نظــر

نړیوال امپریالیزم د اقلیتونو دحقوقو په نامه اکثریت ملیتونه ځپي

بخت الرحمن (شرافت)

دامریکا دنړیوالې مذهبي ازادۍ په نوم کمیسیون (USCIRF) لیکلي چې افغانستان کي دځینو لږکیو مذهبي ازادي ګواښیږي، امریکا په افغانستان کي دلږکیو دمذهبي ازادۍ دګواښ خبره په داسي حال کې کوي چې تولي نړۍ ته تر لمر روښانه ده چې افغانستان کي ددغه هیواد د لوی اکثریت سني مذهبه وګړو حق خوړل شوی، دهیواد په هر ارګان او هره اداره کي هغه لږکي برلاسي دي کوم چې امریکایان یې اوس هم دمظلومیت چیغي وهي اولا ورته نوره ونډه هم غواړي.

دوهم په افغانستان کي دګوتو په شمیر څو سکان او هندوان لرو چې هغه هم تر بل هر وخت اوس دخوشحالۍ او ازادۍ احساس کوي، دوې ورځي وړاندي مي واوریدل چې ننګرهار کې دسیکانو لپاره دحکومت له لوري کومه خاصه اداره جوړیږي، دهغو ټولي غوښتنې په اوسني حکومت باندې منل شوې او په هر ډګر کې ورته پاملرنه شوې.

امریکا په افغانستان کي د شعیه، سیک او هندو مذهب په څنګ کې عیسویت ته هم اشاره کړې ده او همدارنګه یې دبهایزم په نوم یو بل مذهب هم یاد کړی چې افغانستان کي دشعیه ګانو، هندوانو اوسیکانو ترڅنګ عیسویان او بهائیان هم مذهبي ازادي نه لري، ما خو خپله له دي څخه وړاندي نه وه اوریدلي چې افغانستان دي دعیسویانو په نوم هم کوم مذهب ولري او دلته دي عیسویان هم موجود وي او دومره ډیر دي وي چې په ښکاره دي له حکومت څخه د مذهبي ازادۍ غوښتنه وکړي.

دا راته ډیره ناوړه لوبه مالومیږي یا خو به امریکایانو په تیرو ۱۶کلونو کي ډير کار کړی وي، دوي ته مالومیږي چې افغانستان کي اوس څومره شمیر عیسایان وجود لري او یا به له دې څخه وروسته دغه اسلام پروره هیواد کي دعیسایانو دموندلو په لټه کې وي، زه په یقین سره وایم که پر افغانستان باندې د امریکایانو یرغل څو کاله نور دوام ومومي او دغه هیواد کې دنفوسو سرشمیرنه وسي، دلته به نوي عیسایان راپیداشي او ورته به د دوه یا درې سلنې نوم ورکول شي او حکومت کي به ورته د ونډې خبره راپورته شي.

تاسو به نه وي اوریدلي چې افغانستان کي کوم مسلمان کس دهندو دتندي سور خال په اور وداغی او یایې د کوم سیک ګډ وډ ویښتان غچي کړو، خو برعکس مونږ په هندوستان کي وینو چې مسلمانان هره ورځ دهندو مذهبه متعصبینو له لوري په نښه کیږي، کورونو ته یې اورونه اچول کیږي او تر مرګه پوري دعامه خلګو په وړاندي دسړکونو په منځ کي وهل کیږي.

نه به مو يې اوریدلي چې افغانستان کي پر سړک باندي کوم مسلمان کس دسیک له سره څخه سره لنګوټه لرې کړې او یایې ترخولې لاندي بریتونه ورته لنډ کړي، خو برعکس مونږ هره ورځ اورو چې فرانسه، المان، او امریکا کي هر ګړی دهغه هیواد اکثریت وګړي دلږکیو مسلمانانو میرمنو له سرونو څخه حجاب لري کوي، دمزاحمت په صورت کې یې په چاقوګانو باندي وهي، دسړکونو پر سر باندي دهغه هیواد شرابي او اوباشه ځوانان دمسلمانانو ږیري قیچي کوي.

چا به نه وي لیدلي چې کندهار، ننګرهار او یا هرات کي مسلمانانو دهندوانو سیکانو یا کوم بل مذهب پیروانو عبادت خانې ته اور ورکړی وي، خو برعکس ‌‌‌‌‌‌ډير ځلې مو اوریدلي او د رسنیو له لاري مو لیدلي چې غربي اسلام دښمنه ډلو دمسلمانانو مسجدونو ته اورونه اچولي او سوځولي يې دي.

