نظــر

دبل په مټو جنګیدلی دبل په مټ تسلیم شو

بخت الرحمن (شرافت)

له تیرو څو ورځو راهیسي مي پر ټولنیزو رسنیو د حکمتیار صاحب عکسونه لیدل، خدای شته که مي خوا بده وه، ورسره همهاله مي خوشحالي هم څرګندوله، خوا به مي ځکه بده وه چې دافغانستان د څلورو لسیزو دجهاد د رهبرۍ دعوه کونکی مشر دبي وسي او ناتوانۍ په حال کي تسلیمیږي، د ولس، قوم، ملت او هغو ټولو بهرنیو غازیانو، شهیدانو او د شهیدانو د کورنیو په وړاندي بي وسي ښیې او دیو فاسد، غلام او بي کفایته نظام په غیږ کي ځان ور غورځوي.

او خوشحاله بیا په دي وم چې حکمتیار صاحب په خپلو ټولو عکسونو کي خوله پټه نیولې وه، شونډان یې یو له بل سره موښتي وه، ما داسي انګیرله چې حکمتیار صاحب دکومي مجبوري پر بنسټ تسلیم شوی، نور زوړ شوی، ږیره یې سپینه شوې، هډوکو او پلوکي یې نور دجنګ او جنجال توان نه ده پاتې شوی، نور غواړي چیري پټه خوله کښیني، خدای ته په توبو شي، داچي له تیرو څلورو لسیزو څخه د نورو په مټ جنګیدلی او نن بیا د نورو په مټ تسلیم شوی له الله څخه بخښنه وغواړي او نړیوال استعمار په وړاندي تسلیمدل خپل مجبوریت وګڼي.

داسي اټکل مي کړی وه چې حکتمیار که نور ددي توان او طاقت نه لري چې دازادۍ غوښتونکو ننګیالیو په څنګ کي ودریږي نور به دهغو په خلاف څه نه وایې، خوله به پټه ونیسي، او چیري دکور په خلوت خانه کي به ورته په پټه خوله دبریا او کامیابئ دعاوي کوي.

خو زما انګیرنې او اټکلونه هغه وخت ټول خطا وختل کله چې مي دحکمتیار صاحب یوه ویډیو ولیدله، حکمتیار صاحب دخلګو په منځ کي ناست ده، پرځاي ددي چې دشهیدانو له ورثاؤ څخه بخښنه وغواړي، خپلو تیروتنو باندي توبه وباسي، برعکس یې د ازادۍ د لاري کاروان په نښه کړ، پر ځاي ددي چې تسلیمدل خپله شخصي او کورنۍ اړتیا وبولي، د هغو غازیانو په خلاف یې شونډان یو له بله لري او خوله خلاصه کړه دچا ویني چې اسمانونو کي دتکبیر چیغي وهي، دهغو غیرتمندو ځلمیانو په خلاف یې له تعصب او بد بینې څخه ډکه ژبه وښورله چاچې دنړۍ سپر طاقت د بدن د ټوټو په مټ نور تر پوزي راوستی.

دا چې حکمتیار صاحب تسلیم شوی زه یې نه ملامته وم او که له تسلیمدا سره پټه خوله پاته شوی وای کیدای شي دنوموړي مقابل کي مي هیڅ عکس العمل هم نه وی ښکاره کړی، ځکه حکمتیار صاحب ته له تسلیمدا څخه بغیر نور څه ورته پاتي نه وه، تاسو د نوموړي چار چارپیره راټول شوي او دنوموړي استقبال ته ورغلي خلګ وګورئ، دغه ټول دنوموړي د څلویښت کلن انقلاب ملګري دي، دغه ټول له نن څخه شل، دیرش او څلویښت کاله وړاندي دهغه وخت دحکومت په خلاف دجهاد په نوم له نوموړي سره ملګري شوي وه، فرق صرف دومره وه چې هغه وخت کي ددغو خلګو پر سرونو پګړیانې وې، نن سر تور سر، هغه وخت يې مخونه په ږیرو پټ وه خو نن خریلي مخونه، هغه وخت یې غاړو کي دجهاد او مقاومت دبرم او غرور ټوپکي او دمرمیو ځنځیرونه وه، خو نن یې دغلامۍ او مریي توب نیکټایاني غاړې ته اچولي وې، ددوي دجهاد او مقاومت بس همدغه ثمره وه، نور که يې څوک بل مثال وړاندي کولی شي ماته دي یې واضح کړي، نو داسي رهبر او داسي ملګري چې تسلیم نشي نور به څه وکړي.

