نظــر

حکمتیار د حسن البناء له فکره د ډاکټر نجیب د برخلیک په لور

خوږمن شبکخیل

د امام حسن البناء شهید (د مصر اخوان المسلمین د ډلې بنسټګر) د فکر نه متاثر حکمتیار صاحب مبارزه د سردار داود د دولت په خلاف پیل شوه، د خلقیانو سره جنګ نه وروسته د کابل واکمنۍ لپاره په جنګ په داسې حال کې پای ته ورسیدو چې طالبان راغلل. جګړه ماران، غله او فساد ګر یې ټول کولاب، ماسکو، اروپا او هند ته ټیل وهل.

بیا یې د امریکایانو پر ضد وسله وال جهاد پیل کړ، په داسې حال کې چې د نوموړی همسنګر سیاف، مجددي، استاد رباني، عطا محمد نور او اسماعیل خان د امریکایانو په لاس جوړ شوی نظام ور ګډ شو خو حکمتیار صیب ویل: « والله چې زر کاله هم په افغانستان کې اسلامي حکومت رانشي که ټوله دنیا مې مخالفه شي نه به وسله په ځمکه کیږدم نه به دسنګر نه پورته شم».

د امریکایانو سره یې مبارزه ډیر په عجیبه تاکتیک وکړه یو طرف ته انجینر صیب په تورلیسټ کې وو او د یرغل کلک مخالف وو بل طرف ته د حزب کسان د امریکایانو په لاس جوړه شوي اداره کې د والیانو، ولسوالانو، د محلي پولیسو د قوماندانو په حیث خپلې وظیفې سر ته رسولې.

شپاړس کاله ورسته نوموړی په داسې حال کې له تور لیست نه و ویستل شو چې افغانان دکرزيانو، شمالیانو، دوستمیانو، سیاف، خانه میرانو نه تنګ راغلي دي، د ملي یووالي اداره د عوامو د خدمت پر ځای د خپلمنځی اختلافاتو څخه نه ده خلاصه، انتخابات هم رانږدي دي ، امریکایانو یو داسې سړي ته ضرورت درلود چې یو څه نظامي قوت هم ولري او سیاسی ملاتړ هم ولري.

بل طرف حکمتیار صیب په تیرو انتخاباتو کې له ګل اغا شیرزي څخه هم ماته خوړلې وه، نظامي میدان کې یې ملګري په محلي پولیسو ورګډ شوي، نو په سیاست کې د ژوندی پاتی کیدلو لپاره یې یو داسې قوت ته ضرورت درلود چې حمایه یې کړي او خپل نوم په سیاست کې ژوندی وساتي نو وار یې خطا نه کړ د راتګ سره یې اول ډز په طالبانو وکړ، د وینا موضوع یې د طالبانو سولې ته راغوښتل دي، خو په خپله سوله هم ندی خبر چې د کومو شرایطو په بنسټ منځ ته راغلې ده، د افغانستان ځمکه او هوا د امریکایانو په کنټرول کې ده،۵۰۰۰ امریکایان نور هم را روان دي، ۳۰۰ امریکایان خو پرون هلمند ته ورسیدل، هره ورز د بې پیلوټه الوتکو بمبارونه روان دي، زندانونه په هغو افغان ځوانانو ډک دي چا چې د ناټو د یرغل په وړاندي د مبارزي جرم کړی.

حکمتیار صیب ستا اول دښمن طالب نه دی، ټرمپ خیل او د هغوی نجس جاسوسان دي، هسې نه په خپل ننني پروټوکول خطا شې یا د موټرو په قطارونه او د عسکرو په لښکر خطا شې، کوم دولت ته چې ته راغلی یې همدې دولت پینځلس کاله د امریکایانو په همکارۍ زرګونو افغانان په شهادت رسولي. د سیاسي دولت واک د ارګ نه په باګرام کې د امریکایې اډې په لاس کې دی.

حکمتیار صیب کیدای شي ډیر وخت ګرځیدلی نه وي، لږ د بل چا نه پوښتنه وکړه د کابل نه یو څو کلیومتره لري د لوګر په طرف، یا د جلال آباد په طرف یا د پکتیا په طرف خړ پړ ځوانان د وسلو سره ګرځی دا څوک دی؟

د یو چا نه پوښتنه وکړه چې د لوګر نه بل خواه میدان وردګ، غزني، زابل او هلمند ولایتونه د چا سره دی؟

شمال ته مخ ور واړوه، سر پل، بدخشان، کندوز او بغلان کې څوک دي، لغمان ننګرهار، کونړ او نورستان کې چې هره ورځ ډرون بریدونه ورباندي روان دي دا خلک څوک دي؟

