افغانستان

د امريکا درې سوه سمندري ځواکونه هلمند ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ غویی، ۱۳۹۶): په ۲۰۱۴ کال کې، چې د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پوځي ماموريت پای ته ورساو، امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره درې سوه سمندري ځواکونه د جګړې لپاره هلمند ته رسېدلي دي،

هلمند د هېواد جنوب کې هغه ولايت دی، چې ډېری خاوره يې د طالبانو تر واک لاندې ده او اوس جګړه د ولايت مرکز لښکرګاه په شاوخوا سيمو کې روانه ده.

فرانس پريس خبري اژانس وايي، چې افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال جون نيکلسون د امريکايي سمندري ځواکونو هرکلي ته ورغلی و او په هلمند کې يې د طالبانو پر ضد د دوی نوی ماموريت وستايه.

د روان کال په جنوري کې امريکايي چارواکو ويلي و، چې درې سوه نور سمندري ځواکونه به هلمند ته ولېږي. دغه عسکر به د شوراب په پوځي اډې او لښکرګاه کې ځای پر ځای کېږي.

تېره ورځ هم امريکايي رسنيو خبر ورکړی و، چې پنټاګان غواړي افغانستان ته پنځه زره اضافي عسکر راولېږي.

وړمه ورځ طالبانو هم د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت په نوم پسرلني عمليات اعلان کړل او د هېواد په ګڼو برخو کې يې بريدونو او چاودنو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او د يو شمېر سيمو د نيولو خبر يې هم ورکړی دی.

هلمند ته درې سوه سمندري ځواکونه او د پنځو زرو نورو عسکرو رالېږل په داسې وخت کې اعلان شوي، چې تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د طالبانو جګړه «ناسپېڅلې» او خپلمنځي جګړه وبلله.

حکمتيار وویل، هېواد کې د روانې جګړې له امله يوازې افغانان وژل کېږي او له همدې امله يې روانه جګړه بين الافغاني بللې ده او طالبان يې د جګړې پر ځای د سولې لور ته راوبلل.

خو حکمتيار په خپلو خبرو کې د پنځو زرو اضافي عسکرو په رالېږلو تبصره ونه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x