روغتیا

قیلوله او روغتیا

بخت الرحمن (شرافت)

قیلوله چې دانسان دجسم دبیا چارجولو او ذهني نشاط لپاره د یو ګړي لپاره اړین خوب بلل شوی.

دخوب دترتیب او تنظیم پوهان وایې چې قیلوله باید له شلو دقیقو څخه بیا تر ۴۰ دقیقو پوري وشي، او له سترګو پټولو څخه بعد که مو لس دقیقې وروسته هم بیرته سترګې رڼې شوې بس دومره خوب کافي دئ.

قیلوله د انساني دماغ دنشاط او تندرستۍ لپاره د الله پاک له لوري خپلو بندګانو باندي هغه پیرزوینه ده چې هیڅ ډاکټري او انسانې نخسه یې ځاي نشي نیولی، قیلوله دانسان دماغ له ډير کار کولو څخه وروسته بیرته چارجوي، یاداشت یې قوي کوي دخپل کار اړوند یې دتمرکز قوه ور زیاتوي، دشپې په خوب او سهار وختي پاڅیدلو کي ورسره مرسته کوي.

له نن څخه څه دباندي یو زر او څلور سوه کاله وړاندي زمونږ ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم قیلوله کول سنت ګرځولې، خپله یې هم قیلوله کوله او ملګرې یې هم قیلوله کولو باندي امر کول.

درسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د قیلوله کولو وجه وه چې طبیب به په میاشتو میاشتو دناروغ په تمه ناست وه خو سیمه کي به ناروغ نه موندل کیدی، دهغو دقیلولې برکت و چې شپې شپې به یي په رڼه تیرولې، قیام لیل یې د ژوند لازمي برخه ګرځولې وه، تر مونږ صحتمند وه، یاداشت او کارونو باندي یې تمرکز زمونږ څخه څو ځلې زیات و، دماغونو یې دنن ورځي له کمپیوټر سره مقابله کوله.

خو له کله نه چې مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډير ګټور سنت ترک کړی، د سنتو د پرېښولو له وجې نن مسلمانان له ډيرو روغتیايې، اقتصادي او ټولنیزو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي، ډیر څه یې له لاسه ورکړي، یو وخت داسي و چې کلي کي به طبیب د ناروغ په تمه شپې صبا کولې،خو اوس ناروغ د طبیب دنمبر لپاره شپې صبا کوي، ډاکټرانو باندي وار نه کیږي، روغتونونه د انسانانو دګڼي ګوڼې مرکزونه ګرځیدلي دي.

نن مونږ وینو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ارزښتناکو سنتو باندي کفارو عمل پیل کړی، دامریکا د کالیفورنیا ایالت یو پوهنتون کي دڅیړنو پر مهال مالومه شوه، هغه زده کونکي چې قیلوله کوي ډير ځیرګ او عقلمند وي او دهغو زده کوونکو په پرتله یې یاداشت او درسونو باندي دتمرکز قوه ډيره زیاتوي څوک چې قیلوله نه کوي.

همدا رنګه د امریکا دشیکاګو په پوهنتون کي دقیلولې په اړه څيړنې شوي، څیړونکې او تحقیقاتې ډله وایې، هغه کسان چې قیلوله کوي دنورو کسانو په پرتله ښه وزن لري، دبدن وازګه یې تر هغو کسانو ډیره کمه وي څوک چې قیلوله نه کوي، ژوند کي داطمنان او ډاډ احساس کوي، د شیانو په انتخاب کي ډیر تکړه وي، همیشه کوښښ کوي صحي غذا وخوري، له سستۍ او کهالۍ څخه یې کرکه کیږي او د ورځني ورزش اهتمام کوي.

تیره ورځ مي د انګلستان د بدني روغتیا او ښکلا یو مرکز ویب پاڼه باندي خبر ولوست، چې انګلستان کي د ( ډاویډ لویډ) په نوم دجسماني روغتیا او ښکلا مرکز خپل انګړ کي دخپلو مینه والو لپاره دقیلولې خونه جوړه کړې، ددغي خونې هوا یې داسي عیاره کړې چې قیلوله کونکي کسان دقیلولې ترڅنګ یوه مقدار کلوریز هم مصرف کړي، ځکه له قیلولې څخه وروسته دغو کسانو ته دڅو دقیقو لپاره دبدني کشش او غزیدا مشق هم ورکول کیږي.

د (ډاویډ لویډ) دکلب اداره وایې مونږ ته زیاتو داسي کسانو چې کورنی مسولیت ولري…(مور یا پلار) وي راته د ناکرارۍ او اضطراب شکایتونه کول، له ذهني کمزورۍ او کارونو باندي دتمرکز فقدان سره مخ وه، مرکز لیکي ددغو خلګو دشکایتونو درفع کولو لپاره مو ډيري لاري چاري په کار واچولې خو کومه مثتبه لاس ته راوړنه مو تر لاسه نه کړه، اوس مو دخوب دیوې ماهرې ډاکټرې په ملګرتیا ددوي لپاره دقیلولې کولو خونه جوړه کړې، وبه ګورو چې قیلوله تر کومي کچي پوري د کلب دمینه والو ناکراري او اضطراب لري کولو کي مرسته کوي.

همدارنګه څه موده وړاندي مي چین کي دکوم شرکت په اړه ورته خبر ولوست، دغه شرکت په شرکت کي دننه دخپلو کارګرانو لپاره قیلوله کول لازمي کړې وه، شرکت لیکي له کومه وخته څخه چې مو دشرکت دپرسونلو لپاره ۳۰ دقیقې قیلوله کول لازمي ګرځولې دشرکت تولیداتو مو زیاتوالی موندلی او همدارنګه کارګران هم دپخوا په پرتله د ذهني ارامۍ او بدني هوساینې احساس کوي.

په اخیر کي مي ددغه مطلب له لوستونکو څخه هیله او ارزو ده چې خپل ژوند کي قیلوله لازمي وګرځوي او هر ملګری کم تر کمه لسو نورو ملګرو ته د قیلولې کولو توصیه وکړي، ځکه قیلوله ده چې مونږ ته د روغ صحت ضمانت راکوي، قیلوله ده چې مونږ ته پر شپه باندی قوت رابخښي، دشپي لخوا قیام لیل او سهار وختي پاڅیدلو باندي راسره مرسته کوي، او دا تر لمر روښانه حقیقت دی، چا چې قیام لیل وکړ، او سهار وختي وپاڅېد هغه نیکمرغه انسان دئ، همیشه به مثبت فکرونه وهي له نورو سره دمرستې او کمک فکر به ورسره وي، کارونو باندي به یې تمرکز زیات وي، د کارونو پر وخت سرته رسولو اهتمام به کوي او له خوښیو څخه ډک ژوند به لري.

ویښ وګړي…… ویښ ملت

سالم فکرونه…. جوړصحت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x