ټولنیزه برخه

مړ به شې خو موړ به نه شې

ابو مصطفی بدري

په ځمکه د شاتو يو څاڅکی وغورځي میږی ورته راشي لږ لږ یې څټي، خو کله چې خوند ورکړې او حرص یې زیات شي؛ نو بیا ورته راوګرځي د بدنیتی له امله ښه په تیزی سره خوراک پیل کړي، په دې وخت کې پښې او لاسونه په شاتو کې ونښلې بیا ډیرې هلې ځلې کوي چې ځان ترې وژغوري خو ددې توان نه لري چې وژغورل شي؛ نو په همغو شاتو کې مړ شي خو موړ نه شي

همدغه راز د دنیا مثال هم د شاتو په څیر دی که لږ لږ یې خوري؛ نو د خولي خوند به دې سم وي او موړ به هم وې او که چیرې د دنیا په مینه کې غرق شوې، مړ به شې؛ خو موړ به نه شي

لکه د دنیا په اړه الله تعالی فرمایي؛ اعْلَمُوٓا أَنَّمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِى الْأَمْوٰلِ وَالْأَوْلٰدِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطٰمًا وَفِى الْءَاخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوٰنٌ وَمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَآ إِلَّا مَتٰعُ الْغُرُور الحدید ۲۰) ِ

ژباړه: ښه وپوهېږئ چي د دُنيا دغه ژوند يوه لوبه او ساعت تيرى او ظاهري زيب او سينګار او ستاسي پخپلو منځو کښي يو پربل باندي وياړېدل او په مال او اولاد کښي يو پر بل باندي د مخکي كېدلو هڅه كولو پرته نور هیڅ نه دي. د دې مثال داسي دى لكه چي يو باران وشو، نو په هغه سره د را پيدا كېدونكو نباتاتو په ليدلو سره بزګران خوشحاله شول. بيا همغه كښت پخيږي او ته وينې چي هغه ژېړ شي. بيا هغه بوس ګرځي. د دې برعكس اخرت هغه ځاى دى چي هلته (د دُنيا غوښتونكو لپاره چي اخیرت ته يې شاه کړې وي) سخت عذاب دى او (د اخرت غوښتونكو لپاره) د الله مغفرت او د هغه رضا ده. د دُنيا ژوند د غولوني له متاع پرته بل څه نه دى.

علامه ابن کثیر رحمه الله ددې ايت په تفسیر کې وایي: الله تعالی د دنیا ژوند حقیر او سپک ګڼلی ځکه چې د دنیا ژوند د ماشومان د لوبو په څیر دی د ستړیا پرته بل هيڅ پای نه لري، په دې دنیا کې سنګار ، په یو بل باندې ویاړونه، مال او د اولادونو زیات والی دی.

الله تعالی د دنیا مثال له هغه باران سره ورکوي چې خلک نا امیده وي او باران نه کیږي کله چې باران وشي غنم راشنه شي بزګران له خوشالی نه په خپلو جامو کې نه ځایږي بیا دغه غنم زیړ او پاخه شي بیا یې وریبي او بوس ترې ووځي په دې ايت کې د انسان د ژوند تمثیل بیان شوی انسان لومړی ماشوم، بیا ځوان شي دا هغه مرحله ده چې انسان له درې شیانو سره مخ کوي د شهواتو محبت، د مال محبت او د واکمنی محبت، دا درې واړه انسان له ستر هلاکت سره مخ کوي دریم د کهولت زمانه ده څلورمه د شیخوخت او پنځمه د ارذل العمر دا هغه زمانه ده چې رسوال الله صلی الله علیه وسلم ترې پناه غوښتې ده او په دغه عمر کې انسان تل بل ته اړ وي.

الله تعالی په دې آیت کې د انسان ټول ژوند رانغښتی ده له ماشومتوبه تر مشرتوبه په دې ټول عمر کې ډیره لږ داسې زمانه ده چې انسان پکې مست، مغروره او د دنیا په خواهشاتو کې راګیر وي که چیرې په دې کمه موده ځان له ناوړه کارونو او دنیا له محبت څخه وژغوري نو دنیا او آخرت به یې ښایسته وي او که د دنیا محبت یې زړه ته ورننوت نه به یې دین او نه به یې دنیا وي؛ ځکه رسو الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: (إن الدنيا حلوة خَضِرة، وإن الله مستخلفكم فيها، فينظر كيف تعملون، فاتقوا الدنيا، واتقوا النساء، فإن أول فتنة بني إسرائيل كانت في النساء))([1]) رواه مسلم.

ژباړه: دنيا ډیره خوږه او ښایسته ده الله تعالی تاسو یو بل پسې خلیفه وګرځولې تر څو مو عملونه وازمایې؛ نو ځان له دنیا او ښځو وژغورئ ځکه چې لومړی فتنه په بني اسرائلو کې د ښځو وه.

ډیر خلک د دنیا له امله په سترو فتنو کې پريوتي دي او له ناوړه ستونزو سره مخ شوي دي تر دې پورې چې د دنیا له امله مړه شوي دي خو ماړه شوي نه دي. یا الله د دنیا او مال له محبته نه مو وژغورې مال په لاسو کې راکړې نه په زړو کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x