دفلکي علومو لارښود (41) دطلوع او غروب دوختو معلومولو دفارمولې تفصیل

مفتي احسان اللّه

یادونه:

له سمت الرأس او افق نه دزاویو جدول:

وخت له سمت الرأس نه دلمر زاویه له افق نه دلمر زاویه

صبح صادق او ماخوستن: 108 یا 105 له سمت الرأس او 18- یا -15 له افق نه

طلوع او غروب: 90.8333 – له سمت الرأس او 0.8333 له افق نه

اشرق: 88.6 له سمت الرأس او 1.4 له افق نه

عصر مکروه: 87.7 له سمت الرأس او 2.3 له افق نه

دتخریج اوقات لپاره کلیه ….[1]

دوختو دتخریج لپاره دکروي مثلث دقانون سره سم ساعتي یا زماني زاويه (Hour Angle) فارمولو نه معلومه کړو، حاصل زاویه به دزمني منطقو پر اساس پر 15 درجو تقسیم کړو، حاصل تقسیم به له مقامي نصف النهار نه منفي یا ورسره جمعه کړو، حاصل به يې دمطلوبه لمانځه دوخت ابتدا وي.

فایده:

په دې کلیه کې دلمر زاویه همیشه له سمت الرأس نه اخیستله کیږي.

کلیه: 

په کلیه کې به د A پر ځای دلمر زاویه ولیکو، دلمر زاویه دهر وخت لپاره ځان ځانته وي، د B پر ځای به عرض البلد چې دمختلفو علاقو لپاره جلا جلا وي، او د D پر ځای به میل شمس ولیکو، دا هم دهر تاریخ لپاره بېل بېل وي.

مثلا:

دلسم جنوري دقندهار دښار لپاره دماښام وخت معلومو، تر هرڅه اول به لازمي معلومات ځانته حاصل کړو.

B / عرض البلد: 31.626

D / میل شمس: 22.1-

A / دلمر زاویه: 90.8333

د A، B او D پر ځای به دمتغیراتو قیمتونه ولیکو: 

دهر متغیر له Sin او Cos را ايستلو څخه وروسته: 

دمتغیراتو په منځ کې له منفي او ضرب عمل کولو نه وروسته: 

دشمار کننده په منځ کې دتفریق له عمل نه وروسته: 

دشمار کننده (لوړ عدد) پر مخرج (لاندي عدد) باندي له تقسیم نه وروسته:

دکاز انورس Cos-1 دراويستلو نه وروسته: 

فایده:

کاز انورس په سائنټيفک کالکولیټر کې دSHIFT بټن او COS هغې له کېکاژلو سره راځي.

اوس نو ګواکې ساعتي زاویه 76.607121 درجې شوه، دساعت او دقیقو جوړلو لپاره به يې پر 15 تقسیم کړو، ځکه په یو ساعت کې 15 درجې وي.

له تقسیم نه وروسته به جواب داسي راشي: 

یعني 5 ساعته، او .107141 اعشاریې، اوس نو به داعشاریو نه وروسته رقم، په دقیقو سره بدل کړو، چې قانون يې وروسته راځي، حاصل به يې داسي شي: 

یعني پنځه بجې، شپږ دقیقې او 25 ثانيې.

بیا به دقندهار دښار دلسم دجنوري مقامي نصف النهار معلوم کړو، له هغه سره به يې جمعه یا ترینه تفریق کړو، بالترتیب به دغروب او طلوع وخت ترینه جوړ شي.

په لسم دجنوري دقندهار دښار مقامي نصف النهار 12:14 دی، که دغه زاویه زمانیه 05:06 ورسره جمعه کړو، دمغرب او که يې ترینه منفي کړو، نو حاصل به يې دطلوع وخت شي.

دغروب افتاب وخت:

یعني قندهار په ښار کې په لسم دجنوري دماښام پر پنځه بجې او شل دقیقې لمر لروېږي.


يعني دسهار پر اوه بجې او اته دقیقې لمر راخيږی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شیراغا
میلمه
شیراغا

د لومړیتوب درنی اداری ته !
د فلکی علومو په اړه چی دلته څومره لیکنی شوی دی ډیری می خوښی شوی دی غواړم چی په یوځایی ډول یی ترلاسه کړم هیله ده پدی برخه کی راسره مرسته وکړۍ
مننه