
هندوستان د افغان کرکټرانو په اړه فیلم جوړوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ غویی، ۱۳۹۶): د هندوستان حکومت د هغو دوه افغان لوبغاړو په اړه مستند فیلم جوړوي چې د دغه هیواد د رانو کرکیټ لوبو (آی پي ایل) کې لوبه کوي.
راشد خان او محمد نبي د هندوستان په کرکیټ لیګ (IPL) كې د سنرایزر حیدراباد لپاره لوبه کوي، دواړه لوبغاړي د افغانستان له لوري لومړني لوبغاړي دي چې دغه ویاړ تر لاسه کوي.
د انډین اکسپریس ورځپاڼي د راپور سره سم د هندوستان حکومت له لوري په جوړېدونکې فیلم کې به دواړه لوبغاړي هندوستان او نړۍ ته ور وپيژندل شي او ددواړو لوبغاړو پر کرکیټ او نړیوال میدانونو ته د هغوی پر سفر باندي رڼا واچول شي.
د راپور سره سم مستند فیلم به دوه دقیقې، پنځه دقیقې او لس دقیقې دورانیه ولري.
راشد خان تر اوسه د سنرايزر حیدراباد سره اته لوبې کړي او ۱۱ لوبغاړي يې سوځولي دي. نوموړی دوه ځله د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شوی.
د سنرایزر لوبډله د په آی پی ایل لیګ کې د ۱۱ نقطو په لرلو سره دریم نمبر دي، ځکه چې په نهه لوبو کې یې پنځه ګټلې او درې یې بایللي دي، یوه لوبه د باران له وجې بې پایلې پاته شوه.