له حکمتیار څخه رښتني مجاهدین تللی، حکمتیار یواځي شوی، تاسو له نوموړي څخه شا او خوا راټولو شویو خلګو ته وګوري ایا کوم داسي کس شته چې دچا دي لاس پښه او یا دبدن کوم بل اندام جهاد کي له منځه تللی وي، له نوموړي څخه را ټولو شويو ټولو کسانو باندي دجهاد او مقاومت هیڅ اثر نه لیدل کیږي، خپله حکمتیار صاحب هم ډير تر او تازه مالومیږي، هیڅ دمسافرۍ ، ستړیا او ستومانۍ نښي ورباندي نه ښکاري، داسي مالومیږي لکه ټول وخت چې یې ننګرهار کي کوم خارجي نظامي اډه کي ایرکنډیشانو ته تېر کړی وي.

که تاسو برعکس رښتوني مجاهدین او د رښتیو مجاهدینو مشران وګورئ، هغه به خپله هم دبدن کومه عضوه دالله ددین او هیواد د ازادئ په لار کي ورکړې وې، او که یې خپله کوم اندان نه وي پرې شوی، کوم کسان چې ورسره چارپيره وي، ضرور به داسي ډیر په نظر درشي چې دبدن ځیني اعضاوي یې نیمګري وي.

افسوس مي هغه نويو ځوانانو ته راځې چې دحکمتیار صاحب دحفاظت لپاره یې بیا هم ټوپکي اوږو کي اچولې دي، دحکمتیار صاحب د وینا په منځ کي دتکبیر چیغي وهي، خداي ته وګورئ، مه ځانونه سپکوئ او مه هم دتکبیر درنه چیغه دهرتسلیمد شوي کس په وړاندي پورته کوئ، دحکمتیار صاحب لپاره نن ډیره پرځای او مناسبه چیغه (ډي ډي آر، ډي ډي آر) (حکمتیار) (حکمتیار) ده او بس.

او بل حکمتیار صاحب کله هم دبهرنیانو په مقابل کي نه ده جنګیدلی او نه هم له بهرنیانو سره جنګ ته ژمن دی، نوموړي له روسانو سره دجهاد پر وخت هم خپل منځي جنګ ته لمن وهله، د روسانو په خلاف جنګیدونکي مجاهدین او دمجاهدینو مشران یې ترورول، او دافغانستان له جهاد څخه وړاندي (افغانستان ته دروسانو له راتګ څخه مخکي دهغه کس په وړاندي چې دده په اصطلاح یې دخلګو حکومت غوښت دخپل تره حکومت يې ړنګ کړ، دافغانستان شاهي نظام یې په جمهوري باندي بدل کړ، کوم چې حکمتیار یې ارمان لاره، ټول ټاکنو ته یې لاره هواره کړه تر څو افغانستان کي د زور نه بلکې د حکمتیار په وینا دخلګو دخوښي حکومت جوړ شي، دهغه په مقابل کي هم اول کس حکمتیار و چې دنوموړي په وړاندې یې دبل په مټ وسله پورته کړه او خلګ یې دهغه مهربان او هیواد باندي مین انسان په وړاندي جنګ ته را وبلل.

او بیا کله چې مجاهدینو روسانو ته ماتې ورکړه، افغانانو یوه ستره بریا لاس ته راوړه، دنیا والو ورته دقهرمانانو نوم ورکړ، دلته یو ځل بیا حکمتیار صاحب د ټولو هغو ماشومانو ځوانانو او سپین ږرو چې یوه لسیزه یې له هیواده بهر دمهاجرت شپې صبا کړې، هیلې په ناهیلیو بدلې کړې، زما ښه یاد دې کابل کي دحکمتیار او شورای نظار ترمنځ جګړه روانه وه، کابل وینې وینې و، دمظلومیت چیغي یې اسمانو ته پورته کیدلې، دبلوچستان ایالت کوټې ښار کوم مسجد څخه دماښام لمانځه څخه وروسته راووتم یو کس چې دواړي پښې یې دافغانستان جهاد کې له لاسه ورکړې وې، ناست و، خلګو ته یې ویل دخداي لپاره کمک را سره وکړئ، غبرګي پښې مي جهاد کې له لاسه ورکړي، یو کس دنوموړي خپله لکړه ورپسې را واخیسته ورته یې وویل (ولاړ پر پدر دي له هغه چا سره یو ځای لعنت شه چې ته یې جهاد ته لیږلې).

دغه کس به رښتیا جهاد کړی و، د الله په لاره او دهیواد په مینه کي به یې رښتینې قرباني ورکړې وه، خو ستاسو کړنو او له بریا څخه وروسته ستاسو فساد دافغانانو پر قربانیو او سرښندنو باندي اوبه تویې کړې، هغو غازیانو چې دنړئ په وړاندي یې خپلو پریکړو اندامونو باندي فخر کاوه، هغو بیا جرائت نشو کولای چې دچا په وړاندي خپل پرې اندام ښکاره کړي او که به چا ولیدی هم به یې ورته ویل چې دکوم تصادم او ټکر له وجې مي اندام نیمګړی شوی، هاي حکمتیار صاحب! والله ستا تیروتنې دومره زیاتي دي که لیکل اوږده کړم افغانستان کي به کاغذان کم شي.

حکمتیار صاحب خپلې ننۍ وینا کي دوې خبرې وکړې، یو دي طالبانو ته دعوت ورکړ چې سوله وکړي، حکمتیار صاحب کومه سوله، څنګه سوله، له چا سره او د چا په مټ سوله، امریکایان اوس خپلي موټي را نغاړي، افغانستان ته نور عسکر رالیږي، دافغانستان په ازاد طبعیته خاوره باندي اتومي وسلې ازمایې، نیمو شپو کي د افغانانو کورونو ته ننوزي، نارینه یې وژني او میرمنې یې له ځانونو سره بیایې او ته وایې چې دغه هیواد کي نور دجهاد کولو جواز نه پیدا کیږي، دخداي لپاره خوله پټه کړه مه ځان شرموه او مه افغانان.

او بل حکمتیار صاحب خلګو ته د سولې امنیت او استقرار هیلې ورکړې، او پر طالبانو دي هم غږ وکړ چې دزور له لاري او دبل په مټو حکومت نشئ جوړولی، راځئ ددائمي سولې لپاره تسلیم شئ.

زه هیوادوالو ته وایم چې دخداي لپاره دحکمتیار په خبرو مه غولیږئ، په الله مي دي قسم وي له حکمتیار صاحب سره دغه هیواد کي دسولې او استقرار غم نشته، په یقین سره درته وایم دحکمتیار صاحب خوله او زړه سره یو نه دي، که زما په سلو کي لس هم یقین راشي چې حکمتیار صاحب چې څه په خوله وایې په زړه هم هغه کوي، زه به نن له حکمتیار صاحب سره دنوموړي د یو قومندان دساتونکي په توګه ملګری شم، حکمتیار صاحب چې کله هم را ښکاره شوی د افغانانو لپاره یې له ځان سره بد بختي راوړې.

حکمتیار صاحب په دې پوه شوی چې د ازادئ او خپلواکئ دلاري کاروان نور دې ته نژدې شوی چې یرغلګر له هیواده وشړي، نور ددغه هیواد ازاد او پر دین مین زلمیان د ازادئ په درشل کي دي.

نوموړی غواړي دبهرنیانو دوتلو په صورت کي خپل منځي جنګ او جدال ته تیاری ونیسي، حکمتیار صاحب غواړي دهغو غازیانو مخه ډب کړي چا چې نړیوال متکبرین په ګونډو کړي، حکمتیار صاحب غواړي دبهرنیانو د وتلو په صورت کي یو ځل بیا کابل په وینو ولړي، یو ځل بیا د ازدائ ویاړ په ناکامۍ بدل کړي.

یو وار بیا غواړي د هغو رښتینو افغانانو لپاره خنډونه ایجاد کړي چا چې دخپلو وینو په بدل کي بهرنیان ایستلي، حکمتیار غواړي یو ځل بیا د نورو په مټ دازادئ کاروان تقسیم کړي، زما باتوره ننګرهاره، دمکناټن په وینو رنګ کابله، دګورګین ګور کندهاره، ګورئ چې دحکمتیار ماکرانه وینا مو سهوه نکړي، یو وار مو بیا دنویمې لسیزي خوا ته کش نکړي، ډیر هوښیار اوسئ له حکمتیار سره تر اوسه پوري دنورو مټي ورسره دي بس وخت ته ګورئ، ځکه اوس که یې د ازمایلو کوښښ وکړي کیدای شي کوم بهرنی ځیني خوږ شي بس دومره انتظار ده چې کله به بهرنیان ووځي ترڅو ورته میدان خالي او هیواد والو ته یو ځل بیا دنویمي لسیزي مټي ورښکاره کړي، افغانان کلي په کلي او کور په کور په غم او دښمنئ اخته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

شرافت صاحب اسلام اعلیکم.الله ج په قرآنکریم کی فرمایی: زه ظالمانوته لارنه ښیم،ددوستم اودګلبدین هیڅ فرق نسته داچه ځان یی دمسلمان رقم جوړکړۍ دۍ عین داشرفغنی مثال لری فقط اشرفغنی انګریزی کتابونه ویلی اوګلبدین ، سیاف،ربانی اومجددی عربی کتابونه دخلکو دخطایستو دپاره ویلی دی ،الله ج په قرآنکریم کی فرمایی دوی فکرکوی چه موږ پرحق یولاکن دوی نه پوهیږی چه دوی پر ناحقه دی ، الله ج ددوی پر زړو،سترګو اوغوږو مهرونه لګولی دی . هرهغه څوک چه سخت ظلم وکی چه بیایی توبه نه قبلیږی نوالله ج یی پرزړه مهړووهی چه بیاورته حق ناحقه ښکاره کیږی اوناحقه حق،دوی پرکابل… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

ګلبدین مسجدونه پلمه کوی اوډیرکتابونه یی هم لیکلی دی داسلام پر نامه اودقرآنه ناخبردی،الله په قرآنکریم کی فرمایی: وَ الَّذینَ اتَّخَذُوا مَسْجِداً ضِراراً وَ کُفْراً وَ تَفْریقاً بَیْنَ الْمُؤْمِنینَ وَ إِرْصاداً لِمَنْ حارَبَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ وَ لَیَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنا إِلاَّ الْحُسْنى وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَکاذِبُونَ.۱۹۷سوره التوبه معنی:اوهغو خلکوکوموچه جوړ کړۍ یومسجد دضررورکولواودکفرکولواواختلاف پیداکولودپاره دمؤمنانوپه منځ کی اودمورچل جوړولودهغه چادپاره چه جنګ کوی دالله اودده درسول سره وړاندی له دینه اودوی به ضرور قسمونه خوری چه نه ده اراده سیوادښیګڼی نه اوالله ګواهی ورکوی چه دوی دروغجن دی. لاتَقُمْ فیهِ أَبَداً لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوى مِنْ أَوَّلِ… نور لوستل »

سيد مصطفي

اين طور اشخاص اصلاً چيزي به نام شرم حيا پشيماني را نميشناسند البته طوري كه قبلاً عرض كردم الله متعال ريا كاران را رسوا ميكند و اين همه رسواي است اگر اينها فهم داشته باشند والسلام

عبد الله مومند

شرافت صیب دا لیکنه دی هم د بل په مټو کړی. او د نن ټکی آسیا د کراچی د ښار نه خپره شوی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x