fbpx

له مقاومت پرته بله لار شته؟؟

ابو یاسر افغان

د دې پرځای چې د صلیبي امریکا او د امریکا د لاسپوڅو سره د سولې، نرمۍ او جوړجاړي خبرې وشي، د نن دور مسلمان د اسلام د مبارک دین د احکامو له مخې د دې اشغالګرو پر وړاندې په وسله واله مبارزه مکلف دی، دا صلیبي یرغلګر چې نن یې د افغانستان ځمکه او فضا اشغال کړی او د خپلې خوښې غلامه اداره یې پرې د حکومت په نوم مسلطه کړی، په اصل کې افغان ولس ته د اسلام او ایمان د جرم سزا ورکوي، موږ نه د امریکایانو سره کومه شریکه پوله لرو او نه هم اقتصادي، سیاسي او یا کلتوري زړې او پخوانۍ اړیکي، البته دا نن چې څوک د امریکا سره خوږې اړيکي لري د پروني جهاد په وخت کې چې د افغان جهاد پر سر سودا کېده، هغه هم همدغو غلامو څېرو وکړه، هغه که سیاف ؤ، چې د اشغالګرو د مفتي په حیث شهرت لري، هغه که مسعود ؤ چې ټک جهاد یې نه دی کړی او ټول تصویرونه یې فلمي بڼه لري کوم حقیقت یې نشته چې ګني دې دی په کوم سنګر کې د روسانو خلاف جنګېدلې وي، هغه عکسونه چې ده د ټوپک او دوربین سره ویستلي او د پنجشیر ځیني لنډه غر یې د جهاد یاداښتونه بولي، هغه ټول جعلي او د یو فرانسوي کیمره مین، چې د مسعود خاص ملګری ؤ، د کیمری مهارت دی، هغه که صبغت الله مجددي و او که … خو دغو څو تنو د جهاد قربانۍ وپلورلې، نو ځکه خو نن د کفر د غلامۍ ځنځیر په غاړه ګرځوي؛ پرون که برهان الدین رباني امریکایي یرغلګرو ته ویل چې ګټ ګټ بمونه واچوی په واله واله (وړو وړو) بمونو افغانان نه مړ کیږي!! نن یې زوی صلاح الدین رباني د خپل مړ پلار په نقش قدم ږدي او امریکایانو ته وایي چې نور عسکر هم را ولیږئ، دا موجوده عسکر کم دي!! هوکی! افغان ولس ته د مقاومت نه پرته بله لاره نه ده پاتې، د اشغالګرو امریکایي عسکرو وحشي جنونیت او شیطاني فکر درک کول او پرضد یې مسلح جهاد کول د هر مسلمان پر ذمه فرض عین مکلفیت دی، کله چې بادار وي د غلام هیڅ حیثیت نه وي، موږ هم د الله جل جلاله د امر سره سم پدې مکلف یو چې دنیوي ژوند کې به د الهي ارشاداتو پیروي کوو او د دې لپاره چې د ژوند کړه وړه مو د اسلام سره په ټکر کې واقع نه شي مکلف یو چې د ژوند هرې چاری ته د اسلام او قرآن له نظره وګورو، په همدې ترتیب د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ د ارګ څو سری اداره په هر امر او فعل کې سپیني ماڼۍ ته په وضاحت ورکولو او له هماغه ځایه په امر اخیستلو مکلفه ده، نو داسې یوه اداره کله د دې وړتیا لري چې کوم حیثیت ورکړل شي او ورسره مذاکرات وشي په داسې حال کې چې امریکایان لا هم موجود دي او د خپل عادت سره سم د خپلې ژمنې خلاف یې ( چې ویل یې زموږ عملیات او نظامي ماموریت پای ته ورسید) د هېواد په بیلابیلو برخو کې هوایي او ځمکني عملیات روان ساتلي او د هیڅ یو مسلمان افغان سر او مال تری محفوظ نه دی، نو په داسې یو حالت کې څنګه سوله؟ د چاسره سوله او په کوم دلیل سوله؟؟!!

هغوی چې د سولې نغارې ډنګوي یوه شېبه دی په خپل ګریوان کې سرښکته کړي او و دی وایي چې د اشغالګرو کفارو په موجودیت کې سوله کول او د مسلح جهاد نه رامنع کېدل کفارو ته د تسلیمۍ معنی نلري؟؟ آیا دوی نه پوهیږي چې د وسله وال مقاومت له توقف وروسته به صلیبي اشغالګران نور هم زړور شي، د مقاومت ماتول به ځانته بریا وګڼي او د تاریخ په پاڼو کې به یو نوی باب ولیکل شي چې مجاهدینو څه کم ۱۶ کاله بې هدفه جهاد وکړ او بلاخره د کفارو د زور په سبب سولې (چې دلته ترې غلامي مراد ده) ته حاضر شول!!

مقاومتونه پیلول څه عادي خبره نه ده، دا سترې قربانۍ غواړي او دا چې اوس صلیبي داړه مارانو ماتې خوړلې، نو همدې حقیقت ته په کتو یې وروستۍ هڅې پیل کړي چې په هره حیله او پلمه وي دا جګړه باید د دوی په ګټه تمامه شي، دا چې مسلمان انسان بنده ګانو ته نه، بلکې خپل متعال رب ته د ځواب ورکولو په چاره مکلف دی، نو پرته له دی چې د بنده ګانو خبرو ته تسلیم شي لومړی باید د خپل رب حکم وګوري چې په داسې یو حالت کې زما مسؤلیت څه دی، بیا دی پرې قضاوت وکړي.

د وسله وال یرغل پر وړاندې وسله وال مقاومت او مبارزه یواځنی مؤثر علاج دی، د اشغالګرو په موجودیت کې سوله کول په حقیقت کې اشغالګرو ته تسلیمي ورکول دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د