نظــر

د پلچرخي زندان شالید او د نور محمد تره کي جنایت!

دپلچرخي زندان يو د لوی زندانو څخه دی چې د افغانستان د پلازمېنې کابل په شرق کې موقیعت لري.

د ياد زندان د رغوني چاري په کال ۱۳۵۰کې پیل او۴ کاله وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شو.

د پلچرخي زندان په زیاته کچه دکانکريت څخه جوړ شوی دی، ياد زندان د ۶۰۰۰ بندیانو ظرفیت لري .

د نور محمد تره کي دواکمنۍ پرمهال يو شمېرد هېواد بچيان د سیاسي جرم په تور بېدون د محاکمې په اعدام محکوم کړل .

په یادو شهيدانو کې علمي، سياسي، روحانيون او يو شمېر اسلامي حزبونو مهمي څټی دفرعوني تره کي لخوا د شهادت په جامو سینګار شول.

 الله تعالی دې د ټولو شهیدان شهادت قبول کړي، او نور محمد تره کي د الله په جنهم کې نیغ تر ابده په عذاب کړي.

نور مدمد تره کي که څه هم دپلچرخي زندان کې مجاهدین اواسلامپال شخصیتونه دتیغه تیرکړل.

 خو ولې تره کې پدې بسنه ونه کړه او د هېواد په یو شمېر نورو برخو کې خپلې دې کړغیړني کړني ته دوام ورکړو، تر دې چې سر يي خیتځ ولایتونو ته  ورسیده.

همدا شیبه راسره د خیتځو ولایتونو د کنړونو يو تن با احساسه ځوان ډاکتر عاطف راته د نور محمد تره کې بله کرغیړنه نادوده داسې بیان کړه:

 نوموړی وړاندې وایي دپلچرخي دلوی جنایت وروسته يې زړه يخ نه شوو نو چې خیتځ ته راغي او کنړونو ته ورسيد هلته يې د کیرالی په نوم يوکلی بسته ټول د تیغه تیر کړو.

تره کې  لومړی د ياد کلي وګړي د خیرات او موادو ویشلو لپاره په نغاره را ټول او بیا يي د څلورو خواو څخه په ډېر وحشت او بې رحمه ډول  سره د ګولیو باران پرې شروع کړ.

 پدې وخت کې دوی هلته شټکنکی وهلی دوی د لوډرو او بيلډوزرو په واسطه هغه چې شمېر یې لږ تر لږه  سلګونو ځوانانو مشرانو، سپین روبو ته رسيدل  په نیم بسمل حالت ژوندي د خاورو لاندې کړل.

دکومې ورځي څخه چې دپلچرخي زندان دبنسټ ډبره ايښودل شوی تراوسه ترېنه خلک متنفردي.

دارنګه دزیاتې مودې راهسې دياد زندان سره نړېواله سري میاشتي ټولنې له دوی سره همکاري کوي.

د بندیانود ډوډۍ مصارف هم دسري میاستي ټولنه ورکوي ، دنړېوال سره صلیب کارکوونکی بیدون دکوم اجازې یاد زندان ته تګ راتګ کولای شي.
دپلچرخي زندان کې داسې ځایونه شته چې ورته میدانونه (پولیکونه) وایي ، په یادو پولیکونو کې د انسانانو ټول وژني موندل شوي.

 او څه موده وړاندې ددې انسانانو لیست هم د نړېوالو رسنیو لخوا خپور کړای شوهغه دبدن هډوکي اوکوپړۍ چې جنګيزخان ترېنه څلې جوړول.

یاد جنایت  موږپه خپلوسترګو دتره کې سوغات ولید چې ۵۷او۵۸کالونوکې په شهادت رسيدلي وه

دپلچرخي په زندان کې ۲۰۱۱میلادي کال راپه دېخوا ۵۲۰۰بندیان شپي ورځي دازادۍ په ارمان سباکوي.

چې دياد شمېر بندیانو سر بېره پکې يو شمېر پاکستاني چې مجموعې شمیر شاوخوا۱۵۰  تنو ته رسيږي.

په پلچرخي زندان کې د هغو سربېره د يو شمېر نور ایراني، امريکاي، استراليايي، تاجیکستاني، او د نور افریقايي هېوادونو بندیان هم شتون لري، چې د يادو بندیانو دقیقه شمېره موږ ته نده معلومه.

دپلچرخي زندان يوځل بیا دامريکايانو او ناټو پواسطه ترمیم شو

او په کال ۲۰۰۸میلادي کې ۱۲۵تنه بندیان د بګرام زندان څخه چې يو شمېر خلک د تور زندان په نوم په دې وروستیو کې پېژني راوړل شوی.

 او شاوخوا۳۲ تنه نور بندیان د ګوانتنامو زندان څخه ورته راوړل شوی .

چې وروسته په کال ۲۰۰۹میلادي کې ۲۵۰تنه بندیان نورو هم یاد زندان ته انتقال شول چې لا تراوسه يي دوسي ندې څیړل شوي .

لیکوال زاهد الله توحيدیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x