نظــر

د G20 ګروپ – لنډه پیژندنه / لیکوال: محمد عالم

پیلیزه:
د شلو هېوادونو ډله یاThe group of twenty countries  کې برتانیه، د امریکا متحده آیالتونه، کاناډا، مکسیکو، جرمني، فرانسه، اټالیا، عربستان، ترکیه، انډونیزیا، اسټرالیا، جنوبي افریقا،روسیه، جنوبي کوریا، جاپان، هندوستان، برازیل، ارجنټاین او اروپايي اتحادیه غړیتوب لري.

د G20 گروپ په ۱۹۹۹ زیږدیز کال د ۱۹۹۷-۹۹ د مالي بحران په وړاندې په واشنګټن ښار کې د G7 ګروپ هيوادونو لخوا را منځته شو.

هر کال د یادو هیوادونو د مالېې وزیران، د نړیوال بانک او د نړیوال وجهي صندوق سازمان لوړپوړي چارواکي ګډون کوي او د ګڼو مالي او اقتصادي بحرانونو  په اړه ناستې کوي او نوموړو بحرانونو ته مناسبه  حل لارې چارې مومي.

 په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بش د G20 ګروپ هیوادونو کوربه توب په غاړه درلود او پدې سره غږیدل، چې د امریکا هیواد  له مالي بحران څخه د ژغورنې لپاره یوه سالمه تګ لاره جوړه کړي، له دې غونډي وروسته یاد ګروپ هر کال رسمې غونډه تر سره کوي. G20   ګروپ د صنعتي هیوادونو په صنعت او د نړیوال مارکیټ د پیاوړیتا په هکله ناستې، د پراختیا او د مشکلاتو لپاره ېې ور ته سلا مشورې ورکوي.

 د یاد ګروپ  غړي هیوادونه د نړۍ۹۰ سلنه ملي کلنۍ عواید یا هم GDP، ۸۰ سلنه نړیوال تجارت او ۶۵ سلنه د نړۍ نفوس تشکیلوي.

ولې G20 ؟

په G7 ګروپ هیوادونو کې د مارکیټ د پیاوړتیا کمښت، په نړیوالو اقتصادي او مالي چارو کې چټکتیا، په اقتصادي پالېسو کې پراختیا، په مارکیټونو کې مالیاتي نه استحکام، د پیاوړي اقتصادي هیوادونو په اقتصاد د اسیاْ مالي بحرانونو اغیزې او په پای کې په اقتصاد کې د سیاست رول هغه لاملونه وه، چې G7 گروپ هیوادونه داسې و انګیري چې د یادو هیوادونو دغې تشې به G20 هیوادونه ډکه کړي.

ولې G20 ګروپ کې نورو هیوادونو ته غړیتوب نه ورکوي ؟

د یاد ګروپ د لوړ پوړو چارواکو په وینا، کله چې هیوادونه ډیر شي نو بیا به د اړونده مسایلو په اړه یو ښه تصمیم نیول یو څه ستونزمن وي نو پدې اړه دوی نورو هیوادونو ته په اسانۍ سره په دغه سازمان کې عضویت نه ورکوي، ځکه اوس هم چې کله تصمیم نیول کیږي او یا هم یوه پالسي جوړیږي نو هر هیواد د خپل هیواد په ګټه چنې وهې چې دغه کار یو څه ستونزې هم رامنځته کړي دی. هماغه د پښتو یو متل دي، چې قصابان زیات وي نو غوا مرداریږي.

یاد سازمان په کومو موضوعاتو خبرې کوي:

د دغه سازمان غړي هیوادونه هر کال په مهمو نړیوالو مالي او اقتصادي موضوعاتو باندې خبرې کوي، دغه شان د بې وزله هیوادونو او سیمو سره د مرستې کول، او دیته ورته نور موضوعات د دې لامل شوي، چې یاد هیوادونه په دغه سازمان کې سره راټول کړي، ځکه د دغو هیوادونو ګټې په خپل مینځ کې تر ډیره سره تړلي دي.

مېلمانه هیوادونه په G20 ګروپ کې:

کوم هیوادونه، چې د یاد ګروپ کوربه توب په غاړه لري هغه هیوادونه په خپله خوښه کولی شي، چې هغه هیواد ته د ګډون بلنه ورکړي چې ددغه سازمان غړیتوب نه لري.  د بیلګې په ډول، په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې کاناډا او جنوبي کوریا چې ددغه سازمان د غونډې کوربه وو، دوی ایتوپیا،مالوي،ویتنام، هسپانیه خاصتاٌ کاناډا دهالینډ او جنوبي کوریا د سینګاپور هیواد خپلې غونډې ته رابللي وو.

په G20 باندې نیوکې:

لوموړۍ نیوکه:

لکه څرنګه، چې وړاندې وویل شول، په دغه سازمان کې عضویت په عام ډول نه ورکول کیږي، پدې معنی، چې هر هیواد نشي کولی په ازاده  ډول په یاد ګروپ کې غړیتوب ولري.

دوهمه نیوکه:

 واېې چې هیوادونو ته ېې غړیتوب په ترتیب سره ندي ورکړي، د مثال په توګه ویلی شو که څه هم، د هسپانې هیواد اقتصاد د ارجنټاین هیواد څخه ډیر پیاوړي دي خو د هسپانې هیواد په دې ګروپ کې عضویت نلري او ارجنټاین هیواد ېې غړیتوب لري.

دریمه نیوکه:

بعضې هیوادونه د دوی په غونډو نیوکه لري، وايي چې د دوی مهمې غونډي د پردې تر شا یا Closed Door  وي .

افغانستان او G20 ګروپ:

فکر کوم، افغانستان  ته په دې ګروپ کې د غړیتوب لپاره یوه لویه لاره طی کول دي پکار، پدې خاطر ډیر داسي هیوادونه شته، چې د افغانستان څخه په اقتصادي مواردو کې ډیر پرمختللي او پیاوړي دي او تر اوسه پورې په یاد ګروپ کې عضویت نلري.

بله موضوع:

  دا چې کله به په نوموړی ګروپ کې د میلمه په توګه ونډه واخلي، زما په اند دا به هغه وخت وي چې کله د یاد ګروپ کوربه توب د هندوستان هیواد په غاړه واخلي ځکه د افغانستان عضویت په سارک سازمان کې د هندوستان په  مکمل ملاتړ وه. دا چې هند په افغانستان ولې دومره زړه سوانده ده دا بیله موضوع ده.

اخذ لیکونه

Beauchesne, Eric (1999), “Martin warns against complacency,” Montreal Gazette, September 26, p. A9.
Canada (1999), New G20 Forum: Backgrounder, Canada, Department of Finance.
G7 (1999), Statement of G7 Finance Ministers and Central Bank Governors, September 25, 1999, Washington DC
Kirton, John. “What Is the G20? “,November 30, 1999.
Lawson, Terra. “Does G20 Matter”, February 24, 2012.
Wikipedia, encyclopedia. G-20 major economies.

لیکوال: محمد عالم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x