افغانستان

راسموسن: کرزی له اور سره لوبې کوي

د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فوګ راسموسن ويلي چې افغان ولسمشر حامد کرزی چې، له امريکا سره امنيتي سند نه لاسليکوي؛ دا له اور سره لوبې کول دي. راسموسن د بي بي سي نيوز نايټ پروګرام سره خپلو خبرو کې و ويل چې ناټو په افغانستان بې شمېره قربانۍ ورکړې، چې بايد افغان حکومت ترې مننه کړې وای. وړمه ورځ برتانوي رسنيو هم د ولسمشر کرزي له قوله ليکلي و چې که برتانوي پوځيان په هلمند کې نه وي، نو د هلمند حالات به ښه شي. راسموسن له ولسمشر کرزي نهيلی ښکاري او ويلي يې دي چې، راتلونکی ولسمشر به دغه کار وکړي. د يادونې وړ ده چې ولسمشر کرزي ويلي چې تر هغه به امنيتي سند لاسليک نکړي، تر څو چې امريکا د افغانانو له وژلو لاس وانخلي او د سولې عملي پروسه پيل نه کړي. کرزي بي بي سي سره په مرکه کې و ويل چې امنيتي سند زموږ په ګټه نه دی، نو ويلې خلک موږ مجبوروي چې لاسليک يې کړو. کرزی وايي چې که امريکايان زموږ شرطونه نشي منلی، نو ښه به دا وي چې، زموږ هيواد پريږدي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x