افغانستان

امريکا افغانستان ته ۱۷۰۰ اضافي عسکر رالېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ غویی، ۱۳۹۶):د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې د افغان جګړې د ګټلو لپاره به اوولس سوه نور امريکايي عسکر افغانستان ته راولېږي.

د پنټاګان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عسکر به د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې تر څنګ د اړتيا پر مهال په جګړو کې هم برخه اخلي.

پنټاګون وروسته تر هغه افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو پرېکړه کړې، چې دوه مياشتې وړاندې افغانستان کې د ناټو عسکرو مشر قومندان جنرال جون نيکلسون د افغانستان امنيتي وضعيت ويجاړونکی بللی و او غوښتنه يې کړې، چې د دغې جګړې ګټلو لپاره دې زرګونه نور عسکر افغانستان ته ولېږل شي.

تېره اوونۍ، د امريکا دفاع وزير جيمز ميتس افغانستان ته د خپل سفر مهال له امريکايي عسکرو او د ګډ حکومت له چارواکو سره له ليدو وروسته د جنرال نيکلسون په ملتيا خبري کنفرانس ته وويل، چې د طالبانو پر ضد او د افغان حکومت په ملاتړ به د دوی جګړه روانه وي او طالبان يې د يوه قوي دښمن په توګه ياد کړي وو.

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امريکايي او شاوخوا درې زره ناټو ځواکونه پراته دي، خو امريکايي رسنۍ وايي، چې د دغو عسکرو سربېره د بلک واټر او قراردي عسکرو شمېر شلو زرو ته رسېږي.

نيويارک ټايمز او يو شمېر نورو امريکايي ورځپاڼو افغانستان ته د اضافي سرتېرو لېږل تېروتنه بولي او وايي، چې له يوې نيمي لسيزې زياتې جګړې، نه طالبان کمزوري کړل او نه هم افغان حکومت په پښو درېدلی دی.

نيويارک ټايمز په خپله سرمقاله کې وايي، چې ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۳ کال کې  د افغانستان جګړه د امريکايي عسکرو او پيسو زيان بللی و او غوښتنه يې کړې، چې دغه جګړه بايد پای ته ورسېږی.

ورځپاڼې له ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د نورو عسکرو له لېږلو ځان وساتي او د جګړې پر ځای د تاوتريخوالي د کمولو لپاره هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

چغل اویاپه بله استلا غلبیل نورنو شوکیدلی اویادشو کیدلوپه حالت کشی حتمی دی انشاالله که صهیونیست صلبیان ۱۷۰۰ ….نه …که …۱۷۰۰۰ زره را وه لیژی نو رنوداغلبیل شولیدلی ده دی گندل زیاتی پریوه خدادی ده بنده اوبیا صلیب پا شست اوصهیونیست تر وس تیره خبره ده ده فرعون …اوده حضرت مو سی .ع. قیصه وا قکیدونکی ده انشاالله دافغانستان مسلمان اومظلوم ملت دصبوراوسی ده حکمتیا رصاحب نا کا م امتحانات به هم معلوم شی دا په دی معنا چه نور به نو ولس ده دوی سره نه وی که وی دیر محدود کسان معلوم به هم شی دغه نوکره ایدا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x