یا د همدې ولایتونو په هدیرو راوګرځه نوی جوړ شوي قبرونه به و ویني چې سپین بیرغونه ورباندي لګیدلي وي د چا نه پوښتنه وکړه چې دا ځوانان ولي قربان شول؟

یقیناً څوک به ځواب درکړي چې دا طالبان دي، مبارزه یې شپاړسم کال ته داخله شوه، حامد کرزی،ګل اغا شیرزی، باچا خان ځدراڼ، استاد رباني او مجددی لاړل، اشرف غني، عبدالله، دوستم ، عطا محمد نور او نور راغلل خو هماغه طالب په خپل سنګر کلک ولاړ دی، یوازې نه د الله نصرت بلکې د افغان ولس ملاتړ ورسره دی. دومره قربانۍ یې د دي لپاره ورنکړې چې آخر کې د چوکۍ لپاره تسلیم شي بلکې د الله په مرسته به ناټو هم همداسې په ګونډو کوي لکه څنګه یې چې شورویان او بیا فساد ګر له افغانستانه په مړو سترګو پسې واخیستل.

پام چې ته د دوی په لار لاړ نشې، ګوره تاریخ تکراریږي، نن د ډاکټر نجیب پر ځای ډاکټر اشرف غنی دی، مرستیال یې هغه دوستم دی، آریانه چوک هم په خپل ځای دی او طالب هم د کابل په دروازه ولاړ دی، ستا هم بیا کابل کې فساد ته زړه شوی، تیر ځل خو شمشتو ته خلاص شوې پام کوه هسې نه دا ځل دي د حسن البناء شهید او سید قطب شهید پر ځای دی انجام د نجیب غوندي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
walikhan

بس قلم دی خزب دی خپل ځان لپاره دلایل پری برابره وی، طالبان دخپل ځان لپاره ، داعشیان دخپل ځان لپاره ، بس داطالبان په لمانځه ولاړ ځوانان شهیدانوی ترڅو خپل زور او قوت وښای، خزب سل هااو انسانان راټولوی او لس هااو مو ټری ورپسی وی ترځو خپل رقیبانو ته زور وښایی، منځه کی ولس تبا او برباد دی ، خکومت واله لور ځوی مکتب ته ځی بی غمه کا بل کی پروت دی، خزب والله لور ځوی مکتب ته ځی بی غمه به داکتران انجنران وی، طالب ملا صا خب لور ځوی پا کستان ، ایران کی مکتبونه… نور لوستل »

انعام

ولیخان نه دمتفکر غنی غلام !!!!!!!! مونږ تاسی او ستاسی به شان نوری غلامی ،#### او خبیثی قواری له اوله پیژندلی ، تاسی د دجال په اړخ کی قرار لری د دجال په جنتو کی شرابونو او کبابونو سره مخ یاست ، مګر له دی خبر نه یاست چاته چه دجال جنتونه ورکړی الله ج ورته دوزخونه او چاته چه دجال دوزخونه ټاکلی الله ج ورته جنتونه ټاکلی . دغه ژوند د څو ورځو ژوند او ستاسی د پاره د څو ورځو پاچاهی ده ، د ترکی امین ، ببرک او نجیب تاریخ وګوری ویل یی کمونستی انقلاب په شا… نور لوستل »

گل محمد نوری

معتصم آغاجان وایي د کورنۍ یوه برخه یې د امنیتي ستونزو له کبله له هېواده بهر او یوه برخه یې په هېواد کې دننه ژوند کوي.

دی د خپلو اولادونو په اړه وایي، چې یو زوی یې په نړیوالو اړیکو کې ماسټري او ورسره یې یوه لور په اسلامي علومو کې ماسټره ده.

هغه ټینګار کوي، چې لور یې له هلکانو جلا زده کړې کړي او دوی ټولو نجونو ته ورته زده کړې غواړي.

