نظــر

آیاد طالبانو عمري عملیاتو خپل اهداف تر لاسه کړل؟

خالد افغان زوی

تیر کال د حمل د میاشتې په ۲۴ مه نیټه چې طالبانو عمري عملیات اعلانول او ددې عملیاتو د پیل په اړه په خپره کړې اعلامیه کې یې وعده کړې وه چې ( ددې عملیاتو په توسط به، دښمن په ټول هیواد کې په تهاجمي شکل تر بریدونو لاندي ونیول شي، استشهادي اونفوذي عملیات به ددښمن حساسي اوخوندي سیمي ولړزوي او ټول مضر چارواکي به یې په چریکي بریدونو کې په نښه شي او له هرې مشروعې ممکنه وسیلې نه په استفاده به ددښمن د ځپلو او له پښو غورځولو هڅه کیږي ترڅویې خارجي ملاتړي او داخلي مزدور وسلوال په ستومانوونکې او مورال وژونکې جګړه کې را ګیر او د سیمو پریښودو ته اړ ایستل شي اوپه مفتوحه سیمو کې دښه امنیت په ټینګولو سره ولس ته دښه ژوند کولوزمینه مساعده شي.)

اوس چې عمري عملیات پای ته رسیدلي او د طالبانو لخوا نوي ( منصوري عملیات) اعلام شوي دي. پوښتنه داده چې آیا عمري عملیاتو خپل ټاکلي اهداف ترلاسه کړل؟ آیا په دې عملیاتو کې رښتیا هم مخالف جهت وټکول شو؟ خارجي یرغلګر ستومانه او دداخلي هغو مورال ووژل شو؟ په لاندې لنډه ارزونه کې د همدې پوښتنو په ځواب پسې د تیر کال د عمري عملیاتو خبري ډیټا راسپړو او مهمې نکتې یې را په زړه کوو.

خبرساز پيل او پای

د طالبانو د عمري عملیاتو یوه ځانګړنه دا وه چې د کال په تر ټولو حیرانوونکي برید یې دا عملیات پیل کړل او په تر ټولو زیان اړوونکي هغه یې پای ته ورسول. تیر کال د حمل په ۲۴ مه چې طالبانو عمري عملیات اعلام کړل. څو ورځې بعد د حمل په ۳۱ مه یې د کابل په زړه کې داستخباراتو په لسم ریاست یو داسې هیښوونکی برید وکړ چې تردې وړاندې دوی په کابل کې داسې اغیزناک برید نه و کړی. د استخباراتو لسم ریاست چې د حکومتي لوړپوړو چارواکو د محافظت دنده یې هم په غاړه درلوده د استخباراتو تر ټولو مهم مرکز بلل کیده چې طالبانو وکولای شول د یوه درانه موټر بم برید په توسط یې له خاورو سره برابر کړي. په دې برید کې تر ۶۰ زیات استخباراتي کارمندان ووژل شول چې ډیری یې لوړپوړو چارواکو ته منسوب پوځیان او د هغوی ګارډان ول.

د عمري عملیاتو د پیل غوندې پای هم خبرساز و. طالبانو د عمري عملیاتو په وروستیو ورځو کې د ۱۳۹۶ لمریز کال د ثور په لومړۍ نیټه د هیواد په شمال بلخ کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو په مرکز یو داسې هیښوونکی برید وکړ چې په بې سابقې ځاني تلفاتو سربیره یې ټول حکومت ته ټکان ورکړ او لا یې هم اغیزې یو په بل پسې رابرسیره کیږي.

د طلوع نیوز د خبر له مخې د شاهین قول اردو په برید کې له ۲۶۰ زیات عسکر چې زیاتره یې کوماندویان دي وژل شوي دي. د طالبانو ددې برید تاو تر کابله ورسید او په نتیجه کې یې دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز هم له خپلو منصبونو وغورځیدل. د برید په پایله کې د څلورو قول اردو مشرانو په شمول ګڼ پوځي چارواکي له دندو معزول یا تبدیل شول. د بلخ شاهین قول اردو قومندان جنرال مومند کټوازی له ګڼو نورو پوځي مشرانو سره څارنوالۍ ته معرفي او له وظیفې وشړل شو. دې برید په حقیقت کې داشرف غني د حکومت اردو د قیادت له نیستۍ سره مخامخ او د پوځ په روحیه یې تر ټولو مرګانی ګوزار وکړ. د نظامي تحلیل ګرانو په نظر دا برید به د امریکا تر لاس لاندې داخلي اردو د سربازۍ ګیرۍ په برخه کې هم له جدي ستونزه سره مخ کړي او بیا به افغانان حاضر نه شي چې خپل ځوانان هغه پوځ ته ولیږي چې په ډیر شدت سره ځپل کیږي. د عمري عملیاتو دا وروستۍ برید په حقیقت کې د طالبانو د کال تر ټولو لویه پوځي لاسته راوړنه وه چې ټول اړخونه یې لا هم نه دي تحلیل شوي.

