افغانستان

طالبانو د کندوز-بغلان لويه لاره تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ غویی، ۱۳۹۶):د بغلان ولایت محلي چارواکي وايي چې تر جګړې وروسته د کندوز – بغلان لویه لاره د طالبانو له لوري تړل شوې.

د بغلان ولایت مرستیال او سرپرست والي عبدالقدیم نیازی رسنیو ته ویلي چې طالبانو د مرکزي بغلان پر ولسوالۍ هم برید کړی چې له امله یې تر اوسه جګړه روانه ده او سیمې ته تازه دمې ځواکونه لیږل شوي دي.

نوموړي په دغه جګړه کې د یو لړ بریاو یادونه هم کړې او ویلې چې مخالفینو ته یې درانده تلفات اړولي دي.

خود بغلان ولايت نورې سرچينې وايي، چې طالبانو د بغلان په مرکزي ولسوالۍ او شاوخوا سيمو کې يو شمېر امنيتي پوستې نيولي او امنيتي ځواکونو ته لا هم مرستې نه دي رسېدلي.

باید وویل شي چې طالبانو تېره ورځ د «منصوري عملیاتو» په نامه پسرلني عملیات پيل کړه چې په لومړۍ ورځ یې په بدخشان ولایت کې د «زیباک» ولسوالۍ ته سقوط ورکړ او په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول جګړو زور اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پیغام کې د بغلان ولایت د یو شمېر پوستو نیولو خبر ورکړ او ویلي چې په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو سره پر مهمو پوستو او قرارګاو تونده جګړه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x