دیني، سیرت او تاریخ

یو څو اهم اسلامي آداب (5): څلورم ادب: کور ته دداخلیدو په وخت، دکور دننه افرادو په خپل راتګ دپوه کولو اداب

لیکنه: عبد الفتاح ابو غده

ژباړه: مفتي احسان اللّه

4- وکور ته دننوتلو په وخت کې، په کور کې ددننه افرادو نه دجازت غوښتلو ادب

کله چې په کور کې یو څو نفره په جلا خونه کې اوسيږي، او ته هلته ورتلل غواړي، نو تر ورتللو وړاندي اجازت واخله، ددې لپاره چې ته دوی په یو داسي حال کې ونه ويني، چې ته دهغوی په داسي حال لیدل نه خوښه وي، که څه هم هغه ستا ښځه وي، یا بل یو له محارمو نه، لکه ستا مور، پلار، لوراني او زوی.

امام مالک رحمه اللّه تعالی په موطأ [کتاب الاستیذان] کې له عطا بن یسار رحمه اللّه نه مرسل روایت کوي، چې یو چا له رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم نه سوال وکړ، چې جناب! ایا زه له خپلي مور نه هم اجازت اخلم؟ ده صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل: بلي! دغه سړي بیا وویل: زه خو له خپلي مور سره په کور کې اوسیږم، ده صلی اللّه علیه وسلم وویل: اجازت اخله بیا ورځه، ایا ته دا خوښه وي، چې خپله مور په لوڅ حالت کې ووينې؟ هغه ورته وویل: نه، نو ده صلی اللّه علیه وسلم ارشاد وکړ: نو بیا اجازت اخله، او ورځه.

یو سړی حضرت عبد اللّه بن مسعود رضي اللّه عنه ته راغلی، او څرنګه چې راغلی پوښتنه يې وکړه، ایا زه له خپلي مور نه هم اجازت اخلم؟ هغه ورته وویل: نو ته خو په هر حال کې دهغې لیدل نه خوښه وي، (نو ځکه اجازت اخله).

دحضرت عبد اللّه بن مسعود رضي اللّه عنه ښځي حضرت زینب رضي اللّه عنهما وویل: حضرت عبد اللّه رضي اللّه عنه چې دیو کار نه واپس کورته راتلی، نو غاړي به يې تازه کولي، ددې لپاره چې ما په داسي حال کې ونه ويني، کوم چې دی يې نه خوښه وي.

دابن ماجه دکتاب الطب په آخر کې یو روایت موجود دی، چې حضرت عبد اللّه رضي اللّه عنه به کله چې کور ته راتلی نو اول به يې غاړي تازه کولي او غږ به يې کاوه.

دحضرف حذیفه بن الیمان رضي اللّه نه یو چا پوښتنه وکړه، ایا زه به له خپلي مور نه هم اجازت غواړم؟ نو ده ورته وفرمایل: که ته اجازت وانه خلي، نو هغه به په داسي حال کې ووينې، کوم چې ته يې نه خوښه وي.

حضرت موسی تابعي دجلیل القدر صحابي حضرت طلحه بن عبید اللّه رضي اللّه عنه زوی وفرمایل: چې زه له خپل پلار سره خپلي مورته ورغلم، کله چې مي پلار محترم کور ته ننووت، زه هم دهغه له شا په سي ورننوتلم، نو پلار مي دونه په زور سره پر سینه ووهلم او ټيله يې کړم، چې زه پر زمکه وغورځيدم، او راته يې وویل: له اجازت نه پرته ننوزي!؟

حضرت نافع دحضرت عبد اللّه بن عمر رضي اللّه عنهما غلام فرمايې: چې دحضرت عبد اللّه بن عمر رضي اللّه عنهما دا عادت و، چې دهغه کوم یو زوی به بالغ شو، نو هغه به يې جلا کاوه. یعني هغه به يې له خپلي خوني جلا کاوه، او له دې وروسته به هغه له اجازت نه بغیر دهغه خوني ته نه سوای ورتلای.

ابن جریج رحمه اللّه له عطا بن رباح رحمه اللّه څخه نقل کوي، چې ما له حضرت عبد اللّه بن عباس رضي اللّه عنهما نه وپوښتل: ایا زه به له خپلو دوو خورانو نه هم اجازت اخلم؟ هغه وفرمایل: هو! ما ورته وویل: هغه خو زما په پالنه کې دي، یعني زما په کور کي را سره دي، او زما په سرپرستي کي دي، او زه یم چې دهغوی پرورش کوم، او پر هغوی مال مصرفه وم، ده ورته وفرمایل: ایا ته دا خوښه وي، چې هغوی په لوڅ حالت کې وګورې؟ بیا حضرت عبد اللّه رضي اللّه عنه دا آیت تلاوت کړ:

﴿وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [النور: 59].

ژباړه: او کله چې ورسږي هلکان له تاسو نه دعقل درجې ته نو هغوی به هم داسي اجازت اخلي لکه څنګه چې له دوی مخکني يې اخلي.

حضرت ابن عباس رضي اللّه عنه وفرمایل: پر ټولو خلکو اجازت اخیستل واجب دی.

حضرت عبد اللّه بن مسعود رضي اللّه عنه فرمایلي: هر سړي له پکار دی، چې له خپل پلار، مور، ورور او خور نه اجازت اخلي.

حضرت جابر رضي اللّه عنه وویل: هر سړی باید له خپل زوی نه اجازت واخلي، له خپلي مور نه، که څه هم هغه سپین سري وي، له خپل ورور نه، له خپلي خور نه او له خپل پلار نه.

اما بخاري رحمه اللّه دا روایات زیاتره په خپل کتاب الأدب المفرد کې ذکر کړي دي، او ځیني بیا امام ابن کثیر په خپل تفسیر کې ددغه آیت په ضمن کې راوړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x