افغان فعالان د حکمتیار ویناوې پاروونکې او نامناسبه ګڼي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ غویی، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې په دې وروستیو کې د دولت د سولې له پروسې یوځای شوی، له تیرو څو ورځو راهیسې راڅرګند شوی او د دولتي مسؤولینو تر څنګ یې د خپل حزب پخوانیو غړو سره غونډې ادامه لري.

نوموړي تېره ورځ په خپلې لومړۍ وینا او همدا راز نننۍ غونډه کې خپلې خبرې تر ډېره د طالبانو پر ضد موقف نیولو ته ځانګړې کړې وې او د خپلې لومړنۍ وینا غوښنه برخه یې هغوی ته په پیغور ورکولو باندې راڅرخېدله.

د حکمتیار د څرګندونو په اړه د ټولنیزو رسنیو فعالانو او سیاسي کتونکو ترمینځ نوي بحثونه راپاریدلي، د سولې په لار کې يې د نوموړي وړتیا تر سوال لاندې راوړې او دا کار یې غیر مناسب عمل بللی دی.

ژورنالیست او سیاسي کارپوه قریب الرحمن شهاب په خپله یوه لیکنه کې کاږي:

«د یوې مهمې سیاسي مهرې په توګه ګلبدین حکمتیار باید په لومړۍ وینا کې له هیڅ وسله وال یا غیر وسله وال جهت سره ځان د تقابل ډګر ته نه وای غورځولی، ځکه د هغه لپاره اوږد مزل په مخکې دی، تر څو هره ورځ د ځان بازار پرې ګرم وساتي».

نوموړي له طالبانو سره تقابل د حکمتیار نوی ماموریت ګڼلی او زیاته کړې يې ده:

«د حکمتیار په خبرو کې څو ځله د یوه ادرس هدف ګرځولو ځېنو ته دا پیغام هم رسولی و، چې ښايي د هغه د نوي ماموریت برخه وي».

لیکوال او د سیاسي چارو کارپوه عنایت الله کاکړ اندېښنه څرګنده کړې چې د حکمتیار خبرې د سولې پر ځای حساسیتونو ته لمن وهي او باید په خپلو خبرو کې له احتیاطه کار واخلي. نوموړي په همدې تړاو په خپله تبصره کې لیکلي چې له حکمتیار څخه د سنجیدګي، متانت او جدیت هیله کیږي او زیاته کړې يې ده:

«د نن ورځې په خبري غونډه کې ځينې داسې خبرې وې چې بايد ښاغلي حکمتیار یا کړي نه وای او یا یې هم علی الاقل په ښه انداز کړي وای، ځکه چې حکمتیار صېب سوله کړي او د سولې لپاره راغلی دی. د سولې تقاضا دا ده چې د ذيدخله جهاتو په اړه محتاطې څرګندونې وکړای شي. بې ځایه فتوابازي، خاري څرګندونې، تعالي، پيغورونه داسې څه دي چې سخت حساسيتونه را پارولای شي. بناءً ښاغلی حکمتیار باید په څرګندونو کې زښت له احتیاطه کار واخلي او هغه ځایونه چې خارښت نه کوي ونه ګروي».

سیاسي کارپوه او لیکوال نظرمحمد مطمئن د حکمتیار د وروستیو ویناو په اړه لیکلي:

«د ښاغلي حکمتیار شخصیت او جهادي سابقه تر دي ډیره لوړه ده، چې له طالبانو او ځینو شمال ټلوالي کسانو څخه ‏ګیلې کوي، او طالبانو ته پېغورونه ورکوي.‏ یو بل ته پېغور او ګیلې کمزوري شخصتیونه کوي، د حکمتیار صاحب شخصیت دروند دی، موږ هیله لرو چې د ‏سولې له یوه رغنده پلان سره کابل ته راشي».

ځوان لیکوال او شننونکی خیرالله شینواري د حکمتیار له وینا وروسته په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي:

«جګړه ختمېږي؟ که د راتلونکو لسو کلو د پاره د جګړې په مړې انګارې پطرول پاشل کېږي؟».

ښاغلي شینواري په یوې جلا لیکنه کې د حکمتیار لخوا د کورنیو جګړو اور ته د لمن وهلو څخه اندیښنه څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده:

«وېره لرم، او سخته شدیده یې لرم، د افغانانو د وینو روانې ویالې لکه چې وچې نه شي».

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال عبدالسلام وزیروال هم د حکمتیار په لومړنۍ وینا کې د پاروونکو څرګندونو په اړه نهیلي څرګنده کړې او لیکلي یې دي:

«ما داسې انګیرله چې حکمتیار صیب له زړه سولې ته ژمن دی، خو اوس مې بل ډول سوچونه ذهن ته راځي، رب دې خیر پېښ کړي».