محمد حذیفه

محترم شبکخیل صاحب سلامونه واقعا هم همداسی ده دا کس نور د هماغه نجیب و برخلیک ته د ورنژدی کیدو په حال کښی ده د خیر او هدایت طمع ترینه نوره ډیره کمه ده. لدی خودخواه او ځان غوښتونکی سره نور څوک پاتی هم ندی دده له حزب سره د روسانو په وخت کښی واقعی جنګیدونکو مجاهدینو لا له وړاندی له دسره مقاطعه اعلان کړی ده او دده تر شاوخوا اوس ټول دده غوړ مالان او دده په شان منفور او له درونی خباثت نه ډک کسان راټول دی لکه څنګه چی د آیساف له مفتی سره استاد یاسر او… نور لوستل »

محمدالغزنوي

وروڼو خبره داده چې حکمتیار غریب نور پوی شو چې په افغانستان کې یوځل بیا داسلامي امارت واکمني راتلونکي ده ، فکر یې وکړ چې راشه امریکایانو اواشرف غني ته تسلیم شه ګوندي دمنډي په حال کې دي ترامریکا یا بل خوندي سیمي پوري ورسوي ، نو ځکه یې نور په خپل ځان توکړل چې دا څلوېښت کاله دي عبث تېرکړل
وایې : دکونډي نه دین شو نه غ…ڼ
دده هم نه جهاد شو نه هسي مزي چړچوبي لکه سیاف ، اومجددي چې وکړي

غوربندی

د غزني سروزې ته ګلبدین راغلی وو تر څو د طالبانو د موج په وړاندې صف ارایي وکړي، د سیمې سپین ږیري د وولس په نمایندګی ورسره ولیدل او غوښتنه یې ترې وکړه چې د طالبانو و مخې ته زرداد رانه شي که راغی نو مونږ بیا له تاسره نه یو. ګلبدین ظاهرا ومنل او د جمعې مبارکې لمونځ یې په خپل امامت سره د وردک ولایت په شیخ اباد نومې سیمه کې اداء کړ. د قوم د مخورو له جملې یو تن چې دیني عالم او زامن یې د ګلبدین په تنظیم کې مجاهدین ول راته کړل چې په… نور لوستل »

نا پيژاند

محمد الغزنوی وروره سلامونه او نیکی هیلی هرسوک چه یی زموژ ایمیل ده زه وخنده ولم خوزما په نظرایمیلونه چی یو سه ادبی وی شه وی مقابل لوری چی هرسوک وی غیر ترصلیب اوصهیو نیستانوپرته نورچی هرسوک یی زموژ وروری وسلام …

عبدالواحد اڅګزۍ

ګلبدین سخته لوجفا دافغانستان سره وکه هرڅونه افغانان چه له دی پسه شهیدان سی خون یی دګلبدین په غاړه د ۍ ولی چه امریکا له افغانستانه ناامیده وو فوج یی ایستۍ،ولی ګلبد ین داامید ورته پیداکی چه مجاهد ین تسلیمند ونکی دی ،کم وخت چه د ټرمپ مشاور کابل ته راغلۍ اشرفغنی اوډلی یی دا امید ورکۍ چه دونی لوی مجاهد لکه ګلبدین تسلیم سو نورهم تسلیمیږی،داسی څوک نه ووچه پوهولی یی وای چه ګلبدین له هغووخته د افغانانو منفور(بدځنی کیدل )دۍ چه له تڼی سره یی دقدرت دحاصلولو په خاطراتحاد وکۍ دمخه تردی یی هم هیڅ حیثیت نه درلود،… نور لوستل »

Jamshed

وروره دا ته چی ورته خړ طالبان وایی داخړ طالبان نه بلکه خړ #### دی. تاخو نور ټول غلامان کړل ولی دا د ونه ویل چی طالبان دچا غلامان دی. دوی دغلام غلامان دی. او دا خو یی لا څه کوی چی اوس یی دروس لمن هم ونیوله. هغه روس چی زمونږ پلرونه ورسره جنګیدلی وو. زه نه دحکمتیار طرفدار یم نه دشمالی ټلوالی نه دحکومت او نه دطالبانو بلکه داسی یی وګڼه زه یو مسلمان او عام دافغانستان وګړی یم. دا بلکل جوته ده چی دجهادی لیډرانو اولادونه خارج کی مزی کوی. دطالبانو اولادونه په اسلام آباد او قطر… نور لوستل »

حکمتیار

جمشید د بت پرسته ایرانی پاچا نوم وو ، دالله ج په دومره ډیرو نومونو کی تاسی د دغه ملحد نوم ځآنته خوښ کړی #### تاسی ته د دی اړه نشته چه د یوه یا بل ملتیا ولری ، تاسی چه د چا ملتیا لری او د هغه د تر لاسه کولو د پاره کمیشن کاری کوی هغه ډالر دی ، کومه مسلکی پوهه نه لری ، امریکا لویه بلا چه د شیدو ډکی غولانځی لری راغلی ټول قارغان او ګیدړان ورته راټول شوی چه د هغوی چوټه خوران شی . طالبان هغه وژنی چه مظلوم خلک وژنی ، طالبان… نور لوستل »

احمدرحیم

واقعیت او ښه توصیه مو ورته کړی

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x