پوځي لاسته راوړنې او د سیمو نیول

د عمري عملیاتو په لړ کې طالبانو د هیواد په لر او بر کې ډیرې سیمې ونیولې ګڼ پرمختګونه یې وکړل. ددې عملیاتو په لړ کې په دې سربیره چې طالبانو د کندز ولایت مرکز هم د لنډ وخت لپاره تصرف کړ له دې علاوه یې ګڼې ولسوالۍ هم د حکومت له ولکې وایستې. طالبانو د کندهار غورک، نیش او ښوراوک ولسوالۍ ونیولې او د کندهار او روزګان تر منځ په غځیدلې لاره یې د ۲۸ حکومتي پوستو له لمنځه وړلو وروسته په دې ټوله ساحه کنټرول راوست. په روزګان کې د ترین کوټ له ښار پرته د مرکز ټول مربوطات طاالبانو ونیول، د عمري عملیاتو په بهیر کې په روزګان کې طالبانو تر ۱۰۰ زیاتې پوستې او له ۱۵ زیاتې لویې قرارګاوې نیولي دي، په مرکز ترین کوټ کې طالبانو ډیر غنائم هم نیولي دی چې د نیول شوو رینجرو او شوبلو مجموعي شمیر له ۷۰ زیات دی، ۱۰ غټ موټر، ۷۰۰ میله مختلف النوع وسلې چې تر زیکویک او دهشکو پورې وسلې هم په کې شته، د طالبانو لاس ته ورغلي.

په روزګان کې طالبانو په ولسوالیو کې هم پرمختګ وکړ د چورې په ولسوالۍ کې ۲۰ پوستې او پنځه قرارګاوې طالبانو ته تسلیم شوې اوس ددې ولسوالۍ یوازې مرکز له حکومت سره پاته دی د دهراوود ولسوالۍ ته غزیدلي لار چې د کوتل مورچې له سیمې تیره شوې او ستراتيژیک اهمیت لري هم د طالبانو تر کنترول لاندې راغله او اوس حکومتي ځواکونه په داهراوود کې محاصره دي.

په هلمند کې د عمري عملیاتو زور تر هر ځای زیات و، طالبانو په دې ولایت کې د خانشین او ناوې ولسوالۍ مکملې ونیولې، د ګرمسیر ولسوالي چې پخوا په کې طالبانو یوازې چریکي فعالیت کولای شوای، سږکال طالبانو وکولای شوای چې ټول اطرافي ساحات یې د عسکرو له شتون څخه تصفیه کړي، په دې سربیره د ګرشک ، مارجې او سنګین په مربوطاتو کې هم طالبانو د پام وړ کارونه کړي، د دولتي ځواکونو ګڼې پوستې یي له منځه وړې او بیا بیا یي درانه زیانونه ور واړول.

په تیر کال کې دطالبانو بل ستر پرمختګ د کندهار او لښکرګاه په لویه لاره کنترول راوستل و چې بشپړه یې په کنترول کې کړه. د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله وړم کال امریکایي پوځ د هلمند په میوند قول اردو سل میلیونه ډالره اضافي خرچه وکړه ترڅو دطالبانو د حملو مخه ونیسي. مګر د کال په اوږدو کې نه یوازې طالبانو په ټولو جبهو کې پرمختګ وکړ، د کال په وروستیو کې د سنګین تر ټولو مهمه ولسوالي هم طالبانو ونیوله او د هلمند د جنګ قومندان جبار قهرمان تر دې حده روحیه وبایلله چې په پای کې یې له دندې استعفاء ورکړه.

