افغانستان

د ټرمپ په لومړيو سلو ورځو کې افغانستان لومړيتوب نه درلود

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ غویی، ۱۳۹۶):د امريکا ولسمشر ډونلډ د واکمنۍ په لومړيو سلو ورځو کې د افغانستان شپاړس کلنه خونړۍ جګړه لا هم د ټرمپ په لومړيتوب کې نه وه او نه يې تر اوسه په دې اړه خپله سټراټيژي اعلان کړې ده.

په ۲۰۱۳ کال کې ډونلډ ټرمپ د افغانستان جګړه د امريکا په زيان بللې وه، پخوانی ولسمشر حامد کرزی چلبازه انسان بللی و او غوښتنه يې کړې وه، چې امريکايي عسکر دې افغانستان پرېږدي، خو د ولسمشريزو ټاکنو په سياليو کې يې د افغانستان يادونه نه وه کړې، چې په دې اړه به څه وکړي.

د ګډ حکومت مشران لا هم په تمه دي، چې سپينه ماڼۍ به د افغانستان په اړه څه پاليسي ولري. په تېرو دوو اوونو کې د امريکا د ملي امنيت سلاک ماک ميسټر او ورپسې درې ورځې وروسته د امريکا دفاع وزير جيمز ميتس د ګډ حکومت له ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړي او ډاډ يې ورکړی و، چې د هر ډول تاوجنو حالاتو په پېښېدو به امريکا د دوی تر څنګ ولاړه وي.

افغانستان او عراق کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد ويلي، چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه په سټراټيژۍ کار کوي او په راتلونکو درې اوونيو کې به په دې اړه خپله راتلونکې تګلاره اعلان کړي.

فاکس نيوز ټلويزوني شبکې د پنټاګان د لوړپوړي چارواکي له خولې ويلي، چې په لومړيو ورځو کې افغانستان د امريکايي سرتېرو لېږل د ټرمپ لومړيتوب نه و او نه هم جيمز ميټس په دې اړه په لومړيو ورځو کې څه خبرې کړي دي.

خو د ګډ حکومت په ټينګار او د يو شمېر امريکايي شنونکو په غوښتنه امريکا اوس پرېکړه کړې، چې پنځه زره نور عسکر د روانې جګړې د ګټلو لپاره افغانستان ته راولېږي.

فاکس نيوز د پوځي چارو د کارپوه بيل روګيو له خولې ويلي، چې امريکايي ولس د افغان جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي او نور نه غواړي، چې د دوی ښځينه او نارينه سرتيري دې په افغانستان کې ووژل شي.

يو شمېر افغان شنونکي بيا هيله‌ من دي، چې ټرمپ د افغانستان په اړه جدی او لامل يې دا ښيي، چې د روان اپرېل په ديارلسمه يې اچين ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو د نړۍ تر ټولو ستر بم وغورځاو او افغانستان ته يې د نورو عسکرو د رالېږلو پرېکړه هم کړې ده.

خو څارونکي په دې بارو دي، چې اچين کې د بمونو مور کارول د داعش پر ضد نه، بلکې د خپلو ګټو لپاره کارول شوی، همدارنګه د اضافي عسکرو رالېږل هم د حل په پر ځای د افغانستان ستونزه نوره هم پېچلې کوي.

امريکايي ژورنالېست او د افغانستان د چارو څارونکی مايکل مور وايي، چې د افغان غميزې يوازينی حل دا دی، چې امريکايي عسکر له قيد او شرط پرته له افغانستانه راووځي، جګړه پای ته ورسوي او له افغانانو د جګړې بښنه وغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x