ارشیف

پنټاګان: دوه امریکايي عسکر کیدای شي «دوستانه» ډزو وژلي وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ غویی، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزارت پنټاګان وايي هغه دوه امریکايي عسکر چې د تیرې چهار شنبې په ورځ په اچین کې ووژل شول، کیدای شي په «دوستانه» ډزو وژل شوي وي، خو دا لا نه ده معلومه، چې ډزې به امریکايي عسکرو کړي وي او که ورسره ملګرو افغان دولتي ځواکونو.

دفاع وزارت د هغو دوه تنو امریکايي عسکرو هویت هم په ډاګه کړ چې د اچین په ولسوالۍ کې دداعش سره د جګړې پر مهال وژل شوي وه.

هغه دوه عسکر چې وژل شوي وه، یو یې سارجنټ «جوشو روډګرز» ۲۲ کلن او بل یې سارجنټ «کامرون توماس» ۲۳ کلن وه، دواړه د امریکايي قول اردو «فورټ بیننګ» څخه وه، کومه چې د جورجیا او الاباما ایالت پر سرحد موقعیت لري. په ډزو کې یو بل امریکايي عسکر ټپي شوی هم وو.

د نیویارک ټایمز د راپور سره سم د پنټاګان چارواکي وايي چې دوی پلټنه پیل کړې تر څو مالومه کړي چې د داعش سره په درې ساعته جګړه کې دغه عسکر چا وویشتله.

او زیاته وي چې په دغه چاپه کې د داعش ډلې مشر په نښه شوی وو، او پنځوس امریکايي عسکرو او ۴۰ افغان کمانډو عسکرو برخه اخیستې وه، چې په ترڅ کې یې د دفاع وزارت په وینا «۳۵» داعش ووژل شول، خو دداعش د مشر برخلیک لا نه دی څرګند.

باید وویل شي چې د امریکا او افغانستان دفاع وزارتونه هره ورځ د لسګونو داعشیانو د وژلو ادعاوي کوي خو تر اوسه پوري ازادو سرچینو دغه وژنې نه دي تایید کړي.

د اچین ولسوالۍ په ننګرهار ولایت کې هغه ولسوالي ده چې دداعش مرکز بلل کیږي او امریکا دوه اونۍ وړاندي په کښي د «مور بم» په نامه د اتومي بم وروسته لوی بم کارولی وو او په دغه ولسوالۍ کې يې د داعش پر ضد د سترې بریا ادعا کړې وه خو لا هم په ولسوالۍ کې جګړه په توندۍ سره روانه ده.

داعش د خپلو تلفاتو ادعاوي په کلکه رد کړې وې او ویلي وه چې د امریکا بم د دوی له مرکزونو څخه لیري غورځول شوی وو.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مېټس د خپلو دوه تنو عسکرو په اړه ویلي چې زمونږ ملت ددوی قرباني ستايي او کورنۍ ته یې تسلیت وړاندي کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

دا په هیوادوالو او نړیوالو د خپلی میدیا په واسطه د خپلو ښکرورو دروغو منل دی دوی د هغه داعش په مقابل کی جنګیږی او یا یی هغه مور بم ورباندی وغورځول چه دوی خپله جوړ کړی او د خپلو اهدافو د پاره یی په منځنی ختیز کی هم وکارول او اوس غواړی چه زمونږ په ګران هیواد کی هم تری کار واخلی . د هغوی د منځه وړلو اړه نشته هغوی ته معاشونه ورکوی نو ولی یی وژنی ، بیا د دومره لوی بم اچونی اړه نه وه دا بم په هلمند او قندوز کی ولی نه کاروی (… نور لوستل »