ډاکټر وحیدالله مصلح د طالبانو په وړاندې د حکمتیار تونده لهجه غیر مناسبه ګڼلې او هغه ته یې د پاروونکو خبرو پر ځای د «رغوونکو» خبرو سپارښتنه کړې. ښاغلي مصلح طعنې او یا د طعنو جواب ویل د یو رهبر له سويې ډیره ښکته خبره ګڼي او زیاتوي:

«که حکمتیار صاحب د طالبانو یادونه هم کوي نو باید د سولې خواږه ولري، له حزب سره د حکومت سوله باید هغوی لپاره یو ماډل او بېلګه کړي او د سولې په اړه د هغوی تشویشونه رفع کړي، که طالبان هر څومره تېزه خبره کوي او که هر څومره پېغورونه ورکوي او که څومره په شدت غندنه کوي خو د سولې توغ لرونکو سره بیا دغسې برخورد او دغسې غبرګون زيب نه کا».

احمد عفت بیا په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې له یو مشر څخه چې د سولې په پار په لومړنۍ وینا کې کومه تمه کېده هغسې ونه شوه. نوموړی کاږي چې حکمتیار هغه څه وویل چې نه یوازې اړتیا یې نه وه بلکې «د سولې پر ځای یې خدای مکړه د یوې نوې شخړې دروازه پرانستل ګڼلی شو».

ژورنالیست او د ټولنیزو رسنیو فعال شفیع اعظم د حکمتیار د وروستیو څرګندونو څخه نهیلي ښکاره کړې او کاږي: «“حکمتیار” صېب بیا پېغورونو ته اړم شو. زه د یوه ځوان په صفت وایم چې دا کار یې بې “حکمته” دی. زړه مې چوي چې د دې هېواد د جهاد قاید او لوی مشر د فېسبوکي مستعارو طالبانو ځوابونه له رسمی دریځه په خپله ورکوي. تر دې بله لویه تباهي به نو چرته وي؟».

نوموړي په یوې جلا لیکنه کې ویلي چې د حکمتیار وروستۍ څرګندونې د یوې «بدې لوبې» ښکارندويي کوي.

ښاغلی اعظم زیاتوي: «فکر کوم امریکا د افغان حکومت او حزب ترمینځ له سولې پروسې په دې خاطر ملاتړ وکړ چې د داعش له ماتې وروسته حکمتیار صیب د طالب خلاف وجنګوي او دې جګړې ته د نوي عنوان لاندې په نوي ډول ساه ورکړي».

د یادونې وړ ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د دولت د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان او د یوې معاهدې په نتیجه کې د بهرنیو او دولتي ځواکونو پر وړاندې له وسلوال مقاومت څخه لاس په سر شو.

نوموړی دوه ورځې کیږي چې عام محضر ته راوتلی او تراوسه یې په خپلو کړو ویناګانو کې په طالبانو باندې نیوکو ته ځانګړی ځای ورکړی، چې سیاسي شنونکي يې د کورنیو جګړو اور ته لمن وهل ګڼي او د سولې افغان فعالان یې د نوموړي د پټو ارادو په اړه شکمن او اندېښمن کړي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

خپله خوله پته نیسه تر دغو چه نه وای راغلی شه به وی دغه ملت نور نو په غضب مه گرفتاره وه ستابه هم دغسی حال شی لکه داوستادربانی چه چوکی ئ په زان پسی ترلی وه چه هری خواته به تلی چوکی به ورسره وه خوهغه وخت یوسه شه وا پراخی وه چه زور به پری ورغی ژر بئ چوکی شمال ته یوره خو اوس گوره سخته ده چه هلته هم اتلان رسیدلی دی نورنوستاخوشه چه ملت ته خدمت کو ی که خیانت ….

بلال
میلمه
بلال

مسلمانو افغانانو ورونو سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ ! حکمتیار د سوړ جنګ د غلامی تړون له لاسلیک کولو وروسته لکه د نورو تش به نامه جهادی رهبرانو په څیر د امریکا د ډالرو غلام شوی، په خپل منځی جنګو په افغان وژنه کی هم حکومتیار تر ټولو مخکښه وه د طالبانو وخت کی چه د طالبانو او ربانی دواړو سره دشمنی کی وو چبرا ایران ته وتشتید ، کله چه یی بادارانو ( امریکایانو ) زمونږ هیواد اشغالولو د حکومتیار سره مفاهمی شوی وی چه یو ګروپ به دی د کابل غلامه اداره او بل ګروپ به مو… نور لوستل »

نور جان
میلمه
نور جان

که په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږی، سوله راشی، د بین الافغانی تفاهم له لارې هر افغان د خپلو مدنی آزادیو حق ولری او د رښتینو انتخاباتو له لارې د دولت مشر وټاکل شی، زما په نظر دا ښه خبره ده او هیله ده چې طالبان هم دا دریځ خپل کړی. په دې صورت کی کیدای شی چې افغانان د مرکزی دولت له لارې د خارجې ځواکونو او دښمنانو په وړاندې سنجول شوی او معقول سیاست پر مخ بوزی، ویر او ساندې کمې شی، کوچنیان مو په ډاډه زړه ښوونځیو ته ولاړ شی او هر افغان په آرامو اعصابو… نور لوستل »