زه دي ته حیران یم چې امریکا چاته اشاره کوي څوک یادوي، چې افغانستان کي دلږکیو مذهبي ازادي ګواښل کیږي، افغانستان کي لوي اکثریت سني مذهبه مسلمانان دي او په دوهم قدم کي هلته یو شمیر شعیه ګان دي چې نړۍ یې ټوله ویني، اوس دافغانستان په ټولو ادارو کي مهمي دندې ددوي به لاس کې دي، اوس فعلا دهیواد د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز شعیه مذهبه ده چې امریکا یې په اړه راپور خپور کړی چې دغه هیواد کي دلږکیو شعیه مذهبو ازادي سلب شوې، زه فکر کوم دابه دافغانستان په تاریخ کي لومړی ځل وي چې دمحرم په میاشت کې دفوځ پر قطعاتو او فوځي شوبلو باندي دیا حسین (رض) او یا (عباس علمبردار) په نوم لیکل شوې بیرغونه ځوړند کیږي، او ددوي له لوري را بلل شویو ټولو احتجاجي غونډو کې د خلګو په لاسونو کي د افغانستان دکوم مذهبي او ملي مشر پر ځای د ایران دشعیه مذهبه مشر خمیني عکسونه ورکول کیږي.

دا به د کابل تاریخ کې لومړی ځل وي چې لږکي شعیه ګان دي دیوې عادي غوښتنې په مقابل کي ټول ښار بند کړي، حکومت ته دې ګواښ متوجې کړي، کچیري يې غوښتني ونه منل شي پر ارګ به ور وخیژي.

دا څرنګه مظلومیت دئ که تاسو بامیانو ته ورشئ چیري چې شعیه مذهبه لږکي اوسیږي، دغه ښار به درته د اروپا او امریکا منظره وړاندي کړي، خو برعکس نور هیواد چیري چې ددغه هیواد سني مذهبه اکثریت اوسیږي، له خرابۍ او ویرانۍ څخه بغیر به مو نور څه تر سترګو نشي.

نو دا څرګنده خبره ده چې امریکا غواړي نور هم دغه هیواد کې ددغه هیواد ډیری سني مذهبه وګړي وځپي، غواړي نور هم دهیواد په چارو کي اقلیتونو ته په خاصه توګه شعیه مذهبه لږکیو ته پاملرنه وکړي، نور يې هم مطرح کړي، او هغي کچې ته یې ورسوي چي ددغه هیواد اکثریت وګړي چا چې همیشه د نړیوال امپریالیزم مخنیوی کړی، همیشه یې بهرنی یرغل ځپلی، نور هم دی ته اړ کړي ترڅو داقلیت د حاکمیت په صورت کي اکثریت وځپي، ورباندي خپلې ټولي ناروا غوښتنې ومني.

امریکا اوس دافغانستان دلاسپوڅي حکومت لخوا جوړ شوي اساسي قانون ته ګوته نیسي چې دافغانستان اوسنی اساسي قانون له نړیوال معیار سره نه ده برابر، که څه هم اوسنی قانون ددوي دقانون پوهانو په حضور کي او ددوي په مشوره جوړ شوی، خو څرنګه چې افغانستان ته هغه وخت دوي نوي راغلي وه، ورته مالومه وه چې اوس سمدستي خپلې ټولي غوښتنې ورباندي نه شو منلی، ځکه خلګو کې تر اوسه لا دیني جذبه شته، اول به ددغه هیواد وګړي اهسته اهسته د بي دینۍ په لور بوزو، وروسته به ورته نوري غوښتنې هم مخته کښیږدو، امریکا همداسي وکړو، اول یی څو تالې څټي ددغه هیواد پر وګړو مسلط کړو، وروسته یې دخلګو د بي لاري کولو کوښښ وکړ او اوس خپله له هغو تالې څټو څخه هم نه دي خوشحاله، ورته وایې تاسو چې تر اوسه څه کړي دا کافي نه دي، نور هم کفر ته کار وکړئ، دغلام لپاره دومره څکه لکه تاسو چې تر اوسه کړي بسنه نه کوي، ځکه دلته لا اوس هم خلګ ددین او مذهب خبري کوي.

