ansulin

په افغانستان کې انسولین د کارولو وړ نه دي – عارف تلاش

لکه څنګه چې پوهیږو ډيابت يا شکر یو داسې ناروغۍ ده چې په هغه کې د پانقرانس غده خپل فعالیت له لاسه ورکوي او هغه قندیات او یا هم خواږه چې وجود اخلي ، نشي کولی چې تجزیه او جذب یې کړی.

که څه هم چې په افغانستان کې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر ډېر خلک په شکر ناروغۍ اخته دي خو په هېواد کې د ننه دومره پام نه ورته کیږي او له بده مرغه حتي ځینې خلک په دې هم نه دي خبر چې دوی د شکر ناروغی لري.په تاسف سره ویلی شم چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شکر ناروغی ته هیڅ ډول توجه نه دي کړي او که یې کړي هم وي یواځې نمایشي کار به وي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولیت لري چې د روغتیا په برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه او واردات په جدي توګه کنټرول کړي  او ویې ګوري هغه درمل چې افغانستان ته واردیږي معیاري دي او کنه؟ زه په زغرده دا وایم چې د عامې روغتیا وزارت یو فلج وزارت دی او ضعیف مدیریت لري؛ که داسې نه وای نن به په زرهاوو ناروغان هر ورځ پاکستان او هند ته د درمنلې لپاره نه تلل.

غواړم هغو  ملګرو ته چې د شکر ناروغي لري، یو څو ګټورې لارښوونې  وکړم تر څو له هغو ترخو تجربو سره چې زه ور سره مخ شوم دوی مخامخ نشي.

زما پلار چې عمر یې ۵۴ کاله دی د نن  نه ۷ کاله مخکې په شکر ناروغۍ اخته شو هغه وخت د هغه شکر په ابتدايي مرحله کې وو او د ډاکټر د لارښوونې سره سم « ګلوکو پیچ » په نامه د شکر ناروغې د مخنیوي لپاره یې ځینې ټابلیټونه استعمالول؛ موږ هم سم نه ورباندې پوهېدو ځکه چې زموږ په کورنۍ کې هیچا د شکر ناروغی سابقه نه درلودله.

د پلار ونه مې ۱.۸۳ ده او په هغه وخت کی یې وزن ۶۵ کیلو ګرامه وو.

یو مهال ډېر سخت ناروغ شو او په یوه ورځ کې یې وزن د ۶۵ کیلو ګرامو څخه ۵۸ کیلو ګرامو ته راورسیدو، د ډاکټر په کتنځای کې بې هوښه شو زه ډېر وارخطا شوم او لاره رانه ورکه شوه ځکه چې پلار مې وو.

ډاکټر غږ وکړ چې هله لږ اوبه راوړه !

ما هم اوبه راوړې او په مخ مې پرې وشیندلې؛ ډاکټر هغه معاینه کړ او نسخه یې ورته ولیکله او ورته ویې ویل چې تا ډېر وزن بایللی دی ، ما درته په نسخه کې انسولین ستنې لیکلي ، ته د انسولین ترڅنګ هر شی خوړلی شی خو ګوره پرهیز به نه کوې تر څو بیرته وزن واخلې ؛ کله چې دې وزن واخیست نو بیا به انسولین پیچکارۍ په ټابلیټو درته واړوم.

موږ هم د ډاکټر خبره ومنله او درملتون ته ورغلم او نسخه مې ورکړه د ټولو درملو تر څنګ انسولین یې هم را الماری څخه را کته او را یې کړل.

پلار مې درمل استعمالول خو د شکر وضعیت یې ورځ په ورځ خرابېده او د وخت په تېرېدو سره د انسولین استعمال مو په ورځ کې دری ځلو ته ورساوو. څلور کاله تیر شول د پلار وزن مې تر ۶۰کیلو ګرامو زیات نشو.

پښې او لاسونه به يې سوځېدل، د سترګو دید یې کم شو او تل به یې ویل چې ډېر ګنګس یم او خوب مې خراب شوی او ادرارو ته ټوله شپه منډې وهم. دردونه دومره ډېر شول چې پلار مې دوې میاشتې دندې ته نه لاړ او د ژوند ټول کارونه ترې پاتې شول.

یوه ورځ مې یې چې شکر وکوت، په ۵۶۸ کې وو، بالاخره مجبور شوم چې دواړو ته پاسپورټونه جوړ کړم او اسلام آباد ته د درمنلې لپاره لاړو.

کله مو چې د افغانستان د ډاکټرانو نسخې وروښودلې راته یې وویل :

دا راته ووایه چې دا درمل انسان در کړي او که حېوان ؟

زه حېران شوم چې دا یې څنګه داسې خبره وکړه ، بیا یې راته وویل چې تاسو ډېر ظالم خلک یاست بس نو خدای لیدلي یاست ځکه داسې یاست.

ما وویل ولې ډاکټر صیب!

هغه راته وویل : دا درمل ټول خراب او بې کیفیته دي او ستا د پلار د ناروغی په پرمختګ کې ۹۹ فیصده ډاکټرانو او د درملتون والاوو لاس دی .دا درمل او انسولین چې تاسو استعمالوئ که په یخچال کې کېنښودل شي په ۲۴ ساعتونو کې خپل کیفیت له لاسه ورکوي او ټول تاثیرات یې له منځه ځي.

تاسو خپل ځان سره خپله ظلم کړی له یوې خوا مو پرهیز نه کاوه او له بلې خوا مو داسې انسولین استعمالول لکه اوبه چې هیڅ تاثیر نه کوي.

ډېر خواشنی شوم او په زړه کې مې وویل چې دا څه بدبخته حکومت لرو دا څه ضعیفه اداره لرو او دا څه بیسواده ډاکټران لرو.

جمال ظفر چې زما د پلار د شکر ناروغی ډاکتر وو نویې انسولین (ریپیډ او بیزل ) یې ورته ولیکل او هغه انسولین مو له اسلام آباد نه تر کابله د واکسین په قطعې کې چې له یخ نه ډک وو ،  راوړل ځکه چې هغه انسولین د ۲ نه تر ۸ درجې تر منځ ساتل کیږي‍.

موږ دوه ـ دری ځله بیا هم  اسلام آباد ته لاړو او د لوی خدای ج شکر ګزار یم چې د پلار د شکر ناروغی مې ۹۸ فیصده ښه شو اوس لونتونس سولو سټار انسولین استعمالوي چې د تزریق په وخت کې ناروغ هیڅ د درد احساس نه کوي.

په آخر کې دومره ویل غواړم چې په افغانستان کې ۹۹ ٪ انسولینو خپل تاثیرات له لاسه ورکړي او بې کیفیته دي.

 که خدای مه کړه د شکر ناروغی لرئ نو هيله ده چې په کابل کې درملنه و نه کړئ لاړ شئ، بهرنيو هېوادونو ته، خدای را باندې راوستې ده. ښايي ډېر خلک اقتصادي ستونزې ولري او له هېواد څخه بهر ته د  تګ وس ونه لري، خو هغوی دې په دې پوه شي، د افغانان ډاکټرانو دارنګه درملنه هم په هيڅ حساب ده.

لیکوال: عارف تلاش

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د