شعـــــرونه

د دردونو حساب – الهام

مسجد په سرو وينو لت پت دى د امام په وينو
څنګه  وانخلو له غليمه انتقام په وينو

 

خولګئ  دي ماته سه جهاد ته مي جنګ ولي وائې
انقلابونه لمانځل شوي دي مدام په وينو

دالهى قانون انصاف دى توجه مو غواړم
قاتل بدنام او ګنهكارغازي نيك نام په وينو

دا سرې قطري او تورداغونه په سپېڅلي بشر
لكه غاټول ښكاري حسين شهيد ګلفام په وينو

ضرور په غواړي له ظالمه د دردونو حساب
يتم ما شوم پر ځمكه واخيست لومړى ګام په وينو

ددې بې رحمو ناټويانو په  بمبار الهامه  !
زموږ د ځمكي سر لاڅه چي سور دى بام په وينو
 2014/02/03

سید احسان الله الهام

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x