نړیوال امپریالیزم غواړي دغه هیواد کې دلږکیو مذهب ته دګواښ په پلمه نوره هم ورته پاملرنه وکړي، حکومتي ادارو کي یې راولي، دهیواد دحکومتدارۍ واګي په لاس کي ورکړي، ځکه هر چیري چې نړیوال امپریالیزم غواړي خپلي ریښې ټینګي کړي، دهغه ځاي پر اکثریت باندي حکومت وکړي، زور او قوت يې مات کړي، هلته اقلیت را وړاندي کړي، دهیواد داقتصاد او فوځدارۍ ټولي کلیاني داقلیت په واک کي ورکړي او په اساني سره هلته خپلي ټولي شومي ارادې پلي کړي.

دنیویارک ټایم په نوم ورځپاڼي خبر خپور کړی وه چې خپله امریکایانو د امریکا دحکومت له لوري په نړۍ کي دخلګو دمختلفو حقوقو په نوم کمپائن ته د استعمار دشومي لوبي نوم ورکړی.

neo-colonial invasions and wars in the name of “human rights,” “women’s rights,” “gay rights” and so forth)

، امپریالیزم په نړۍ کي دبشر، لږکیو، ښځو، او لوطیانو دحقوقو په نوم هلته خپله استعماري لوبه پر مخ بیايي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا حکومت به څرنګه په نړۍ کي قومي، ژبنیز او نژادي تبعیض ته د پای ټکی کښیږدي چې خپله دغه هیواد کي نژادي تبعیض اوج ته رسیدلی، دلته په خلګو په خاصه توګه سپین پوستو امریکایانو کې دا ذهنیت عام شوی، چې تور پوستی ناروغ باید تور پوستی ډاکټر وګوري، تور پوستي طالب العلم ته باید تورپوستی ښوونکي ښوونه ورکړي.

راپور کي راغلي مونږ په سترګو ولیدو چې، عراق، سوریه او لیبیا کي دبشر او لږکیو دحقوقو په نوم څومره ویني تویې شوې او لا به څومره نوري تویې شي، یواځي سوریه کي دومره خلګ ووژل سوو که دعراق، سوریې او لیبیا لږکي سره رایو ځاي کړو دسوریې وژل شوې به تري زیات شي، ځکه دغه هیواد کي په لکونو نه، بلکې به ملیونونو وګړي ووژل سوو، نو دا تر لمر روښانه خبره ده چې امریکایانو دغه شعار دنړۍ دغولولو او پر نړۍ باندي دحکومت کولو لپاره د خلګو په خوله کي ورکړی نور نه ورسره دبشریت پروا شته او نه هم داقلیت.

امریکا ولي یواځي په اسلامي هیوادونو او د ګوتو په شمیر غیر اسلامي هیوادونو کي کوم چې امریکا ورسره سیاسي مخالفت لري دلږکیو دحقوقو دپامالیدو خبري کوي، ولي خپلو متحدینو ته ګوته نه نیسي، مونږ نه وینو چې په وار وار په اروپایې هیوادونو کي دلږکیو په مقابل کي ډیریو تیری کړی، مونږ نه وینو چې هلته مسجدونه سوځول شوي، دمسلمانو میرمنو له سرونو څخه دحجاب لري کیدو کوښښ شوي.

دمسلمانانو دمذهبي مشرانو او مقدساتو توهین شوی، کارټونونه یې جوړ شوي، ورپسي بد رد ویل شوي، تاسو به نه وي اوریدلي چې کوم اسلامي هیواد یا دکوم مسلمان کس لخوا څخه دي دکوم کفري مذهبي مشر توهین شوی وي یادي ورپسي بد رد ویل شوي وي، زمونږ مذهبي مشرانو خو نن کفري مذهبي مشران خپلو مذهبي غونډو ته رابللي، هغو ته يې دعزت او احترام پګړیاني ور پر سر کړې.

نو دغرب په جال کي راګیر شوې مسلمانه په خلاصو غوږو یې واوره د دو، درو، لسو او سلو مسلمانانو په وژلو او وهلو به غرب درڅخه راضي نشي، ترڅو چې مکمل ددوي دملت تابع نشې او پوره اطاعت یې ونکړې، نه به درڅخه راضي شي او نه به درباندي باور او اعتماد وکړي (ولن ترضی عنک الیهود ولاالنصارای حتی تتبع ملتهم).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x