د هیواد د جنوب لویدیځ غوندې په جنوب ختیځ کې هم طالبانو ډیر پرمختګونه وکړل په بدخشان کې د خاش، یمګان، تګاب ، بهارک او کران و منجان په ولسوالیو کې طالبانو ډیرې سیمې ونیولې، او د څو ولسوالیو مراکز یې هم تر خپل تصرف لاندې راوستل. په څنګلوري تخار کې خواجه بهاء الدین، درقد او خواجه غار ولسوالیو کې طالبانو پرمختګونه درلودل، په کندز کې خو طالبانو دومره پرمختګ درلود چې د ولسوالیو سربیره یې یو ځل د ولایت مرکز هم تر خپل تسلط لاندې راوست. په بغلان کې تاله و برفک ولسوالي طالبانو ونیوله او د هنه غوري، مرکزي بغلان او پلخمري په مربوطاتو کې یې ډیرې سیمې له حکومتي قواوو تصفیه کړې.

د هیواد په ختیځ کې د عمري عملیاتو په لړ کې په لغمان او نورستان سربیره د کابل په شاخوا سیمو کې هم طالبانو پرمختګونه درلودل. په تېر کال کې د پکتیا جاني خیل او د پکتیکا اومنه ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شوې، په غزني کې د واغز ولسوالۍ مرکز د لنډ وخت لپاره طالبانو ونیو. دغه راز په سرپل، فاریاب، بادغیس او نورو ولایاتو کې هم طالبانو ډیرې سیمې له حکومتي اربکیانو نیولې.

د پای خبره

په پای کې دا ویلای شو چې د طالبانو د تیر کال عملیات بریالي و ځکه د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت یې لږ نور هم را محاصره او واکمني یې تر ښارونو ور لنډه کړه. نړیوالې احصایې هم ښيي چې په تیر کال کې طالبانو په داخلي او خارجي عسکرو تر ټولو ډیرې حملې وکړې. دداخلي عسکرو د حکومتي احصایو له مخې په تیر کال کې څه کم شل زره یوازې د اردو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دا هم د هرکله په نسبت بي ساره وه. بل اړخ ته څه موده وړاندې د دفاع وزارت لخوا د تیر کال د پوځي وضعیت په اړه راپور خپور شو. په دې راپور کې راغلي چې په تیر کال کې دطالبانو لخوا د یرغلګرو او د هغوی د «ګوډاګیانو» په ضد ۲۳ زره عملیات چې جبهه يي تعرضي بریدونه، چریکي حملې، انفجارات او د درنو وسلو حملې پکې شاملي دي تر سره کړي دي .

د دفاع وزارت په راپور کې راغلي چې طالبانو تیر کال د ۹ ولایاتو مراکز د سقوط له خطر سره مخامخ کړل، دغه راز د ګڼو نورو ولایاتو مراکز لا هم د محاصرې په حالت کې قرار لري او د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي. په ولایتي مراکزو او ولسوالیو سربیره د کابل رژیم د اعتراف له مخې مجاهدینو په تیر کال کې د افغانستان د دریو مهمو لویو لارو د بشپړ نیولو هڅه هم کړې او ددې لارو په اطرافو کې یې نفوذ زیات شوی دی.

دا ټول څه ددې ثبوت دی چې د طالبانو د تیر کال عملیات بریالي و او دوی په کې خپلو اهدافو ته رسیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاولی ضمیر

اول ترهرسه نه مخ کی تاسوته توحفه نبی کریم صولاهوعلیه وسلام وراندکوم سی هغه( اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته )بعد ده منصوری عملیات به انشاالله ترعمری عملیاتو قوی ابژنه ونکی وی دوشمن دی داسی فیکر نه کوی سی موجاهدین به دی امریکافوراتگ خفه سی بلکی موجاهدین انشاالله خوش حاله دی موجادین انشاالله فودی یقین لری سی ده منصوری عملیات به ده الله فونصرت سره کامیابه کیژی انشاالله

الحاج استاذ بیانزی

مجاهدینو ته د افغانستان نیول یا خپلواکی لمړی نه دوهم هدف دی ، لمړی هدف یی د الله ج رصا او د افغانستان په جنک د جنتو ګټل دی که یی د افغانستان خپلواکی هم ترلاسه کړه دای دوهمه یا ضمنی لاسته راوړنه ده مګر لمړی لاسته راوړنه چه هغه د الله ج رضا یا جنتو لاسته راوړل دی هغه یی تر هغی حتمی ده چه دوی تقوی او ایمان لری الله ج فرمایی تاسی بریالی یاست که مومنان یاست ، انتم الاعلون ان کنتم مومنین نه یی دی ویلی که تاسی الوتکی او ټانګونه لری تاسی عصری وسلی او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x