
ارګ ګلبدین حکمتیار به له حکومت سره د «امنیت او ثبات» په برخه کې همکاري وکړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ غویی، ۱۳۹۶): د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته ښه راغلاست او هر کلی ویل شوي او د نوموړي سره یې د سولې تړون د ګډحکومت بریا یاده کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حکمتیار به له حکومت سره په ګډه «د امنیت او ثبات د تامین او انکشاف په برخه کې همکاري وکړي».
ګلبدین حکمتیار نن په لغمان ولایت کې په یوه خبرې غونډه کې خپل د راتګ لومړۍ رسمي وینا وکړه او وې ویل چې د سولې له پیغام سره راغلی او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د «بین الافغاني تفاهم» لاره غوره کړي، نوموړي همداراز د بهرنیانو څخه وغوښتل چې د افغانانو تر منځ د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.
هغه په خپلې لومړنۍ وینا کې خلک د طالبانو په وړاندې کرکې او نفرت ته وهڅول، د طالبانو له بریدونو سره یې مخالفت وښود او پر سوله ییزه مبارزه یې ټینګار وکړ.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ورته څرګندوني شوي او ویل شوي چې د نوموړي راتګ او د وسلوالي مبارزې څخه لاس په سر کېدنې دا وښودله چې افغانان په خپلو کې د شخړو او ستونزو د حل ظرفیت او توانايي لري.
ارګ پر طالبانو هم غږ کړی چې د ګډحکومت سره دي د وسلوال مخالفت څخه لاس په سر شي او د جګړې پر ځای دي د بین الافغاني مذاکراتو له لاري د سولې له بهیر سره یو ځای شي او د ولس د هوساینې لپاره دې له حکومت سره په ګډه کار وکړي.