
روزګان او کاپيسا کې پر ملي اردو او اربکيانو بمبار مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ غویی، ۱۳۹۶): د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ته څېرمه کوټوال او د کاپيسا تګاب ولسوالۍ احمدزويو کلي کې د ګډ حکومت د دفاع وزارت څرخکو د ملي اردو او اربکيانو پر پوستو بمبار کې يو شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د روزګان ولايت امنيتي چارواکو ويلي ، چې تېر ماښام کوټوال سيمې کې پوځي چورلکو د ملي اردو پر پوسته بمبار کې دوه کسان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
د ترنيکوټ د دولتي روغتون ډاکټر ذوالفقار وايي، چې د ملي ادرو دوه مړي او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.
بلخوا د کاپيسا ولايت چارواکو هم ويلي، چې د ملي اردو چورلکو د تګاب ولسوالۍ په احمدزيو کلي کې د اربکيانو پر پوستې بمبار کې دوه اربکیان وژلي او نهه نور يې ژوبل کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې کورنۍ او بهرنۍ جنګي الوتکې د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو پر پوستو بمبار کوي، بلکې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې د هېواد په ګڼو برخو کې شوي دي.