالګرو سره لاس او ګریوان دی، وینه ئې توئيږي، کور ئې ورانیږي، ماشوم ئې تر خاورو لاندي کیږي، دا دوی ته د افغانستان د وګړي نه ښکاري، او که ځانونه ورته د افغانستان نه ښکاري.

افغانستان اوس عملا د خارجي اشغالګرو سره په جنګ کښي اخته دی، د خپل دین، ناموس او ځان څخه دفاع کوي، ایا په داسي حالاتو کښي انتخابات امکان او یا هم جواز لري؟ او بیا داسي انتخابات او داسي مشران ټاکل د څه لپاره، او د کوم درد دوا؟

د کومي مسئلې سره چي د افغانستان ملت اخته دی هغه خو دوی ته مسئله نه ښکاري، د کوم ظالم سره چي لاس او ګریوان دی، د هغي څخه خو ئې خلاصوي نشي، او نه ئې هم خپل دښمن بولي.

په نورو هیوادونو کښي سیاسیون په خپل منځ کښي سیاست کوي، تر څو ملت ته ځان نیژدې او د ډیر خدمت موقع تر لاسه کړي، خو بدبختانه دافغانستان روان سیاسي او انتخاباتي حالت داسي دی چي په خپل منځ کښي د قدرت په ویش او ځانته د خدمت په باب سره یو دی خو په ولس باندي سیاست کوي، هغه هم د ویني او اور په بدل کښي.

کوم مشر او رهبر چي په تیرو دولسو کلونو کښي د افغانستان د مظلوم ولس په دفاع کښي ودرید، د خارجي یرغلګرو په خلاف ئې د جهاد مشري کوله ،او کوي ئې، کوم مشر چي دغه قرباني ته ځان تیار کړی، هغه ددې ولس حقیقي او واقعي مشر دی، او ملت ورسره ولاړ هم دی.
اوسني او تیر دوه دوري انتخابات امریکایانو ددې هدف لپاره تر سره کړل چي خپل ملت او نړیوال په دې تیر باسي، چي د افغانستان ملت زما خلاف نه دی، او د انتخاباتو له لاري زما شتون او خپل حکومت ته مشروعیت ورکوي، مطلب دا چي انتخابات هغه څه دي چي د افغان ملت اراده تمثیلوي، نه روان جهاد.

لیکوال:ابوحدیر

کالم:توره لیکل کوي

ایمیل:[email protected]

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د