دیني، سیرت او تاریخ

یو څو اهم اسلامي آداب (4): دریم ادب: کور ته دداخلیدو په وخت، دکور دننه افرادو په خپل راتګ پوه کولو اداب

لیکنه: عبد الفتاح ابو غده

ژباړه: مفتي احسان اللّه

3- کور ته دداخلیدو په وخت، دکور دننه افرادو په خپل راتګ پوه کولو اداب

کله چې کور ته ننوزې، نو په کور کې دننه افرادو ته دخپل را تګ خبر ورکړه، هسي نه چې ستا له ناڅاپي راتللو نه هغوی پریشانه نه شي، او یا دا محسوسه نه کړي، چې ګواکي ته ددوی دیو کمزورتیا په لټه کې يې.

ابو عبید اللّه عامر بن عبد اللّه بن مسعود رضي اللّه فرمایل، چې زما پلار عبد اللّه بن مسعود به چې کله کور ته راتلی، اول به يې داسي کار کاو، چې موږ به دده له راتګ سره اشنا شو، کله به يې یوه خبره کوله، او کله به يې لوړ اواز کاو، ددې لپاره چې موږ يې له راتګ نه خبر شو.

امام احمد بن حنبل رحمه اللّه تعالی فرمایي: کله چې څوک خپل کور ته دننوتلو اراده وکړي، نو هغه لره مناسب دی چې غاړي تازه کړي، یا په خپلو پایزارو سره اواز یا کښ وکړي.

دامام احمد رحمه اللّه زوی عبد اللّه رحمه وايې: زما پلار محترم به چې کله له مسجد نه کور ته راتلی، نو تر ننوتلو وړاندي به يې زمکه په پښو ټکوله، ددې لپاره چې دده تر ننوتلو له مخه په کور کې دننه افراد دده دپایزارو اواز واوري، او کله به يې غاړي تازه کولې، ددې لپاره چې دده په راتګ کورني خبر شي.

دا لامل دی، چې په بخاري او مسلم کې دجابر رضي اللّه عنه نه روایت دی، چې رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم له دې خبري نه دمنع کولو حکم کړی دی، چې یو څوک له سفره او یا له بل څه نه واپس کور ته راځي، او کوروالاو ته له خبرداري پرته په شپه کې کور ته داخل شي، ددې لپاره چې په دا شان دهغوی دکوم خیانت یا کمزوري په لټه کې نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx