افغانستان

حکمتیار په خپلې لومړۍ وینا کې په طالبانو نیوکې وکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ غویی، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې په دې وروستیو کې د یوې معاهدې له مخې د بهرنیو ځواکونو او د هغوی له ملاتړي افغان دولت پر خلاف له وسلوالې مبارزې لاس په سر شوی، نن په لغمان ولایت کې یوې غونډې ته وینا وکړه.

هغه په خپلې لومړنۍ وینا کې خلک د طالبانو په وړاندې کرکې او نفرت ته وهڅول، د طالبانو له بریدونو سره یې مخالفت وښود او په ځانګړي ډول یې د بلخ ولایت په قول اردو وروستی برید په کلکه وغانده، خو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې يې د امریکایانو تر ټولو ستر بم (مور بم) د استعمال په اړه څه ونه ویل.

حکمتیار څرګنده کړه چې د سولې له پیغام سره راغلی او د دولت په مخالفینو یې غږ وکړ چې د «بین الافغاني تفاهم» لار غوره کړي. هغه همدا راز له بهرنیانو وغوښتل چې د افغانانو ترمینځ د روغې جوړې په لار کې له دوی سره مرسته وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په سیاسي مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل چې له دې وروسته به سولییزه لار غوره کوي، خو په عین حال کې يې ولس د طالبانو په وړاندې وسلوال مخالفت ته راوباله.

نوموړې د شورویانو او کمونیستانو په خلاف د خپلې جهادي سابقې صفت وکړ او د خپل ځان د ستاینې په لړ کې يې د پخواني جهاد په ذکر ټینګار کاوه، خو د تېرې یوې نیمې لسیزې په موده کې يې د خپلو بوختیاوو په اړه څرګندونې ونه کړې.

ګلبدین حکمتیار دا څرګندونې په داسې حال کې کولې چې د غونډې په فضا کې د بهرنیو ځواکونو پوځي چورلکو شور او ځوږ جوړ کړی و او څو ځله یې د هغه غږ خپ او اورېدل یې ستونزمن کړل.

باید وویل شي چې نوموړي تر دې مخکې د یو شمېر بندیانو ازادېدل د خپلې راڅرګندیدا لپاره شرط ایښی و او زیاته کړې یې وه چې د دغه بندیان د هغه لپاره د «آبرو» حیثیت لري. خو اوس په داسې حال کې عام محضر ته راوځي چې بندیان یې لا هم په زندان کې پراته دي.

نوموړي تر دې مخکې د خپل علني توب لپاره د تور لیست له شرطه هم تنازل کړی و.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د سولې عالي شورا د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار څخه معاهده واخیسته چې د امریکایانو او افغان دولت له وسلوال مخالفته به لاس اخلي او په بدل کې به نوموړي ته د خوندي ژوند او ازاد فعالیت زمینه برابریږي.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې ښاغلي حکمتیار به د ګډحکومت په چوکاټ کې کوم رول پرمخ بوځي، خو داسې باورونه شته چې ښايي نوموړی له امریکایانو او افغان دولت څخه د طالبانو په خلاف د ولسي مخالفت د راپارولو دروند بار په خپلو اوږو واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

الله متعال وعده رسوا كردن ريا كاران راداده است و اين ريا كار هم به جمع ريا كاراني مثل سياف اسماعيل و ديگران پيوست الله متعال از شر اين نوع ريا كاران ملت را محفوظ داشته باشه كساني كه معلومات اندكي هم از اسلام و تعليمات اسلامي داشته باشند خوب ميدانند كي حق است و كي باطل والسلام

khushal

الله ج د خبل دین د ساتنی د باره دمجاهدینو صفوف تصفیه کوی ، ځکه یی څو مخی او ## ګلبدین د مجاهدینو له صفه جلا کړو هغه د سپیڅلو مجاهدینو جایګاه ده چه له امله یی د مجاهدینو سپڅلی صفونو او محاذونو لا پسی پیاوړتیا خپله کړه ، د حزب سلامی ځینی### کسانو د طالبانو د بغلان او قندوز والیان د جال ته په نښه او به ښهادت ورسول .

افغان

د حزب سلامی او ### ګلبدین د ښکاره تسلیمی چه می واوریدل د جلال اباد د یو هندو دکاندار قیصه می رایاده شوه وایی جلال اباد کی د کوم هندو ځوی مسلمان شوی او که چا د هغه هندو دکاندار سره ټوقی کولی هغه هندو ته یی وویل [ ځوی دی مسلمان شوی ] هندو ورته وویل ما ویل چه هغه به مسلمانیږی له وړوکتوبه یی د خلکو چرګی پټولی .
ګلبدین له اوله هغه کړنی ترسره کولی معلومیدلو چه یو وخت به تری د هندو بچی جوړیږی

mayak khan

له حکمتیار څخه څو پوښتنې: کله چې تا لومړی ځل د صلیبي یرغل په وړاندې دجهاد او مقاومت اعلان وکړ او دالله په کتاب او نورو شرعي نصوصو دې استدلال کولو نو نن کوم شرعي دلیل لري چې هغه احکام منسوخ شول او نوي احکام پیاده کیږي. آیا دغه آیات کریمه چې الله تعلی فرمائې: یا أیهاالزین آمنوا لا تتخذوا الیهود الایة …. نن دعمل و ړ ندی؟ آیا په هیواد کښې دغه نني حالات اوڅرنګوالی دیهودو او نصاری وو ننګه ندی ؟ آیا دالله تعلی دغه حکم چې یهود او نصارا له تا څخه تر هغه نه راضي کیږي… نور لوستل »

محمد حذیفه

د ګلبدین ## نوی نادری ناولدی ګلبدین# وایی چی زمونږ او د طالبانو اختلاف صرف او صرف په یوه ټکی دی هغه دا چی طالبان غواړی چی په زور حکومت ونیسی او مونږ د زور حکومت نه منو دا په داسی حال کښی چی #ګلبدین خپله اوس له داسی حکومت سره یوځای شو چی هغه په زور او بیا هم د برچی په زور په افغانانو دامریکایانو له خوا په پراشوټی شکل تحمیل شوی دی چی ده خپله یی هم څو څو واری په لیکنو کښی یادونه کړی چی دا حکومت یو فاسد او په افغانانو دامریکا له خوا په… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x