
ولس د انتخاباتي کاندیدانو په ژمنو څومره اعتماد کولای شي؟ – سرمقاله
نن ټکي آسیا – سرمقاله: په هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو لخوا ټاکنیز کمپاین په داسې مهال کې پیلیږي چې د هیواد په یوشمیر ولایتونوکې ولسي خلګو د دولتي چارواکو او ولایتي شوراګانو د مسؤلینو پر خلاف لاریونونه پیل کړي دي.
د دغو ولایتونو له جملې څخه یوهم د اروزګان ولایت دی چې له تیرو دریو ورځوراهیسې ګڼ شمیر لاریون کوونکو د دغه ولایت د والي او ولایتي شورا د رئیس پر خلاف لاریون کړی او په ترین کوټ ښارکې د ولایت د ودانې مخته خیمې وهلې دي.
پاریدلې مظاهره چیان چې د هغوئ په منځ کې قومي مشران ، د دولتي ادارو کار کوونکي او د ښونځیو ښوونکي او زده کوونکي هم شامل دي ،د یاد ولایت د والي امير محمد اخندزاده او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو پرضد شعارونه ورکوي او هغوی پرمالي فساد، رشوت او د عامه شتمنیو پر غصبولو تورنوي .
مظاهره چیان اد عالري چې د اروزګان والي له ولسي خلګو څخه د قانوني کارونو د اجراء کولو په مقابل کې پیسې اخلي او له رشوت او بډو ورکولو پرته هیچاته هم کار نه کوي.
هغوئ وايي د دوی والي یواځې له ولسي خلګو څخه په رشوت اخیستلو بسنه نه ده کړې ،بلکي د دې ولایت د بیارغونې په نوم یې له بهرنیو مؤسسوڅخه هم مالي امکانات اخیستي چې دوى یې په دي اړه کره اسناد هم په لاس کې لري.
یواځې روزګانیان نه بلکې د هیواد دنورو ولایتونولکه قندوز،زابل،نورستان ،قندهار،پکتیا او…. اوسیدونکي هم دخپلو مفسدو والیانو او دولتي مامورینو له فساده سرټکوي او د هغوئ د تبدیلي غوښتنې کوي .
په داسې حال کې چې ولس نور د مفسدو دولتي چارواکو له فساد اوبیعدالتي څخه تر سپوږمو رسیدلی ، هغوی داځلې بیا د خپلو تبلیغاتي کمپاینونو په وسیله تري غواړي چې د دوئ حمایت وکړي او په راتلونکو ټاکنوکې ورته خپلې رأیې ورکړي.
یاد نوماندان په خپلو تبلیغاتي څرګندونو کې ولس ته ډول ډول عجیبې او غریبې ژمنې ورکوي ، چا له ځان څخه ورته د بیارغونې بلدوزر جوړ کړی ، څوک ورته ځان د عدالت د تأمین قهرمان معرفي کوي او څوک بیا د اداري فساد دختمولو شعارونه ورکوي ، خو په حقیقت کې همدغه ټول دروغجن مداریان د فساد، ناامنۍ او بیعدالتي هغه حرفوي عاملین دي چې د هیڅ ډول خیر ښیګڼې هیله تري نشي کیدلای .
همدغه دروغجن مدعیان له تیرو دولسو کلونو راهیسي په یوه اوبل نامه د افغانستان په سیاسي واک مسلط ول، چې افغانستان د دوئ تر تسلط لاندې په فساد او درغلی کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ.
اوس هم هیڅ داسې تضمین نشته چې همدغه په فساد معتادین دي د بیا واکمنۍ په مهال له خپل اعتیادي خصلت (مالي او اداري فساد) څخه لاس ونیسي او د ولس د هوساینې لپاره دې کار وکړي .
ولس هم په دې ښه پوهیږي چې دغه اعتیادي مفسدین یوهم په خپل شخصي نفوذ نشي کولای چې د ملت د زعامت منصب خپل کړي ، بلکې د هغوئ تر شا اجنبي لاسونه دي چې غواړي د دغه ډول منفورو او مفسدو څیرو په مسلط کولو سره د افغانستان لانجه نوره هم اوږده او دوی یې په خړو اوبو کې کبان ونیسي.
د نن ټکي آسیا سرمقاله